لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په فاټا کې په کال ٢٠١٧ م کې د تشدد په پېښو کې اضافه شوي وه


 څېړنيز مرکز (فاټا ريسرچ سنټر) داعش په يو داسې وخت کې د پاکستان لپاره يو خطر ګڼلی چې د هېواد پوځي او ملکي مشران په هېواد کې د داعش له منظم وجوده انکار کوي
څېړنيز مرکز (فاټا ريسرچ سنټر) داعش په يو داسې وخت کې د پاکستان لپاره يو خطر ګڼلی چې د هېواد پوځي او ملکي مشران په هېواد کې د داعش له منظم وجوده انکار کوي

پاکستان کې يوې غيرسرکاري څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې په ٢٠١٧م کال کې په قبايلي سيمو کې د تشدد په پېښو کې تر ٥٠٠ زیات کسان وژل شوي دي.

څېړنیز رپوټ ترهګره ډله داعش په سږ کال کې د فاټا او پاکستان لپاره ستر ګواښ بللی.

د فاټا څېړنیز مرکز له خوا د هېواد په قبايلي سيمو کې د تشدد په هکله تازه رپورټ کې وايي چې په ۲۰۱۷م کال کې هلته د تشدد په ٣٢٤ پېښو کې ټول ٥٣٩ کسان وژل شوي دي.

رپوټ وایي چې د تشدد په پېښو کې تر ټولو زيات عام خلک په نخښه کړل شوي دي او د ٢٠١٦م کال په مقابل کې په ٢٠١٧م کال کې د عامو خلکو په مرګ ژوبله کې ٣٧ فيصده زیاتوالی راغلی.

د دې ادارې څېړونکی عرفان الدين وي.او.اې ډيوه ته وویل چې د تېرو کلونو په نسبت په ٢٠١٧م کال کې په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ او تشدد په پېښو کې ١٦ فيصده زیاتوالی راغلی.

هغه وویل په ٢٠١٧م کال کې په قبایلي سیمو کې د تشدد په ۳۲۴ پېښو کې ۱۵۳ د ترهګرۍ پيښې شوي او ۱۷۱ د ترهګرۍ ضد پېښې شوي دي.

رپورټ مخکې وايي چې په ٢٠١٧م کال کې عامو وګړو ته په اوښتې مرګ ژوبله کې تر ټولو کورمه ايجنسۍ زياته ځپل شوې ده چې ١٣٨عام کسان پکې وژل شوي دي. دغه رنګ د تشدد په لحاظ باجوړ ايجنسۍ پر دويم نمبر ګڼل شوې ده، چې وایي هلته د ترهګرۍ په ١٨ پيښو کې ١٦ کسان وژل شوي دي.

دغه رپورټ په روان ۲۰۱۸م کال کې داعش تر ټولو ستر ګواښ يا خطر ګڼي او وایي چې تېر کال لاقانونه ډلو تحريک طالبان پاکستان، داعش خراسان، مسعود طالبان، حقاني ډله، لشکر جنګوي العالمي او ټي ټي پي جماعت الحرار د سيمې د ناارامۍ تر ګردو څرګند کردارونه وو. رپورټ وایي اوس داعش ډله له دغو ډلو سره خپلې اړيکې هم زياتوي او د دې په اساس ګڼي چې داعش به سږ کال د قبایلي سیمو او پاکستان لپاره يو نوی او ستر ګواښ وي.

څېړنيز مرکز (فاټا ريسرچ سنټر) داعش په يو داسې وخت کې د پاکستان لپاره يو خطر ګڼلی، چې د هېواد پوځي او ملکي مشران په هېواد کې د داعش له منظم وجوده انکار کوي، خو په ملک کې د ترهګرۍ د وروستيو پېښو پړه د داعش له خوا پر غاړه اخیستل دا ښیي، چې دغه ډله په پاکستان کې فعاله وجود لري.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG