لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کراچۍ پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد مقدمه درج کړې


د کراچۍ پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د مشرانو پرضد مقدمه درج کړې چې په شپږم دسمبر يې د کراچۍ په جلسه کې د ریاستي ادارو، پوځ او پوليس او رېنجرز ځواک پرضد د سپکاوي، د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې ده.

د کراچۍ د ختيځې ضلعې د پوليس مشر [اېس اېس پي] ساجد سدوزۍ وي او ای ډیوه سره د مقدمې رپورټ شريک کړی چې پکې ویل شوي په شپږم دسمبر د پي ټي اېم مشرانو نورالله ترين او محمد شېر محسود د کراچۍ د الاصف سکواير شاته په مېدان کې د پي ټي اېم جلسه راجوړه کړې او د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او نورو ورته وېناګانې کړي دي.

د يادې مقدمې په رپورټ چې د اووم دسمبر نېټه درج ده د کراچۍ د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج کړی شوې، پکې زياته کړی شوې چې د 1800 يا 2000 پورې کسان راټول شوي، د پي ټي اېم علي وزیر (اېم اېن ای)، محمد الله محسود، نورالله ترين، ملک مجيد کاکړ، صالح جان، ګيلمن پشتون، ملا بهرام خان، ثنا اعجاز، عبدالله ننګيال، محسن داوړ (اېم اېن ای) محمد شېر خان محسود، قاضي طاهر، او منظور پشتين په پښتو او اردو ژبو کې وېناګانې کړي دي.

ویل شوي د جلسې ګډون والو ته وېنا کوونکو د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې ده، ځکه د دوی پرضد د تعزيرات پاکستان د مادو 34، 188، 505 –(2)، 153-A، 120-B لاندې مقدمه درج شوې ده.

وي او ای ډیوه د مقدمې د نورو جذياتو په اړه د اېس اېس پي ساجد سدوزۍ او د سهراب ګوټ پوليس تاڼې مشر رياض احمد بهټو سره د رابطې هڅه کړې خو هغوی ځواب نه دی کړی او نه يې د چا د نيولو په اړه څه ویلي دي.

او د کراچۍ د پي ټي اېم مشر نور الله ترين وایي دوی هم نن د مقدمې څخه خبر شوي خو په کراچۍ کې څوک نه دي نيول شوي او وي او ای ډيوه سره يې په خبرو کې د علي وزير په پېښور کې د نيولو تاييد وکړو.

هغه وويل​ "مونږ مقدمو ته ذهني تيار يُو، وړاندې هم په دوی مقدمې درج شوي په کراچۍ کې ګرفتاري نه ده شوې او که يې کوله دوی به په خپله ورشي او رضاکارانه ګرفتارۍ ته تيار دي".

د پي ټي اېم پرضد په درج کړی شوې مقدمه کې ويل شوي د جلسې دپاره يې اجازه هم نه وه اخستې او د کرونا وبا په اړه يې هم سرغړونه کړې ده.

خو نور الله ترين وايي دوی اجازه غوښتې او دعوه کوي بيا ورسره د استخباراتي ادارو چارواکو ليدلي او د جلسې کولو يې ورته ويلي ؤ.

د شورو/ چارشنبې په ورځ د پېښور پوليسو د علي وزير د ګرفتارۍ ويلي او د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي،

"د علي وزیر په پشاور کې د پولیس لخواه ګرفتاري د ریاست د جبر د پالیسۍ تسلسل دی، د خپلې خاورې د سوله ييز ژوند د پاره به زمونږ مبارزه دوام لري د دې ناوړی عمل خلاف به تحریک خپله تګلاره اعلان کوي".

پي ټي اېم له دې وړاند په کراچۍ کې د کال 2018م د مې په 13م او له دغې وروسته يې د کال 2019م په 20 جنورۍ جلسه کړې وه.

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي،

هغه ويلي ؤ ​"د اسلام اباد په دهرنا کې چې د دوی تر ټولو لومړۍ دهرنا وه د هغې دپاره د هند استخباراتي ادارې را دوی ته څومره پېسې ورکړې وې".

هغه تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي ؤ چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستې او د دغو تورونو ثبوت يې غوښتی ؤ.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين لاندې د خپلو حقونو دپاره مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG