لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په سېلابونو کې د مړیو شمېر تر 300 اوښتی، تر 1000 زیات کورونه تباه شوي


د افغانستان په شمالي ولایت بغلان او څو نورو ولایتونو کې له بارانونو وروسته ناڅاپي ګڼ سېلابونه راغلي چې د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوالې ادارې په وینا تر اوسه پورې پکې شاوخوا درې سوه کسان مړه شوي او سېلابونو تر 1000 زیات کورونه تباه کړي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې زورورو زلزلو، وچکالۍ او غربت ځپلی افغانستان یو ځل بیا د سېلابونو په خونړیو منګولو کې ښکېل شوی او د دې هېواد زرګونه خلک یې نه یواځې له کورونو محروم کړي بلکې له سلګونو خلکو یې ژوند هم اخیستی دی.

د جمعې په ورځ په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې تر ګڼ باران وروسته سېلابونه راغلي خو تر ټولو زیات یې د بغلان څو سیمې زیانمنې کړې دي.

د بغلان یو اوسېدونکی ګل اغا د خپلو سترګو لیدلی حال وایي، "د ماسپښین یوه نیمه بجه وه، موږ د جمعې لمونځ کړی وو او خپلو کورونو ته روان وو چې ناڅاپه سېلاب راغی، دومره وخت نه وو چې خپلو کورونو ته ورسېږو، حیران وو چې کومې خواته لاړ شو. خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه واوښتل، سېلاب ډېر ماشومان، موټر او د خلکو نور مالونه وړي دي".

د طالبانو د دفاع وزارت وایي هوایي ځواکونو یې په بغلان کې د خلکو د ژغورلو کار پیل کړی او سېلاب ایسار کړي ګڼ شمېر یې را ایستلي دي او تر سلو زیات کسان یې روغتونونو ته رسولي‌ دي.

خو ګڼ شمېر خلک لا هم ورک دي او نن د بغلان په روغتون کې ګڼ شمېر خلک را غونډ شوي‌ وو چې په ژغورل شویو کسانو کې خپل خپلوان پیدا کړي.

د بغلان یو سېلاب ځپلی خدای نور وایي، د جمعې په ورځ "اول ډېر ګڼ باران وشو او بیا نیمه ګنټه وروسته سېلاب راغی، ډېر شیان یې یووړل، شپږ ماشومان، یوه ښځه، سراچه موټر، د کور قالینونه او نور د کور د ضرورت سامانونه یې یووړل".

د طالبانو حکومت له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره د شنبې- خالي په ورځ بیړنۍ غونډه کړې ده. دا غونډه د طالبانو د رئیس الوزراء یا وزیراعظم د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني‌برادر په مشرۍ شوې ده.

په غونډه کې د کورنیو چارو، اقتصاد، روغتیا او د پېښو په وخت د انتظام وزارت او سرې میاشتې مرستندویه ادارې کمېټۍ جوړې شوې او د ټاکل شویو کمېټیو غړو وزارتونو او ادارو ته لارښوونې کړې چې ژر تر ژره د پېښې ځای ته ورسیږي او د زيانمنو خلکو مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت وایي په سېلابونو کې تر اوسه د مړه شویو خلکو شمېر 85 دی خو د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوالې ادارې په وینا تر اوسه پورې شاوخوا درې سوه کسان مړه شوي او سېلابونو تر 1000 زیات کورونه تباه کړي دي.

د افغانستان دوو پخوانیو ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي، د ملي پخلاینې د پخوانۍ عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او له یو شمیر نورو سیاسي مشرانو سره سره ملګرو ملتونو او د افغانو ښځو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري له سېلاب ځپلیو کورنیو سره خواخوږي کړې ده.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات اې پي، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG