لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا کې د اصلاحاتو په سر په قامي اسمبلۍ کې په نهمه ورځ هم احتجاج وشو


ښاغلی گل په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره د کارکونکو رهبرانو په وړمبي صف کې دی
ښاغلی گل په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره د کارکونکو رهبرانو په وړمبي صف کې دی

د پاکستان مرکزی حکومت فاټا ته د هايي کورټ او سپریم کورټ اختیار غځولو لپاره قامي اسمبلۍ ته د خپل لوظ باوجود هم د قانون سازۍ مسوده وړاندې نکړه او ددې پرضد په قامي اسمبلۍ کې د فاټا او د حزب اختلاف گوندونو غړو په نهمه ورځ هم احتجاج وکړو او د اسمبلۍ نه بهر ووتل. ددې ورسته د اسمبلۍ غونډه نه نامعلومه وخت پورې وځنډول شوه.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اسمبلۍ کې د احتجاج په اړه د خېبر ایجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي گل افریدي وي او ای ډیوه ته وویل حکومت ورسره د کړي لوظ خلاف ورزي وکړه.

پرون راسره ډیره پښه وعده وشوه چې نن به دا بل راځي...خو نن بیا حکومت ناکام شو،" شاه جي گل وویل. ښاغلی گل په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره کارکونکو رهبرانو په وړمبي صف کې دی. "د حکومت ناکام کیدل ددې خبرې غټه نتیجه ده چې هغه خپل کورم ( د اسمبلۍ د غونډې لپاره ضروري شمیره) هم نشي پوره کولی."

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

په قامي اسمبلۍ کې د احتجاج نه یوه ورځ وړاندې د فاټا سپریم کونسل په نامه یوې ډلې د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي سره ولیدل خو ویل کیږي دغه غونډه څه نتیجې ته ونه رسیده.

د وزیراعظم سره په غونډه کې د فاټا سنېټر صالح شاه هم شامل و وی او ای ډیوه ته یې وویل چې فاټا ته دې د جدا صوبې درجه ورکړی شي.

شاه جي گل او د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان وايي په سپریم کونسل کې مولانا فضل الرحمان د جمیعت علما اسلام گوند غړي شامل دي. دغه گوند وايي فاټا په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو لپاره دې د سیمې د خلکو رای واخستل شي.

شهاب الدين خان وي او ای ډیوه ته ویلي په کونسل کې "هغه قبايلي ملکان شامل دي چې د حکومت نه ماجب (وظيفې) اخلي".

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:46 0:00

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG