لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لسو ورځو کې د فاټا د اصلاحاتو عملي کېدلو اعلان کیدونکی دی


د ریاستي چارو مرکزي وزير قادر بلوچ ويلي دي په لسو ورځو کې به په فاټا کې په ايني اصلاحاتو عمل شورو شي. هغه ويلي دي د ملگرو ملتونو د غونډې نه په ستنېدلو به وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د اصلاحاتو عملي کېدلو اعلان وکړي.

قادر بلوچ د هېواد په قامي اسمبلۍ کې ويلي دي په لومړي پړاؤ کې به د اېف سي آر قانون ختمولې شي او د فاټا لپاره به یو چيف اپريټينگ افیسر(لوړ پوړې چارواکي) ته د پر مختگ د کارونو زموارۍ سپارل کیږي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د انتظام لاندې 27000 کلومیټره علاقه فاټا کې اوه اېجنسۍ او شپږ اېف ارز یا نیمې قبایلي علاقې دي. په قبایلي سيمه فاټا کې د میلینو خلقو سره لکه د نور پاکستان په رنگه بنیادي انساني حقونه نشته دی.

هلته د فيرنگي د وخت د تور قانون ایف سي آر د لاندې د تمامو فیصلو واک تر ېوې پېړۍ راهسي د یو سرکاري افسر پوليټیکل ایجنټ په لاسو کې دی. د پوليټيکل د کومې فیصلې په ضد چاته د اپيل کولو حق نشته دی.

د فاټا اولس څه غواړي؟

د فاټا د اولس غوښتنه ده چې د1901 تور قانون دې سملاسي ختم کړې شي، هلته دې د پاکستان ائين وغځول شي او فاټا دې د خېبر پښتونخوا صوبې سره یو ځای کړی شي.

د فاټا څخه د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي گل، شهاب الدين خان، غالب وزير، ساجد خان طوري او نورو په خپلو بیلو بیلو مرکو کې ډیوه ته ويلي دي چې فاټا دې د پښتونخوا صوبې سره یو ځای کړی شي.

د قامي اسمبلۍ یو بل غړي جي جي جمال د حکومت لخوا په لسو ورځو کې د اصلاحاتو د عملي کولو هر کلی کړی دی او وايي حکومت دې هغه خبرې زر تر زره عملي کړي چې دفاټا د خلقو ورباندې اتفاق دی.

په فاټا کې د ايني اصلاحاتو لپاره د پخواني وزیراعظم نوازشریف مشير سرتاج عزيز په مشرۍ کې کميټۍ خپل سفارشونو کې حکومت ته وړاندېز کړي ؤ چې فاټا دې د پښتونخوا صوبې سره یو ځای کړی شي.

سرتاج عزيز په یوه مرکه کې ډیوه ته ويلي وو په فاټا کې به ورته خلقو اوازونه کول چې "گو ایف سي آر گو"

د حکومتي گوند مسلم ليگ نون څخه علاوه، پيپلز گوند، عوامي نیشنل پارټۍ، تحريک انصاف، جماعت اسلامي، قامي وطن پارټۍ، او فاټا سياسي اتحاد د ايني اصلاحاتو تجویزونه منلي دي.

دوه گوندونه پښتونخوا ملي گوند او دجمعیت علما اسلام مشران وايي په فاټا کې د څه قسمه ايني بدلون څخه د مخه هلته په یو رېفرنډم کې داولس رای اخستل پکار دي

د فاټا اوسنی حالت

په فاټا کې د میلینو خلقو سره لکه د نور پاکستان په رنگه بنیادي انساني حقونه نشته دی. په فاټا کې نه خو د پاکستان د جوړېدلو را په دېخوا یوه یونیورسټي جوړه کړې شوې ده او نه کوم غټ هسپتال، سړک جوړ شوی دی.

هلته نه خو د پېښور، اسلام اباد او کراچۍ په طرز کوم کاروباري مرکزونه شته دی او نه لکه د پاکستان د پرمختگ تلي او خوشحاله ښارونو لاهور او سیالکوټ په رنگه د جديدې بینکارۍ نظام شته .

د فاټا اولس ته لکه د گلگت بلتستان او پاکستان دواک لاندې کشمیر د خلقو په رنگه د صوبايي اسمبلیو یا شوراگانو کې د ووټ په لاره د نمایندگانو ټاکلو اختیار هم نه دی ورکړی شوی.‎

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG