لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وایرس: د لومړي امریکايي په شمول چین کې د مړو شمیره ۷۲۲ ته ورسیدله


د چین ووهان ښار نه خور شوي کرونا وایرس د لاسه د مړو شوو تنانو شمیره نن د خالي یا شنبې په ورځ د ۷۰۰ نه سېوا شوې او په بیجنګ کې د امریکا سفارت پخلی کړی په ووهان کې ژوند کونکی یو امریکايي هم ژوند د لاسه ورکړی.

د امریکايي سفارت تر مخه ۶۰ کلن امریکايي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ووهان کې مړ شوی. د یو بل خبر تر مخه په ووهان کې اوسیدونکی یو جاپانی هم مړی شوی. خو د دغې خبر لا پخلی نه دی شوی.

د کرونا وایرس د لاسه په چین کې د مړو شوو تنانو شمیره د خالي یا شنبې په ورځ ۷۲۲ ته رسیدلی او یواځې په چین کې ۳۴۵۴۶ کسانو ته وایرس لږیدلی.

د چین نه علاوه د نړۍ په ۲۳ هیوادونو کې د کرونا ۱۵۰ کیسونو پخلی شوی دی. د چین نه علاوه په فلپاېن او هانګ کانګ کې هم د کرونا د لاسه یو یو تن ژوند د لاسه ورکړی.

هم د خالي په ورځ د جاپان په ساحل د سیلګرو هغه سمندري بیړۍ کې په دریو نور کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی دی. په دغه سمندري کشتې کې ۳۷۰۰ مسافر سواره دي او دغه ټول خلک د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شوي دي.

په چین کې د کرونا وایرس د لاسه د مړو شوو او متاثره شوو تنانو شمیره په داسې مهال سېوا شوې چې د شنبې په ورځ امریکا ویلي د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره یې چین او نورو اغیزمندو هیوادونو ته د ۱۰۰ میلینه ډالرو د مرستو وړاندیز کړی.

د امریکا لخوا د مرستو دغه اعلان د امریکا د خارجه چارو سیکتر ماېک پمپیو تیره ورځ کړی. نوموړي ویلي ٫٫ دغه ژمنه او اعلان او ورسره د امریکا د شخصي څانګو یا برخو لخوا د سوونو میلینه ډالرو امداد ښايي چې په نړۍ کې د وبا مخه نیولو کې امریکا د مشرۍ رول ترسره کوي.٬٬

هم تیره ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د چین صدر شي جنګ پنګ ستایلی وو چې د کرونا وایرس مخنیوي لپاره یې ښه ګامونه پورته کړي.

په چین کې د هغه ډاکټر چا چې په لومړي ځل د دسمبر په میاشت کې د کرونا وایرس د خپرویدو خبره کړې وه. د هغه د مرګ وروسته په چین کې په حکومت سختې نیوکې روانې دي.

تیره ورځ (جمعه – فروري ۷مه) د چین صدر شی جن پنګ خپل امریکایي سیال ډانلډ ترمپ سره په ټیلي فون خبرو اترو کې د کرونا وایرس ختمولو په اړه دچین لخوا داخستل شوؤ ګامونو نه خبر کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG