لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا نوې ضلعې لا بې قانونه ولې دي؟


تېره اونۍ د پېښور هاي کورټ د قبايلي ضلعو لپاره د انټرم گورنمنینټ ریگولیشن ١٨(موقتي حکومت قانون) معطل کولو امر ورکړو د څه په وجه چې وس په پخوانۍ فاټا کې د پاکستان یو قانون هم عملي نه دی.

گویا د میلینو خلقو په ٢٧٠٠٠ مربع کلومیټره خاوره دا وخت بیخي بې قانونه ده؟

د فاټا په پښتونخوا کې د یو ځای کولو د تحریک یو غړی او قانون دان اعجاز مومند واي "هو"، د خېبر پښتونخوا سره په یو ځای کړی شوې سیمه فاټا کې دا وخت د پاکستان یو قانون هم نشته دی:

" د ایف سي آر په ځای راغلی قانون اینټرم ریگلویشن د عدالت د فیصلې سره ختم شو، د اپیل عدالتونه ختم شو لاندې د ای پي ای عدالت هم ختم شو"

د اعجاز مومند په خیال تر څو هلته نور عدالتي نظام نه وي په ځای شوی هلته یو قانون هم نشته دی.

خو د مذهبي چارو وزير او د وزير اعظم عمران خان د فاټا لپاره د ځانگړي هدف یعني ټاسک فورس غړی نورالحق قادري وايي چې د صوبې عدالتي نظام به د نوې شامل کړی شوو ضلعو نظام وي. خو ښاغلی قادري مني ددغه قانون په عملي کیدلو کې به وخت لگي، البته هغه دا ویلو ته تیار نه دی چې تر کله پورې به دا نظام به شورو شي:

"داسې ټایم فریم (وخت) ورکول به مشکل وي چې هفته ، میاشت یا کال، بهر حال زر تر زره به کبږي"

د ښاغلي قادري په حقله دا گمان کیږي چې هغه په سیمه کې د پولیسو او د صوبې د وسني عدالت نظام خلاف دی. د اعجاز مومند تر مخه ښاغلی قادري چې د کوم ټاسک فورس غړی دی هغه د صوبې د عدالتي نظام په پخوانۍ فاټا کې په متحرک کولو کې لوی خنډ دی.

نورالحق قادري دغه تور ردوي او وايي چې د وزیراعظم عمران خان خواهش دی دا مسله دې زر تر زره حل شي:

"عمران خان دا ټاسک فورس جوړ کړی دی د ډيلی (ځنډ) د پاره نه، د هغه ټوله توجو په فاټا ده"

خو اعجاز مومند وايي د ښاغلي قادري په خبره یقین ځکه نه کوي چې هايي کورټ د حکومته ١٦ اربه روپۍ د عدالتي نظام د روانولو د پاره غوښتي خو حکومت یې نه ورکوي.

بلې خوا ته د فاټا د ضم د اعلان په وخت حکومت ويلي وو چې د قامي وسیلو د ویش ٣ فیصده به فاټا ته ورکول کیږي، تر اوسه د غه برخه هم نه ده ورکړی شوې، د قادري په خیال په دې لړ کې ټاسک فورس د ټولو صوبو سره رابطه نيولی ده:

"مرکز یې ورکولو ته تیار دی، په خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دی دا هم تیار دی، پنجاب هم تیار دی، بلو چستان تیارول هم څه مشکل به نه وي، ځکه چې هلته هم دتحریک انصاف اتحادي حکومت دی، په سنده حکومت به دا خبره منل وي، دغه ټاسک(هدف) عمران خان د خزانې وزير اسد عمر ته ورکړی دی"

د فاټا د پښتونخوا سره د انظمام په وخت حکومت دا هم ویلي وو په کال ٢٠١٩ کې به هلته د صوبايي اسمبلیو انتخابات کوي خو د اولس په خیال دغه لوظ هم شاید په خپل وخت پوره نه کړی شي.

په سینیټ کې د پلو او د قبايلي چارو د کمیټۍ سېفران مشرسینیټر تاج محمد افريدي دی. ښاغلی افريدی په تیرو وختونو کې د فاټا د صوبې سره د یو ځای کولو تل مخالف پاتې شوی دی، خو وايي وس به هغه څه کوي چې حکومت یې غواړي:

"دا حقیقت وو زه د فاټا د مرجر خلاف وومه خو وس موجوده حالاتو کې چې کوم سټرکچر (شکل) راروان دی د هغې د پاره به دعا کوو چې زمونږ د فاټا د پاره د بهترۍ سبب وگرځي"

ښاغلي افريدي د یو تپوس په ځواب کې وویل چې امید کوي چې حکومت به کوښښ وکړي چې خلق د مشکل نه وباسي.

خو تاج افريدي ددې تپوس ځواب ور نه کړو چې د کله نه دی د سیفران کمیټۍ مشر شوی دی نو څو ځله یې په دې معامله په سینیټ کې خبره کړې ده، هغه وویل:

"دا کار صرف حکومتي واکداران کوي"

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG