لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عاصمه جهانگیر: د فاټا خلکو ته دې بنیادي انساني حقونه ورکړی شي


عاصمہ جہانگیر
عاصمہ جہانگیر

د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمیشن غړي او نامتو وکيلې عاصمه جهانګير د نواز شريف د وزيراعظمې د چوکې نه د لرې کولو د سپریم کورټ په فیصله او په ملکي سياست کې د پوځ د لاس وهنې غندنه کړې ده او د نوي وزيراعظم څخه يي غوښتلي چې قبايلي سيمو ته دې بنيادي بشري حقونه او د عدليي واک اختیار وغزوي.

د زيارت يا پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کښې مطبوعاتي کانفرنس کې د هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان غړي د پاکستان په کورنې او بهرني تګ لارو د سختو ټکونو په ترڅ کښې وويل اوس به پاکستان فيصله وي چې اينده نسلونو ته څنګه هيواد پريږدي.

داسې پاکستان چې هم د ځان سره او هم د جهان سره تل په جنګ اخته وي او که داسې پاکستان چې جمهوري، ترقي پسند وي او چې څوک هم د جمهوري پا کستان پرضد وي هغه به د راتلونکي نسلونو دښمن بولي، عاصمه جهانگیر وویل.

د سپریم کورټ د نوآز شريف د ګوښه کولو پريکړې ته په اشاره ميرمن عاصمه وويل هغه په بې طرفه ډول د قانون او د اصولو طرفداري کوي او زیاته يي کړه که د يو جج پرضد د بډو رشتونو په قضيه کښې د سپريم جوډيشنل کونسل دننه د استخبارتي ادارو چارواکي کښيني نو عدالت به بيا څه کوي؟

عاصمه جهانگیر وویل حکومت خو به د دستور نه د ٦٣و٦٢ مادې اوس ارو مرو وباسي خو بايد چې هغه مادې هم لرې کړي کومې چې ډکټيټرانو یا امرانو په آئین کښې شاملې کړي.

نوموړې په خپل اوږد خبري کانفرنس کښې د هيواد د قبايلي سيمو خلقو د ستونزو هم ذ کر وکړو او د نوي وزيراعظم څخه یې ووغښتل چې د سیمې خلکو ته دې بنيادي بشري حقونه ورکړي او د صدراتي امر د لارې دې هلته د عدالتونو واک اختیاروغزوي.

هغې وویل په قبايلي سيمو کښې د تره ګرو پرضد د پوځي عملياتو ملاتړ کوي خو بې وزله او بې کور قبايل خپلو کورونو ته په درناوي د بيرته تګ هم حق لري او که ورسره د عملياتو دوران کوم ظلم زياتې کيږي نو حق لري چې بشري حقونه وغواړي دا نه چې هلته د خپلو کورونو خالي کولو دپاره د پوځ مينت زارې وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG