دپاکستان تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې د قامي اسمبلۍ پخوانی اسپیکر اسد قیصر دغبن په یوه مقدمه کې قانون پځای کوونکو ادارو د جمعې په ورځ اسلام اباد کې له خپل کوره نیولی دی.
تحریک انصاف ګوند ملک کې د انتخاباتو د نېټې اعلانېدو سره سم د اسد قیصر نیول غندلي اؤ ویلي یې دي چې ښاغلی قیصر د پي ټي آی د سیاسي کمیټې مشر دی اؤ دداسې عملونو مقصد انتخاباتو نه د پي ټي آی د لرې ساتلو هڅې دي.
خو د ملک نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ بیا وایي چې دا وخت نه خو هیواد کې کوم سیاسي ګوند باندې بندیز لګیدلی دی اؤ نه هم کوم ګوند غیر قانوني ګرځول شوی دی اؤ د انتخاباتو نه وړاندې د میدان دهواري خبرې عبث دي.
د قامي اسمبلۍ دپخواني اسپیکر اسد قیصر ورور عاقب الله خان د جمعې په ورځ په ایکس( پخواني ټویټر) خپل یو ویډیو بیان کې ویلي دي چې په اسلام اباد کې پولیس اؤ په ساده جامو کې سرکاري مامورین د اسد قیصر په نیولو پسې دهغه کور ته ورغلي دي اؤ نوموړی یې نیولی اؤ دځان سره بوتللی دی.
پاکستاني مطبوعات وایي په اسد قیصر د اینټي کرپشن محکمه کې د صوابۍ د ګجو خان میډیکل کالج لپاره اخستل شوؤ سازمانونو کې دغبن مقدمه درج ده.
په اسد قیصر دغه مقدمه کې تور لګول شوی چې د ګجو خان میډیکل لپاره کوم سامانونه اخستل شوي اسد قیصر اؤ څلورو نورو کسانو په هغې کې غبن کړی دی.
مقدمه کې د اسد قیصر په ګډون په پينځوؤ کسانو قامي خزانې ته د 1 کروړ،64 لکو اؤ 56 زره روپو د زیان رسولو تور لګول شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي ویاند شعیب شاهین د اسد قیصر په نیول کېدو خپل غبرګون کې ویلي دا هر څه انتخاباتو نه وړاندې د تحریک انصاف ګوند د چقولو په خاطر کیږي.
د ټي وي یو پروګرام کې د خبرو په مهال ښاغلي شاهین ویلي اسد قیصر دپاکستان تحریک انصاف ګوند د سیاسي کمیټې مشر دی اؤ هغه وروسته له هغې نیول شوی چې ملک کې د انتخاباتو لپاره نېټه اعلان کړل شوه.
دا مهال د تحریک انصاف ګوند د چیرمین اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان په شمول ددغه ګوند ګڼ شمیر مشران یا خو د بیلابیلو تورونو په اساس نیول شوي اؤ زندانونو ته اچول شوي دي اؤ یا هم دغه مشران د ګرفتاریدو له وېرې پټ ګرځي.
تحریک انصاف ګوند دعوه لري چې ولس کې ورته تر ټولو زیات مقبولیت ترلاسه دی اؤ هیڅوک یې په انتخاباتو کې مقابله نه شي کولی نو ځکه اقتدار نه ددې ګوند د بهر ساتلو په غرض د ګوند مشران نیول کیږي.
خو د جمعې په ورځ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د ټي وي په یوه مرکه کې دا تاثر بې ځایه بللی دی چې ګنې ملک کې د اقتدار لپاره د وړاندې نه کوم خاص ګوند ته له اوسه ځېنې میدان هوارول کیږي.
ښاغلي کاکړ وویل دا مهال نه خو د ملک دننه په کوم ګوند بندیز شته اؤ نه کوم ګوند غېرقانوني ګرځول شوی دی.
هغه وویل انتخابات کول د الیکشن کمیشن کار دی اؤ نګران حکومت یوازې د ایین مطابق خپلې ذمه وارۍ سرته رسوي.
Forum