د پاکستان قبایلي سيمو کې د فرنگي د وخت تور قانون ایف سي آر باندې که څه هم نیوکې زیاتیږي او قبایلي اولس یې په ضد راپاسیدلی ّی خو داسې پښتانه هم شته چې په یوایشتمه پیړۍ کې د تور قانون نه د ځان خلاصولو بهانې لټوي - د فاټا پارلیماني غړي، وکیلان او طالبعلمان اواز پورته کوي چې د نور پاکستان په رنگه د فاټا په میلینونو خلقو ته هم د اپيل، وکيل او دليل حق ورکول غواړي -
د ډیره اسماعيل خان صادق شیراني واېي که ایف سي آر ختم شو نو دقبایلو ښځې به بیا نارينه بیوټي پارلرو ته ځي خو د قبایلي سیمې مومندو د یو سپين گیری قبایلي مشر رسول خان حاجي وینا د شیرني نه بیخي بدله ده دغه خبري د ډیوه ریډیو په پروگرام کې هغه وخت وشوې چې کوربه رحمان بونیري په پالیمان کې د فاټا لپاره د ایني اصلاحاتو په سر د حکومتي او اولسي نمایندگانونه پوښتنې کولی-
د رسول خان او د صادق شیراني خبری په دغه لينک واورئ-