په داسې حال کې چې مرکچیان د اسرایل او د حماس جنګ د ختمولو دپاره مذاکرات د بیا شروع کولو تیاری کوي، په غزه او وېسټ بېنک کې جګړې دوام لرلو.
د امریکې، قطر او مصر مرکچیان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د مذاکراتو نوي دوره شروع کوونکي دي.
بلخوا، د امریکې صدر جوبایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د اسرایل او حماس ترمنځ د ډزبندۍ معاهدې په اړه نه دی ناامیده.
د ډز بندۍ دپاره دپاره خبرې اترې د بیا شروع کولو تیاری په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختیځ کې په تاوتریخوالي کې اضافه شوې ده. ایران او د ایران اتحادیانو په بېروت کې د حزب الله ډلې د یو مشر او په تهران کې د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په سر اسرایل نه د بدل اخیستلو دړکې کړې دي.
اسرایل د بېروت برید منلی خو د تهران د برید په اړه يې څه نه دي ویلي خو داسې ګڼل کېږي چې په اسماعیل هنیه حمله هم اسرایل کړې ده.
د اسرایل دفاعي ځواکونو وویل د په غزه کې په تازه عملیاتو کې يې د حماس ۴۰ تنصیبات تباه کړي، وسله وال یې وژلي او په لویه پېمانه کې يې وسله، ګوله بارود، لاسي بمونه او نور چاودېدونکي مواد موندلي دي.
فلسطیني د صحت چارواکي وویل په غزه کې د اسرایل په حملو کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پینځو ماشومانو او د دوی د مور او پلار په شمول لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل شوو.
سرچینو وویل د اسرایل په فضايي حملو د مقبوضه وېسټ بېنک په شمال کې پینځه فلسطينیان ووژل شوو. اسرایلي پوځ وویول په تمون نومې کلي کې يې په ګڼ شمېر مسلح ترهګرو حملې وکړې.
تمون په طوباس سېمه کې دي او د سیمې ګورنر احمد سعد ای اېف پي خبري ادارې ته وویل په تمون کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي.
فلسطیني خبري ادارې وفا وویل په اسرایلي پوځیان په طوباس کې یو کور ته ور ننوتل یو یو ځوان چې پټ شوی و په ډزو يې ووژلو.
صدر بایډن وویل د ډز بندۍ د معاهدې په نتیجه کې به په منځني ختیځ کې په پراخه کچه د شخړې مخه ونیول شي.
د ایران د دړکو نه علاوه په دې اړه هم تشویش موجود دی چې رپورټونه وايي اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د ډز بندۍ مجوزه معاهدې سره نورې مطالبې اضافه کړې دي خو د هغه دفتر د نهې، سه شنبې، په ورځ دغه رپورټونه رد کړل او ویې وېل نېټن یاهو څه نوي شرطونه نه دي متعارف کړي بلکې د مجوزه معاهدې د عملي کېدو دپاره يې بنیادي وضحاتونه وړاندې کړي دي.
نېټن یاهو ویلي هغه به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مذاکراتو ته پلاوی لېږي خو دا نه ده واضحه چې ایا حماس به په خبرو کې شرکت کوي او که نا؟
د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جان کربي خبرداری کړی چې اسرایل او د اسرایل اتحادیان دې د ایران د حملو لړۍ ته تیار وي چې په احتمالي توګه دا هفته کېدلی شي.
د ایران د احتمالي حملې په اړه صدر بایډن وویل "مونږ به ګوروو چې ایران څه کوي او مونږ به ګوروو چې که ایران حمله وشي نو څه به کېږي."
د تېر کال په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال ونیول. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جګړه شروع کړې او د فلسطیني سیمې د صحت چارواکي وايي د اسرایل په پوځي عملیاتو کې قریباً ۴۰۰۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.
Forum