لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: په تېرو دوو کلونو کې د بلوچستان په چاپېریال کې د پولیو وایرس نه دی موندل شوی


ډاکټر امین وايي د اخيستل شوو نيم نيم ليټر خرابو اوبو ټيسټ کېږي، که چېري هلته د پوليو وايرس موجود وي، نو بيا په هغه سيمه کې د ماشومانو د روټين ويکسين کېږي
ډاکټر امین وايي د اخيستل شوو نيم نيم ليټر خرابو اوبو ټيسټ کېږي، که چېري هلته د پوليو وايرس موجود وي، نو بيا په هغه سيمه کې د ماشومانو د روټين ويکسين کېږي

د بلوچستان د صحت چارواکي وايي چې په تېرو دوو کلونو د صوبې په چاپېریال کې د پوليو وايرس نه دی موندل شوی چې د پولیو په ضد د کوښښونو نتیجه ګنل کېږي.

په کوټه کې د بلوچستان د روغتيا د بېړنيو عملياتو مرکز اي او سي مشر سيد زاهد شاه وي او اې ډيوه ته وايي، چې له اپريل دوه زره يويشت راهيسې تر جنوري دوه زره درويشت پوري په بلوچستان کې د پولیو يو مثبت کېس هم نه دی رپوټ شوی او له چاپېرياله د اخيستل شویو نمونو پايلې هم منفي راغلې دي.

سید زاهد شاه وايي پاکستان کې د پولیو ټول کېسونه په خيبرپښتونخوا کې رپوټ شوي دي.

د بلوچستان د روغتيا يو چارواکی پوليو اين سټاف افيسر ډاکټر امين وايي چې په بلوچستان کې له چاپيريال د نمونو لپاره له بېلابېلو ځايونو د خرابو اوبو نمونې اخيستل کېږي او بيا په کوټه کې د روغتيا د نړيوال سازمان دفتر او وروسته په اسلام اباد کې مرکزي ليبارټري ته لېږل کېږي.

له چاپېرياله د نمونو د اخيستلو هدف دا وي چې معلومه کړي شي چې ایا په دې سيمه کې د پوليو وايرس موجود دی او که نا؟

ډاکټر امین وايي د اخيستل شوو نيم نيم ليټر خرابو اوبو ټيسټ کېږي، که چېري هلته د پوليو وايرس موجود وي، نو بيا په هغه سيمه کې د ماشومانو د روټين ويکسين کېږي.

که څه هم په بلوچستان کې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی خو چارواکي وايي د جنوبي وزيرستان او افغانستان سره د صوبې پر غځېدلو لارو د پوليو ويکسين ورکولو سخته څارنه کېږي ځکه چې پر دغو لويو لارو هره ورځ زرګونه خلک له خپلو ماشومانو سره سفر کوي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG