لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پاکستان په سېلابونو کې د موسمي بدلون نخښې نښانې لیدل کېږي


سږ کال په پاکستان کې په تېرو دېرشو کلونو کې تر ټولو زیات بارانونه شوي دي. دا خبره عابد قیوم کوي. هغه د پاکستان کلايمېټ چېنج کاونسل یا د موسمي بدلون د شورا غړی او په اسلام اباد کې د سسټېنېبل ډوېلېپمنټ پالېسي انسټېټیوټ، اېس ډي پي ايي، مشر دی
سږ کال په پاکستان کې په تېرو دېرشو کلونو کې تر ټولو زیات بارانونه شوي دي. دا خبره عابد قیوم کوي. هغه د پاکستان کلايمېټ چېنج کاونسل یا د موسمي بدلون د شورا غړی او په اسلام اباد کې د سسټېنېبل ډوېلېپمنټ پالېسي انسټېټیوټ، اېس ډي پي ايي، مشر دی

د دنیا د تودوخي په کچه کې د اضافې نخښې پېژندل کېږي، په دې کې د هوا تودېدل، په هوا کې د اوبو شرح یا زیاته نمي، د شدید موسم نور سختوالی، په غرونو د واورې د ګټانو، ګلېشېیرز، وېلي کېدل، د اوبو په لارو کې د خلکو کورونه او غربت شامل دي او اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره دا ټول هغه حالات یو چې یو ځای شول او په پاکستان کې درانو بارانونو او د خونړیو سېلابون سبب جوړ شوو.

د متحده قومونو د موسم ادارې ورلډ مېټریولاجيکل ارګناېزېشن، ډبلیو اېم او، ویلي په پاکستان کې به بارانونه دوام لري.

د ډبلیو اېم او، ترجمانې کلېیر نلي وویل په پاکستان کې په تېرو څو لسيزو کې تر ټولو درانه بارانونه په تېرو څو لسیزو کې د سختي وچکالۍ او په تېرو څو لسیزو کې د سختي ګرمۍ نه وروسته شوي دي.

نلي وویل د سېلابونو نه مخکې هم په پاکستان او د هندوستان په شمال مغربي برخو کې د پشکال بارانونه د معمول نه زیات وو. دا د موسم د بدلون د پښوچاپ دی...موسم کې نور شدت راځي.

ای پي وايي که څه هم د پاکستان په سېلابونو کې د دنیا په موسم کې د بدلون نخښې نښانې لیدل کېږي خو یو شمېر ساینس پوهانو وايي دا به د وخت نه مخکې خبره وي چې د سېلابونو ټوله ذمه واري د دنیا په تودوخي وروغور ځول شي.

ساینس پوهان دا هم وايي که څه هم پاکستان د دنیا په تودوخي که لاس نه لري خو بیا هم ترې په منفي ډول متاثر کېږي.

سږ کال په پاکستان کې په تېرو دېرشو کلونو کې تر ټولو زیات بارانونه شوي دي. دا خبره عابد قیوم کوي. هغه د پاکستان کلايمېټ چېنج کاونسل یا د موسمي بدلون د شورا غړی او په اسلام اباد کې د سسټېنېبل ډوېلېپمنټ پالېسي انسټېټیوټ، اېس ډي پي ايي، مشر دی.

قیوم وویل د سيمې په شان د پاکستان په موسم کې هم شدت راځي.

په هېواد کې د سېلابونو په اړه د پاکستان د موسمیاتو وزیرې شېري رحمان په هېواد کې سېلابونه د بې مثاله تباهي وبلله.

پاکستان د دنيا په هغو اتوو ملکونو کې شامل دی چې په موسم کې د بدلون د اثراتو سره تر ټولو زیات مخامخ دی. دا خبره محسن حفيظ کوي. حفيظ په لاهور کې د انټرنېشنل واټر مېنېجمنټ انسټېټیوټ ساینس پوهه دی.

ساینس پوهانو د بارانونو، تودوخي او په غرونو د واورې وېلې کېدو په اړه خبرداری کړی و.

ای پي وايي د پاکستان په غیر معمولي بارانونو او سېلابونو کې د موسم د بدلون څومره لاس دی؟ په دې اړه د رسمي څېړنې نتېجې به څو هفتې وروسته مخې ته راځي.

په پاکستان کې ورستي بارانونه د موسم د تباهۍ نتېجه ده. دا خبره د بهارتي انسټېټيوټ اف پالېسي نومې ادارې انجل پرکاش کوي او زیاتوي چې د داسې مسلسل بارانونو مثال نه موندل کېږي.

په پاکستان کې د بارانونو تسلسل په واضحه ډول د موسم د بدلون اثر دی. د امريکې مېساچوسټس ریاست وډوېل کلاېمېټ ریسرچ سېنټر جېنېفر فرانسس کوي.

د انټرنېشنل واټر مېنېجمنټ انسټېټیوټ ساینس پوهه محسن حفيظ وايي په سند او بلوچستان صوبو کې د معمول نه ۴۰۰ فیصد زیات بارانونه شوي دي.

د می په میاشت کې پاکستان کې موسم په مسلسل ۴۵ سېنټي ګرېډ و. په دادوو او جېکب اباد کې د حرارت درجه ۵۰ سېنټي ګرېډ ته رسېدلې وه.

ساینس پوهان وايي توده هوا زیاتې اوبه اېساروي چې بیا د باران په شکل کې لاندې غورځېږي.

د امریکې د پرېنسټن یونيورستۍ د موسم کارپوهه مایکل اوپن هایمر وايي په ټوله دنیا کې په طوفاني بارانونو کې شدت کېږي.

شېري رحمان وايي په دنیا کې د ګلېشېیرز یا د واورې د ګټانو تر ټولو زیات تعداد په دې سیمه کې دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG