پاکستان
فاټا د پښتونخوا سره د یو ځای کولو قانون په ٢٣ مه مۍ د منظوریدلو امکان دی
ټاکل شوې ده چې د مۍ په ٢٣ مه نیټه به د پاکستان په پارلیمان کې په ایئن کې د دیرشم بدلون قانون وړاندې شي، تمه کیږي دغه قانون به هم په دغه ورځ منظور شي.
د فاټا د اصلاحاتو په قانون کارکونکي یو حکومتي مشر نن په ٢۰مه مۍ وي او ای ډیوه ته وویل دويي مخالفه گوندونه پخلا کړي دي او پوخ یقين لري چې فاټا به د پښتونخوا سره د یو ځای کولو قانون پارلېمان منظور کړي.
حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط په خندا کې وویل "اوس زما نوم مه ليکئ هسې نه مخالفه گوندونه بیا مرور نه شي" خو هغه وویل اوس د فاټا د پښتونخوا سره د یو ځای کولو په لار کې څه خنډ نه ويني.
که چري پارلیمان په ایئن کې د دېرشم بدلون منظوري ورکړی وی نو قبايلي سیمه فاټا به په پښتونخوا صوبه کې ورگډه شي. په دې قانون د بحث منظوري د پاکستان وفاقي کابېنې څو ورځې د مخه ورکړې ده.
په پېښور کې خبریال اسماعيل خان وي او ای ډیوه ته وویل چې په ایئن کې د دیرشم بدلون سره به قبايلي سېمه فاټا د پښتون خوا صوبې برخه وگرځول شي. هغه وویل پخوا به ویل کیدل چې فاټا قامي ليکي ته راوستل کیږي. هغه وویل "مرکزي ليکي ته د راوستلو د ټکي سره به اولس گنگس وو خو وس د قامي سلامتيا شورا په ډاگه ويلي دي چې فاټا په پښتوخوا صوبه کې ضم کول غواړي".
د پاکستان ډان ورځپانې ليکلي دي د هېواد اعلي رتبه د قامي سلامتيا شورا فاټا په پښتونخوا کې د ورگډولو سپارښتنه کړې ده.
دقامي سلامتيا شورا غونډه د مۍ په ١٩ شوې ده چې مشري یې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي کوله او د هېواد ځواکونو مشران هم پکې ناست وو .
د پارلېمان څخه د منظورۍ ورستو به دا قانون سېنټ ته او بیا دهېواد صدر ته دستخط لپاره لېږل کیږي.
خو دا لومړی ځل نه دی چې په پارلیمان کې په فاټا د ائیني بدلون په سر بحث ځنډول شوی وي، وړاندې هم څو ځله داسې شوي دي.
د وسني حکومت د اسمبلۍ نیټه د مۍ په ٣١ مه پوره کیږي. که چري د ٣١ مۍ څخه د مخه پارلېمان دغه منظوري ور نه کړله نو بیا به دا منظوري بل نوی ټاکل شوی پارلېمان ورکوي. معنا دا شوه چې په هېواد کې د کال ٢٠١٨ ممکنه انتخاباتو کې به د فاټا نمایندگي نه وي.
د دیرشم بدلون په تیار کړې شوي قانون کې د پښتون خوا صوبې د اسمبلۍ د څوکو شمېر ١۴٧ ښودل شوی دی وړاندې دا شمېر ١٢٦ وو. دغه شان د فاټا د قامي اسمبلۍ ١٢ څوکۍ به هم د صوبې سره یوځای شي او د پښتونخوا څخه به په قامي اسمبلۍ کې ټولې څوکۍ د ۴٨ په ځای ٦٠ شي.
فاټا ته د هېواد ایئن غزولو لپاره د تېرو څو کالو راهسې د سیمې پارلېماني غړي او عامه ټولنه کوښښونه کوي. وسني حکومت فاټا ته د هېواد د عدالتي نظام ورغزولو او هلته د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د بلدیاتي انتخاباتو اعلان څو میاشتې وړاندې کړی دی خو تر اوسه ددغه پرېکړې سرکاري اعلان (گزټیټیډ نوټیفیکېشن) نه دی جاري کړی شوی.
د پاکستان د وسني واکمن گوند مسلم لیگ نون په گډون د حکومت مخالف گوندونه تحریک انصاف، پاکستان پیپلز گوند او گڼ شمېر نور د فاټا په پښتون خوا صوبه کې د ورگډولو ملگرتیا کوي. د هیواد د پوځ مشر جنرل قمر جاوید هم ويلي دي په فاټا کې ايئني بدلون وکړې شي. دوه گوندونه پښتنونخوا ملي عوامي گوند او جمعیت علما اسلام فاټا په پښتونخوا کې د ورگډولو مخالفت کوي او وايي په فاټا کې د څه قسمه بدلون څخه د مخه هلته د خلکو رای اخستل ضروري دي
په فاټا کې د میلینو خلقو سره لکه د نور پاکستان په رنگه بنیادي انساني حقونه نشته دی. هلته د١٩٠١ راهسې دایف سي ار تور قانون دی د څه په وجه چې هلته د اولس سره د اپيل وکيل او دليل حق نشته دی
د فاټا اولس ته لکه د گلگت بلتستان او پاکستان دواک لاندې کشمیر د خلقو په رنگه د صوبايي اسمبلیو یا شوراگانو کې د ووټ په لاره د نمایندگانو ټاکلو اختیار هم نه دی ورکړی شوی.
See all News Updates of the Day
سرکاري شمېرې ښیي چې پاکستان روان مالي کال په صنعتي ترقۍ کې پر شا تللی
د پاکستان د شماریاتو اداره وایي روان مالی کال په اتو میاشتو کې د (جولایي نه تر فرورۍ پوری) صنعتي پرمختیا د تېر کال په پرتله منفي وه او 0.51 فیصدي ریکارډ کړل شوې ده.
په فرورۍ کې صنعتي پرمختیا کې اضافه شوې او د روان مالي کال د جنورۍ په مقابله کې صنعتي ترقي 4.14 فیصدي کمه شوې ده.
اقتصادپوهان وایي د توانایۍ د لوړ بیعو ، د سود شرحه کې د زیاتوالي او د درامدي خام مال د کمي له امله صنعتی پرمختیا متاثره کیږي او د هغې اثرات په روزګارونو هم کیږي.
د مردان چیمبر اف کامرس او انډسټرۍ مشر ظاهر شاه وایي وړاندې حکومتونو په درامدي خام مال بندیزونه لګولي وو او د توانایۍ په بیعو کی اضافه شوې وه او د هغې نیغ په نیغه اثرات په صنعتی پیدوار پرېوتي دي
ډيوه سره خبرو کې هغه وایي"زمونږ د صنعتي پیدوار زیاتره مواد د بهرنیو هیوادونو نه درآمد کیږئ، یوازې دا نه بلکې د پولو بندیدل او د ډالر قیمت په ځای نه ودریدل داسې ستونزې هم مخې ته راغلي او د هغې سره سره د صنعتونو دمقامي خام مال، بجلۍ ، ګیس او پټرولیم مصنوعاتو بیعې هم لوړې دي چې په صنعتي پیدوار یې تاثیر کړی او پیدوار کم شوی".
د شماریاتو اداره وایي په مجموعي توګه په تیرو 20 میاشتو کې د صنعتي پیدوار پیمانه منفي لوري ته تللې ده خو د جولایي نه تر فرورۍ پورې په 22ؤ صنعتي څانګو کې 11 صنعتي څانګو پیداوار زیات شوی او په دې کې زیاتره برامدي صنعت او د خوراکي توکیو په پیدوار کې اضافه شوې ده.
اقتصادپوهان وایي د سود لوړې شرحې له امله صنعتي پیداوار اغېزمن کیږي اؤ دهغې اغېزې په روزګارونو هم کیږي.
اقتصادپوه عدنان احمد وایي ، پرمختیا په برامدي صنعت کې شوې او د مقامي کنزیومر مارکیټ پرمختیا کمه شوې ده او ددې له وجې روزګارونه بیا ختم شی.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په کنزیومر مارکیټ کې د خلکو د اخستو توان هم نشته او د هغی بنیادي وجه هم داده چی سټیټ بینک د پیسو سرکولیشن په ځای ودرولی د سود کچه لوړه ده.
د شماریاتو اداره وایي د ټیکسټایل په څانګه کې 3.4 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې او د تیارو جامو صنعت د تیرکال فرورۍ میاشتې په مقابله کې سږکال په فرورۍ کې 18 فیصدي اضافه ریکارډ کړی شوې ده.
رپورټ کې ویل شوي چې پټرولیم مصنوعات په فرورۍ کې 16 فیصده کم شوپ د سرو په پیداوار کې 33 فیصده اضافه شوې،د دوایانو صنعت 9 فیصده او د مشنرۍ پیداوار 28 فیصدئ زیات شوی.
د مارچ په میاشت کې سټیټ بینک د سود شرحه 22 فیصده په ځای ساتلی وه او پوهان وایی د موجوده حکومتي پالیسو له وجې امکان شته چې په صنعتي پیداوار کې اضافه وشي.
پښتونخوا کې نن د بارانونو بله لړۍ پیلیږي، کارپوهان وایي د غنمو فصلونه به سخت زیانمن شي
د موسمياتو محکمې د نن شپې نه خېبر پښتونخوا کې د بارانونو د تازه لړۍ شورو کېدو اټکل کړی دی چې له دې وروسته صوبایي حکومت اړونده چارواکو ته د بيداره اوسيدو غږ کړی دی.
زرعي کارپوهان وایي پښتونخوا کې روان طوفاني بارانونه او ځول د غنمو او نورو ميوه دارو فصلونو دپاره زیانمن ثابتېدای شي.
دوي وایي زرعي ادارو له به د موسمياتي بدلون د چیلنج سره سم نوي تخمونه مخې ته راوړل او څيړنې کول وي .
د موسمياتو محکمه وایي په خليجي هېوادونو کې د طوفاني بارانو وريدو وروسته د تازه بارانونو ورولو وریځې د بلوچستان د لارې پاکستان ته راننوتې دي او اټکل دی چې نن د شپې به خېبر پښتونخوا ته راننوځي او د رواني مياشتي اپريل تر ۲۱مې پوري به دوام لري۔
زرعي ماهرين وایي دا وخت د پاکستان سیند او سويلي پنجاب کې د غنمو فصلونه ريبل شوي خو پښتونخوا کې د غنمو فصل دانه نیولې ده اؤ لو ته تیار دی.
وایي په داسې حالاتو کې طوفاني بارانونه به د غنمو فصل متاثره کړي او انديښنه ده چې د ټاکل شوي مقدار نه کم پيداوار وشي۔
د پيښور زرعي پوهنتون وايس چانسلر پروفېسر جهان بخت پښتونخوا کې د روانو بارانونو ، ږلۍ اؤ ځول له امله زیاتره د غنمو فصلونه غورځېدلي دي اؤ کله چې د غنمو فصل وغورځېږي نو بیا پکې د خوراک جوړولو یا دانې پخولو توان کم وي.
هغه وایي چې د غورځېدلو غنمو دانه وړه هم وي اؤ وزن یې هم کم شي نو زیات امکان شته چې ددې بارانونو له وجې به زمونږ د زرعي فصلونو په ځانګړي ډول د غنمو پیداوار کې کمی راشي.
پاکستان کې روان کال د غنمو د پيدوار هدف د ۲۹ میليونه میټرک ټنه ښودل شوی خو خېبر پښتونخوا کې زرعي ماهرين وایي که د بارانونو لړۍ نوره وغځېږي نو انديښنه ده چې د غنمو فصل کم وشي۔
د حادثو په وخت د خېبر پښتونخوا انتظامي اداري پي ډي ایم ای د نن شپي نه د بارانونو د نوې لړۍ نه د بېداره پاتې کېدو خبرداری ورکړی چې پکې نوښار ضلعه کې په کابل سيند کې د لوړې درجې د سيلاب راختلو اټکل شوی دی، او دې لړ کې د ضلعي انتظاميو سره نورو اړونده ادارو ته د بيداره پاتې کېدو او وړاندي نه د ټولو مهمو اړینو ګامونه اخستو ويل شوي دي۔
زرعي ماهرين وایي د موسم د بدلون يا د تودوخې زيات اثرات به په زميدارو او په فصلونو وي ، په داسي حالاتو کې په زرعي کارپوهانو ذمه واري سيوا کيږي چې د موسمياتي بدلون تاو برداشت کوونکي تخمونه راوړي او کرونده ګرو ته پوهاوی ورکړي۔
پروفېسر جهان بخت ډیوه سره خبرو کې وایي،د موسمي تبديلي زيات اثر به زمونږ په زميدارو او په فصلونو وي نو اوس زمونږ د زرعي پوهنتون او زرعي څيړونکو ذمه واري ده چې هغوي باید داسي تخمونه پيدا کړي چې هغۀ د زيات باران سره ،د کمواوبو سره او دځول سره پاېښت کولی شي.
بل پلو ته خېبر پښتونخوا کې د افتونو په مهال د مرستو دولتي ادارې پي ډي ايم ای د تيرو څلورو ورځو په طوفاني بارانونو کې د مرګ ژوبلي او تاوان شميري شريکې کړي دي چې ترمخه يې ټوله صوبه کې د سيلاب نه 12 ضلعي متاثره شوي او 32کسان مړه او يو 41 ژوبل شوي دي.
د ادارې د شميرو ترمخه په مجموعي توګه 1370 کورونو ته زيان رسېدلی چې پکي160 په مکمله توګه ړنګ شوي دي۔
پاکستان کې د سرو زرو بیعه د خپل تاریخ ریکارډ کچې ته لوړه شوې ده
په پاکستان کې د سرو زرو بیعه د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې اؤ د شورو یا چارشنبې په ورځ یوه توله سره زر په 2 لکه 51 زره اؤ 900 روپۍ پلورل شوي.
ډان ورځپاڼه وایي چې تازه د سرو زو بیعه په یوه توله کې 2200 روپۍ ختلې ده اؤ وايي د 10ګرامه سرو زور بیعه بیا 1867 روپۍ سیوا شوې اؤ 2 لکه 15 زره اؤ 964 روپو ته رسېدلې ده.
تر دې یوه ورځ وړاندې هم د یوې تولې سرو زرو په بیعه کې 2400 روپۍ اضافه شوې وه اؤ نرخ یې 2 لکه 49 ززه اؤ 700 روپو ته رسېدلی ؤ.
په نهم اپریل هم د سرو زرو بیعه لوړه شوې وه اؤ یوه توله سره زر 2 لکه 47 زره اؤ 600 روپو ته رسیدلي وؤ.
پاکستان کې د سرو زرو دا بیعې د تېرو دوؤ اوونیو راهسې پرله پسې په مخ په بره روانې دي اؤ څېړونکي وایي علتونه یې په نړیواله کچه درامدي ډیوټیو کې اضافه اؤ جنګي حالات دي.
د برتانوي خبري اژانس بي بي سي د یو رپورټ له مخې د نړۍ په کچه د سرو زرو بیعې د لندن په بلین مارکیټ کې ټاکل کیږي چې دا په ټوله نړۍ کې د سرو زرو د کاروبار تر ټولو ستر مارکیټ یا پلیټ فارم دی اؤ د نړۍ د سرو زرو ستر کاروباریان د لندن د بلین مارکیټ سره تړلي .
څېړونکي وایي اوس دغه مارکیټ کې د سرو زرو نرخونه په بره روان دي نو ځکه یې اغېزې ټوله نړۍ کې د سرو زرو په مارکیټ کیږي اؤ ددې ترڅنګ منځني ختیځ کې تاوجن وضعیت هم د سرو زرو د بیعو د لوړ والي لامل شوی دی.
د پېښور د اندر شیر بازار د زرګرانو د اتحادیې یو مشر اسرار خان وي او ای ډیوه ته ویلي د سرو زرو د بیعو بې خرته لوړوالي د دوي کاروبارونه ختمېدو ته راوستي دي اؤ اوس د سرو زرو اخستل د عامو خلکو له توانه وتلي دي.
نوموړی وایي د سرو زرو بیعې چې لوړې شوي نو د دوي روزګار ورسره نزدې 90 فیصدي په ټپه شوی اؤ وایي اوس یوازې لویې سرمایه داران په سرو زرو کې خپله سرمایه بندوي اؤ له دغې لارې نه یوازې خپلې پیسې خوندي کوي بلکې ګټې هم ترلاسه کوي.
د پاکستان داخله وزارت: د چیف جسټس خلاف د پروپیګنډې له امله پاکستان کې ایکس رسنۍ تړل شوې
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په "ایکس" رسنۍ ځینو اکاونټونو نه د سپریم کورټ د چیف جسټس په ضد پروپېګنډه شوې وه اؤ ایکس ددغو اکاونټونو د تړلو په اړه د پاکستان خواست ته څه ځواب نه ؤ ویلی نو ځکه پاکستان کې دا ټولنیزه رسنۍ وتړل شوه .
پاکستان کې د ټولنېزې رسنۍ ایکس د تړل کېدو په اړه د کورنیو چارو وزارت خپل رپورټ د چهارشنبې یا د شورو په ورځ اسلام اباد هایکورټ کې جمع کړی اؤ ویلي یې دي چې حکومت سره د ایکس رسنۍ له تړلو پرته بله هیڅ لاره نه وه.
په پاکستان کې ایکس رسنۍ د 17مې فرورۍ راهسې تړل شوې ده اؤ ددې تړل کېدو په ضد اسلام اباد هایکورټ، سیند هایکورټ اؤ پېښور هایکورټ ته خواستونه شوي دي.
څېړونکي اؤ نړیوالې ادارې پاکستان کې د ایکس رسنۍ تړل کېدل د رایې څرګندولو د حق تروړلو په مانا عمل بولي اؤ وایي په سوشل میډیا د بندیزونو لګولو له لارې پاکستان کې د غیر جمهوري اؤ غیر قانوني اقداماتو نه د نړۍ مخه نه شي اړول کیدای.
د کورنیو چارو د وزارت له لوري عدالت کې جمع کړل شوي رپورټ کې ویل شوي چې د ایف اي ای سایبر کرایم څانګې ایکس رسنۍ ته درخواست ورکړی ؤ چې له کومو اکاونټونو د چیف جسټس خلاف پروپېګنډه کیږي باید هغه وتړي خو وایي د ایکس مشرانو د خواست په خیال خاطر کې را نه وړو اؤ نه یې سایبر کرایم ته د شوي خواست څه ځواب ورکړو.
رپورټ کې ویل شوي چې په مرستې نه کولو ایکس رسنۍ په عارضي ډول پاکستان کې وتړل شوه اؤ پاکستان سره ددې له تړلو پرته بله لاره هم نه وه.
داخله وزارت ویلي چې د ایکس رسنۍ د تړلو امر یې د استخباراتي شبکو په خواست کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت خپل رپورټ کې د عدالت نه غوښتنه کړې ده چې د په ایکس د بندیز خلاف عدالت ته شوی خواست رد کړي اؤ ویلي یې دي چې د ایکس خلاف عدالت ته عریضه کول د قانون اؤ حقایقو خلاف اؤ د نه اورېدو ده.
رپورټ کې ویل شوي چې ایکس رسنۍ نه خو پاکستان کې رجسټرډ ده اؤ نه د پاکستان د قوانینو عملي کولو د تړون برخه واله ده .
وایي د حکومت د حکمونو نه منلو له امله په ایکس رسنۍ باندې بندیز لګول ضروري وؤ.
په سیند هایکورټ کې هم په ایکس رسنۍ اؤ انټرنیټ د بندیزونو په اړه د خواست اورېدنه شوې اؤ د هایکورټ مشر قاضي ولي چې په قانون کې چرته هم دا خبره نشته چې د حساسو ادارو په رپورټونو دې د کورنیو چارو وزارت اقدام وکړي.
مشر قاضي ویلي "ځینې خلک داسې فکر کوي چې ګنې څه کوي هغه سم کوي، دومره طاقتوره یئ چې ملک چلوئ، خو د وړو وړو شیانو په تړلو تاسو څه ترلاسه کوئ،ټوله دنیا به په مونږ پسې خاندي".
درخواست کوونکې جبران ناصر عدالت ته ویلي چې کله پاکستان کې په اتمه فرورۍ د شوؤ ټاکنو نه وروسته د راولپنډۍ پخواني کمشنر ناصر چټه انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه ومنل نو له هغې وروسته ایکس رسنۍ تړل شوې ده.
سیند هایکورټ هم په یوه اوونۍ کې دننه د ایکس رسنۍ د تړلو د معقولې وجې عدالت ته د وړاندې کولو امر کړی دی.
پاکستان داخله وزارت د ايکس سروس د سمدستي بندولو دپاره د فرورۍ په 17مه پي ټي اې ته خط استولی وو، چې پکې تر راتلونکو احکاماتو پورې د ايکس د بند ساتلو ويل شوي وو.
قانونپوهان وایي معلوماتو ته لاسرسی د ملک د هر وګري ایيني حق دی او دا چې په ايکس بنديز د قانون خلاف ورزي ده.
د سپريم کورټ وکيل بابر خان يوسفزی وایي، دا د اظهار د ازادۍ خلاف ورزي ده. ښاغلي یوسفزي وي او اې ډیوه ته وویل:
"فېسبوک خلاص دی ټیک ټاک خلاص دی نور داسې چې په کوم باندې د نيوز سره تړلي مواد نه وي هغه ټول اپلکيشن خلاص دي او يواځې د ایکس خلاف داسې ايکشن کيږي چې لږ وخت له یې خلاص کړي او بيا يې بند کړي چې ټرېنډڼګ پرې نه کيږي او يا معلومات عوامو ته نه رسيږي".
د ګلوبل ډيجيټل انسایټ د کال 2023م د شمېرو ترمخه په پاکستان کې نزدې 72 ميلينه خلک ټولنيزې رسنۍ کاروي، چې وایي تر ټولو کم شمېر څلور ميلينيه پکې اېکس يا ټويټر کاروي.
د صحت نړیواله اداره: پاکستان په نړۍ کې تر ټولو زیات 8.8 میلینه د تور زیړي ناروغان لري
د صحت نړيوالې ادارې پخپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان په ټوله نړۍ کې د هېپټايټس سي یا تور زیړي زيات شاوخوا 8،8 ميلينه ناروغان لري او د دې ناروغۍ 44 فيصده نوې پېښې د ناخوندي طبي انجېکشنو له امله مخې ته راغلي دي.
ډاکټران وايي هيپټايټس بي او سي يا تور زيړي د جراثيمو له وجې خورېږي او په وخت يې علاج نه کېدو سره د انسان یینه یا ځیګر له متاثره کولو وروسته د مرګ خلې ته يې ورسوي۔
په رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان کې د هېپټايټس بي او سي ناروغانو مجموعي شمېره په 2022 کال کې 12،6 ميليونه ريکارډ شوې۔
ډاکټران وايي هېپټایټس بي او سي چې په عام ژبه کې ورته تور اؤ زیړ زیړی ويل کېږي د يو بل نه جدا ناروغۍ دي او د جراثيمو له وجې خورېږي۔
دوی وايي د دې جراثيمو د زيات وخت د پاره په وجود کې پاتې کېدو سره د انسان یینه یا ځیګر متاثره کېږي او د مرګ خولې ته يې رسوي۔
په مردان مېډيکل کمپلېکس کې د معدې د مرضونو سپېشلسټ ډاکټر ښاغلی رحمان الدين وایي اکثره ناروغان چې دا مرض ورپورې شوی وي ، په ځان نه وي خبر اؤ یینه یې د زیړي له امله 75 فیصدي ختمه شوې وې .
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"چې دا مريض مونږ ته راشي او وايي چې زما خوراک ته زړه نه کېږي، کمزوري محسوسوم، وجود مې درد کوي نو چې مونږ ورته ټسټ وکړو نو په هغې کې هیپټایټس بي يا سي پازېټېو وي، په دې وخت کې جیګر مکمل کمزوری شوی نه وي او علاج وشي نو مريض صحتمند شي".
خو هغه وایي "زياتره مريضان مونږ ته پيچيدګو سره راځي يعنې مريض ته مالومه نه وي او جیګر يې 75 فيصده پورې ختم وي نو د هغه يا خېټه کې اوبه شوي وي يا د وينو ولټۍ (ګرځون) وکړي".
په رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان په ټوله نړۍ کې تر ټولو زيات د هېپټايټس سي شاوخوا 8،8 ميليونه ناروغان لري او د دې ناروغۍ 44 فيصده نوې پېښې د غېر محفوظ مېډيکل انجېکشنو سره تړلې دي۔
ډاکټران او ناروغان وايي د تور زياړي په وخت د علاج کېدو وروسته ناروغه تن د عامو خلکو په څېر صحتمند ژوند تېرولی شي۔
د تورزيړي نه متاثره شوی تن حضرت بلال ډیوه ته وایي نهه کاله مخکې یې یو خپلوان ته وینه ورکوله نو ورته معلومه شوه چې هغه د تور زیړي مریض دی:
"په 2015 کې ما خپل کزن ته وينه ورکوله هغه وخت ماته معالومه شوه چې زما تورزيړی دی، ما بيا په وخت علاج وکړو او چې دريو نه شپږو مياشتو پورې مې علاج پوره شو نو چې بيا مې ټسټ وکړو نو هغه صفا وو، ماته اوس څه مسله نشته خپل نارمل ژوند کوم او کال په کال ټسټونه کوم".
د روغتيا د چارو پوهان وايي د تورزيړي جراثيم د متاثره مور څخه بچو ته ور پورې کیږي، دوی وايي د سرنجانو بار بار استعمال او د يادو ناروغانو وينا نورو تنانو ته ورکولو سره هم دا مرض خورېږي بايد په دې لړ کې د احتياط څخه کار واخستل شي۔
د ډاکټر رحمان الدين په وینا تور زیړی د وینې له لارې، د استعمال شوؤ سرینجونو ،د غیر محتاطه مباشرت ،اؤ د ناپاکو بلېډونو اؤ قینچیانو له لارې یو تن ته پورې کیږي.
د روغتیا پوهانو ترمخه د تورزيړي مريضانو سره په يو ځای د خوراک کولو له امله دا ناروغي نه خورېږي، دوی وايي د ډاکټر د مشورې پرته داسې ډول مريضانو ته پخپل سر پرهېز هم نه دی کول پکار۔
دروغتيا نړيوالې ادارې د رپورټ ترمخه د نړۍ 187 هېوادونو څخه راجمع کړل شوې شمېرې ښيې چې د تور زيړي له امله د مړينوو شمېره چې په 2019 کې 1،1 ميلينه وه په 2022 کال کې 1،3 ميليونه ته رسېدلې او په نړيواله کچه 3500 تنان روزانه د دې رنځ له وجې ژوند دلاسه ورکوي.
Forum