لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ايي یو مشر: که د فاټا خلکو د بنگال په رنگ فیصله وکړه نو مرکزي حکومت به يي زمه وار وي

د پي ټي ايي یو مشر: که د فاټا خلکو د بنگال په رنگ فیصله وکړه نو مرکزي حکومت به يي زمه وار وي

د فاټا سیاسي اتحاد د قبايلي سيمو د اصلاحاتو د ځنډولو په سر د احتجاجي مظاهرې د لارې په مرکزي حکومت کلکې نيوکې کړي او د اصلاحاتو زر تر زره عملي کولو غوښتنه يې کړې ده.

د فاټا سياسي اتحاد مرستیال مشر د عوامي نيشنل ګوند نثارمومند په پارليمان کې د فاټا اصلاحاتو په بِل د بحث ځنډېدو په اړه وايي په فاټا کې اصلاحات ځکه هم ځنډول شوي دي چې وزیراعظم نوازشریف په اېن اېف سي اېوارډ کې ۱۲۰ روپۍ قبايلي سيمې ته ورکولو ته تیار نه دی.

د قبايلي سيمې خیبرايجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل دوه ورځې وړاندې د فاټا اصلاحاتي بِل باندې پارليمان کې د بحث ځنډېدو وروستو ويلي ؤ وزیراعظم نواز شریف نه غواړي خپل ائتلافي ملګري (مولانا فضل الرحمان او محمود خان اچکزۍ) خفه کړي ځکه يې اصلاحات وځنډول.

نوموړي د زيارت په ورځ اسمبلۍ کې دننه د احتجاج کولو دړکه ورکړې او په دغه لړ کې يې د سياسي ګوندونو سره د اړيکو ټينګولو هم ويلي ؤ.

نن د سه شنبې په ورځ د پیښور پرېس کلب مخې ته د راجوړې احتجاجي مظاهرې په مهال د پاکستان تحريک انصاف ډلې اقبال افريدي وويل که د نوازشریف حکومت قبايلو سره دغه رنګ امتيازي سلوک دوامداره وساتلو نو دويې به د پارليمان مخې ته په احتجاج کولو مجبوره وي.

"او که بيا هم نه کیده او قبایلو بيا يوه داسې فیصله وکړه د بنګله دېش په طرز باندې، نو قبايل به غدار نه وي حکمرانان به غدار وي."

د فاټا سياسي اتحاد غړی د قامي وطن پارټۍ اسد افریدی اېډوکیټ وايي د فاټا اصلاحات ځنډولو د قبايلي سيمو د اولس او سياسي خلکو زړونه مات کړي دي.

خو د سياسي اتحاد غړي وايي که هر څه وي دويې به د خپلو بنيادي ائيني حقونو ترلاسه کولو دپاره روانې مبارزې ته دوام ورکوي.

د قبايلي سيمې نه د پارليمان منتخب استازي او د سياسي اتحاد غړي وايي د فاټا په اړوند جوړو شوؤ اصلاحاتو کې که څه هم دويې په ځينو جزئياتو خوشحاله نه دي خو دويې بيا هم غواړي چې اصلاحات عملي شي او د سيمې د بدلون يو عمل قدرې روان شي.

د فاټا اولس غوښتنه کوي چې سيمه دې په خیبرپښتونخوا صوبه کې ورګډه کړی شي، او د نور ملک د وګړو په رنګ پوره ائيني، قانوني او ګرد بنيادي اسانتياوې دې دویې ته هم ورکړی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG