روانه اوونۍ په جنېوا کې د ملګرو ملتونو یو نړیوال کانفرنس کیږي چې پکې به د مځکنیو ماینونو د پاکولو د ادارو تر 800 زیات مشران ګډون کوي او دا له جګړو څخه په اغېزمنو هېوادونو کې د ناچاودو موادو او مځکنیو ماینونو د روان خطر په اړه یو خبرداری دی.
د دې کانفرنس زیات پام به په غزه کې روانې جګړې ته وي چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د ادارې یو این ایم اې ایس په وینا "په نتیجه کې یې غزه په بېسارې توګه په چاودېدونکو موادو ککړه شوې ده".
د ملګرو ملتونو دا اداره له یوې لسیزې راهیسې په غزه کې د دې لپاره کار کوي چې ملکي خلکو ته د چاودېدونکو توکو له کبله پېښېدونکی خطر کم کړي او د بشري مرستو په خوندي رسولو کې مرسته وکړي.
د فلسطین په سیمو کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د ادارې مشر چارلس منګو بیرچ وایي، "د اکتوبر له اوومې وروسته زموږ [د ماین پاکۍ] پروګرام په تېزۍ سره پر مخ تللی، موږ د دې وړ شوي یو چې په غزه کې داسې پېښو ته بشردوستانه غبرګون وښیو".
ښاغلي منګو بیرچ د چارشنبې- شورو په ورځ خبریالانو ته وویل، "موږ شمال ته د تلونکو بشري کاروانونو ملاتړ کوو او د بشردوستۍ په ځایونو کې د چاودېدونکو توکو د خطرونو ارزونه کوو چې بشري کار دوام ولري."
هغه وایي د تېر کال په دسمبر کې د یو این ایم اې ایس ادارې د چاودېدونکو توکو د څانګې شنډوونکو افسرانو د روغتیا د نړیوالې ادارې له کاروان سره د غزې تر شفا روغتون پورې پر خطرناکه لاره ملګرتیا وکړه:
"هغې قافلې [له روغتونه] تر 30 زيات هغه ماشومان را وايستل چې تر وخت مخکې زېږېدلي وو، موږ هغوی بیرته د غزې جنوب ته راستانه کړل چې پکې يواځې يو ماشوم مړ شو."
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ اداره اټکل کوي چې په غزه کې 37 میلین ټنه د جګړې پاته شوني یا خځلې دي چې وایي په هر مربع میټر کې 300 کیلو اندازه کیږي. اداره وايي دا د اوکراین تر جګړې ډېره ملبه ده.
د یو این ایم اې ایس د مشر چارلس منګو بیرچ په وینا "دا ملبه شاید په ناچاودو توکو باندې په پراخه کچه ککړه وي. وایي د دې پاکول به په خځلو کې د نورو خطرونو له کبله نور ګران وي.
په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې یو این ډي پي د ماین پاکۍ د پروګرام مشر پاول هیسلوپ وایي، د جګړې دواړو غاړو ته سیمې په ناچاودو موادو ککړې دي خو وایي د ماین پاکولو ماهرین د روس نیول شویو سیمو ته لاسرسی نه لري:
"موږ د جګړې په سيمه کې هيڅ کار نه دی کړی، په دې جګړه کې دواړو اړخونو په پراخه کچه له هر ډول وسلې کار اخیستی دی. کومه [د بارودو] ککړتیا چې موږ وینو په یورپ کې مو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نه ده لیدلې".
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د ادارې د رپوټ له مخې هره ورځ په ټوله نړۍ کې 60 میلینه خلک د مځکنیو ماینونو، پاته شويو بارودو او چاودېدونکو توکو له خطره اغېزمن کیږي.
دغه اداره شام، یمن، لوېدیځه افریقا او د ساحل سیمه، ایتوپیا، بورکینه فاسو، مالي او نایجر په نړۍ کې تر ټولو زیات په بارودو ککړ هیوادونه بولي، خو وایي په عراق، افغانستان، شام، سومالیا کې په لاس جوړ شوي ناچاوده توکي هم د خلکو ژوند ته لوی خطر دی.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې سېو دي چلډرن د اپرېل پر څلورمه په یو رپوټ کې ویلي وو، په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا 60 کسان چې وایي اکثره یې ماشومان دي په مځکه کې د ښخو ماینونو او ناچادو توکو په چاودونو کې مړه کیږي یا معذوره کیږي.
Forum