لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسيه به د نړیوال فټ بال په 2018م کې او قطر به 2022م کوربه توب کوي


روسيه به د نړیوال فټ بال په 2018م کې او قطر به 2022م کوربه توب کوي
روسيه به د نړیوال فټ بال په 2018م کې او قطر به 2022م کوربه توب کوي

د فټ بال نړيوال تنظيم فيفا د کال 2018م او 2022م دنړيوال کپ دلوبودپاره دکوربه هيوادونو اعلان کړى دى.
په حيرانونکي ډول د2018م دفټ بال دنړيوال کپ دکوربه توب اعزاز روس ته ورکړل شوى او د2022م دنړيوال کپ کوربه توب به قطر کوي.
دا به لمړى ځل وي چې دغه دواړه هيوادونه به دفټ بال دنړيوال کپ دمقابلو کوربه توب وکړي.
په زيورخ کې دفيفا دمرکزي دفتر دننه دتنظيم ددوه ورځنۍ غونډې په پايې کې دزيارت په ورځ ددغه تنظيم ايگزيکټيو کميټۍ دپټو رائيو ورکولو له لارې دنړيوال کپ دپاره ددواړو هيوادونو دکوربنو په توگه ټاکنه وکړه ، چې له دې وروستو دفيفا صدر سيپ بلاټر ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال دکوربه توب د وياړ گټونکوهيوادونونومونه اعلان کړل.
دفټ بال نړيوال کپ دلوبو دنړۍ تر ټولو مهمه او مشهوره مقابله گڼل کيږي او ددغو مقابلو دپاره دکوربه هيواد ټاکنه هم دلوبو دنړۍ تر ټولو ستره پريکړه گڼل کيږي.
دروس او قطر له لوري دفټ بال دنړيوالو کپونو دکوربه توب داعزاز گټل کيدو سره سم په دغه هيوادونو کې دخوشحالۍ جشنونه پيل شوي او اولس يې سړکونو ته دخوشحالۍ کولو دپاره راوتلى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG