لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جون په ۲۴ به دا پرېکړه وشي چې ایا پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په نوملړ کې شامل شي او که نه؟


د فایننشل اکشن ټسک فورس غونډه د جون په ۲۴ او ۲۹ نېټه په فرانسه کې جوړېږي.

په دغه غونډه کې به پاکستان د خپل اکشن پلان له لیارې فایننشل اکشن ټسک فورس د هېواد دننه په نا قانونه ډول د پیسو د انتقال او د ترهګرو د مالي مرستو د مخنیوي په اړه جوړې کړې تګلارې باندې قانع کوي.

پاکستان به په دغه غونډه کې دا هڅه هم کوي چې، په نا قانونه توګه د چمن او تورخم په پولو د کرنسۍ د حرکت د مخنیوي لپاره څه ګامونه اخلي او یا یې اخیستي دي.

پاکستان به دا سپیناوی هم کوي چې، هېواد د پیسو په غیر قانوني توګه په انتقال کې ککړو باندې څومره مقدمې جوړې کړیدي او ورسره به دا هم په ډاګه کوي چې د ترهګر سازمانونو په اړه یې د ملګروملتونو په قراردادونو تر کومه عمل کړی دی.

فایننشل اکشن ټسک فورس یوه نړیواله اداره ده چې په هغو هېوادونو باندې نظر ساتي، کوم چې له ترهګرو سره مالي مرستې کوي.

ایا پاکستان به فایننشل اکشن ټسک فورس د مني لانډرینګ او د ترهګرو ډلو پرضد پورته کړو ګامونو باندې مطمین کړای شي او هغه کوم خنډان دي چې پاکستان ددغې نړیوالې ادارې په غوښتنو د عمل کولو نه منع کوي.

په دې هکله د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې دې نیوز د اقتصادي چارو خبریال مهتاب حیدر وايي، پاکستان په وروستیو کې د پیسو په غیر قانوني ډول د انتقال د مخنیوي، او د ټکسونو د پټولو په معامله ځینې داسې قانونونه جوړ کړیدي چې فایننشل اکشن ټسک فورس به مطمین کړي.

٫٫ پاکستان چې د فایننشل اکشن ټسک فورس په غوښتنه کوم قانون جوړ کړی د هغې له لیارې به وکړای شي چې دغه نړیواله اداره قانع کړي او د ملګرملتونو لخوا د ترهګر ګرځول شویو ډلو پرضد د ګامونو پورته کول هغه انتظامي زموارۍ دي چې کار پرې روان دی او اوس به دا کتل وي چې پاکستان هغه قانوني او انتظامي خلا تر کومه حده ډکه کړې کومه چې فایننشل اکشن ټسک فورس په خپله تېره غونډه کې په ګوته کړې وه.٬٬

رسنۍ وايي، پاکستان به د جون په ۲۴ او ۲۹ نېټه فرانسه کې کېدونکې د فایننشل اکشن ټسک فورس په غونډه کې د مني لنډرینګ او د ترهګرو د مالي مرستو د مخنیوي په اړه خپل اکشن پلان وړاندې کوي او د خزانې لنډ مهاله وفاقي وزیر شمشاد اختر د هېواد اړوندو ادارو ته امر کړی چې ددغه مجوزه اکشن پلان ارزونه وکړي.

داسې وېره څرګندیږي چې که د فایننشل اکشن ټسک فورس لخوا د پاکستان دغه کاري پلان رد کړای شو نو پاکستان به د ترهګرو د مالي مرسته کونکو هېوادونو په تور لست کې شامل کړای شي.

د ډان د ورځپاڼې وتلی خبریال او د اقتصادي چارو څېړونکي مبارک زېب وايي، په ښکاره داسې کوم خنډان نه ښکاري چې پاکستان یې د فایننشل اکشن ټسک فورس په غوښتنو د عمل کولو نه منع کړي وي او په نا قانونه توګه د پیسو د انتقال په برخه کې چې پاکستان کوم قانون جوړ کړی هغه په جنوبي اسیا کې تر ټولو اغیزناک قانون دی.

٫٫ له اخترونو مخکې په اخبارونو کې اعلانونه هم چاپ کیږي او په تلویزیونونو او راډیوګانو داسې پیغامونه هم خپرېږي چې پکې له خلکو غوښتل کیږې چې د خپلې قربانۍ پوستکي دې داسې ادارو ته نه ورکول کیږي چې په پایله کې ترهګرو ته ورسېږي. نو د اعلانونو په بڼه خو مخې ته راځي خو د پخوا په څېر په منظمه توګه نه کیږي.٬٬

ښاغلی مهتاب حیدر وايي، داسې کومه ستونزه نه ویني چې پاکستان یې د فاینشل اکشن ټسک فورس په غوښتنو د عمل کولو نه ژغورلی وي.

٫٫ هغه ناقانونه ډلې چې د ملګروملتونو په قراردادونو کې ترهګر ګرځول شویدي د هغوی پرضد د ګامونو د پورته کولو په اړه د پاکستان سیاسي او پوځي قیادت یو ډول دریځ لري او نه ګڼي چې په دې کې به پاکستان له کومو ستونزو سره مخ شي.٬٬

څېړونکي وايي، که پاکستان د فایننشل اکشن ټسک فورس لخوا په تور لست کې شامل کړای شو نو دا به په راتلونکې موده کې هېواد د نړیوال مالیاتي بېنک له اړخه د قرضې په اصولو کې له ستونزو سره مخ شي او نړیوال پانګه اچونکي به دلته په خپلې پانګونه کې لیواله پاتې نشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG