لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیند د انقلابي شاعر اکاش انصاري د وژنې مقدمه کې د هغه رضاعي ځوي پولیسو نیولی اؤ عدالت ته یې وړاندې کړی

د سیندۍ ژبې د مشهور انقلابي شاعر اکاش انصاري د وژنې مقدمه پولیسو د هغه د رضاعي ځوي شاه لطیف پرضد درج کړې اؤ د ترهګرۍ ضد محکمې د نهې په ورځ هغه د څلورو ورځو په بدني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

تر دې وړاندې پولیسو ویلي وؤ چې انقلابي شاعر، لیکوال، سیاسي اؤ مدني فعال ډاکټر آکاش انصاري د شنبې- خالي د ورځې په سهار د حیدر اباد په هیپي هوم سیمه کې د هغه په کور لګېدلي اور کې سوځېدلی اؤ مړ شوی دی.

د انصاري رضاعي ځوي شاه لطیف، خبریالانو ته ویلي وؤ کله چې د سهار 8:30 بجې یې د لوګي بوی محسوس کړ، نو یې هڅه وکړه چې د پلار کوټه خلاصه کړي، خو دروازه له دننه قلف وه. د کوټې کیلي د موټر چلوونکي سره وه، او کله چې دروازه یې خلاصه کړه، اور لا زیات شوی و اؤ پلار یې پکې لولپه شوی ؤ.

وروسته بیا د ښاغلي انصاري د یو خپلوان په شکایت پولیسو د هغه د وژنې موقعه د هغه د رضاعي ځوي شاه لطیف په ضد د پاکستان پینل کوډ د 302، او 201 دفعو سربېره د ترهګرۍ د مخنیوي د دفعو په اساس درج کړه.

پولیسو له مقدمې درج کولو وروسته د هغه رضاعي ځوي شاه لیطیف نیولی اؤ ایکسپریس ټریبیون ورځپانې د حیدر اباد د پولیسو د مشر یا ایس ایس پي فرخ لنجار له خولې ویلي چې هغه د اکاش انصاري د وژلو اعتراف هم کړی دی.

د حېدرآباد د پولیسو یو بل مشر، ډاکټر فاروق علي ویلي چې انصاري پخوا په 2024 کې د خپل رضاعي زوی پر ضد د درغلۍ مقدمه درج کړې وه.

د نهې په ورځ پولیسو شاه لیطف په حیدر اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړی اؤ عدالت هغه د څلورو ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

ډاکټر اکاش انصاري څوک ؤ؟

ډاکټر آکاش انصاري په دسمبر کال ۱۹۵۶ کې د بدین ضلعې په یوه کلیواله سیمه کې زېږیدلی ؤ ، د هغه خپل نوم الله بخش ؤ اؤ قلمي نوم یې آکاش اېښی ؤ.

هغه د خپل کلي بدین څخه د منځنیو زده کړو وروسته په کال ۱۹۸۴ کې د لیاقت میډیکل کالج څخه د ایم بي بي ایس ډګري اخستې وه اؤ د طب په څانګه کې یې د یو ډاکټر په توګه خدمات ترسره کول.

د ډاکټر اکاش انصاري د شاعرۍ دوه کتابونه ’ادھورا ادھورا‘ اور ’کیسے رہوں جلا وطن‘ د سیندي ادب په مشهورو کتابونو کې شمیرل کیږي چې ژباړې یې په انګریزۍ اؤ نورو ژبو هم شوې دي.

هغه زیات شهرت پخپله مزاحمتي شاعرۍ ترلاسه کړی ؤ، مدام به یې د وخت د واکمنانو پر ضد مزاحمتي شاعري کوله اؤ حتی د ضیاء الحق په مارشلایي دوره کې یې هم خپلې مزاحتمي شاعرۍ ته دوام ورکړی ؤ.

ډاکټر اکاش انصاري پخپله مزاحمتي شاعرۍ کې د وطن په عدالتي اؤ د انصاف په نظام هم نیوکې کولې اؤ د هغه یو شمیر رومانوي سندرې اؤ غزلونه ګڼو هنرمندانو د موسیقۍ سره هم ویلي دي.

آکاش انصاري له سیاسي پلوه د رسول بخش پلیجو د عوامي تحریک سره تړلی و، او وروسته یې په 1990 لسیزه کې سیاست پرېښود. هغه د شاعرۍ ترڅنګ، د بدین په یوه ټولنیزه خیریه اداره کې هم کار کاوه.

Forum

XS
SM
MD
LG