لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهټو د وژل کېدو 14 کاله وشوو


د کال 2007 د ديسمبر په دویمه نېټه بېنظیبر بهټو په چارسده کې د ای اېن پې مشرې بېګم نسیم ولي خان سره لیدلي وو

د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه بېنظیر بهټو د کال 2007 د دسمبر په 27 نېټه د راولپنډۍ ښار په لیاقت باغ کې د یوې جلسې د ختمیدو وروسته په ځانمرګي او د ډزو په حمله کې وژل شوه.

د بېنظیر د قتل تحقیقات د پاکستان حکومت ترڅنګ د برطانيي سکاټ لینډ یارډ په شان تحقیقاتي ادارې هم کړي خو څوارلس کاله د تېرېدو نه پس هم څېړوونکی وايي دا نه ده معلومه چې د بېنظیر په وژلو کې څوک ککړ وو او د چا په وېنا هغه ووژل شوه؟

د هغه وخت د پاکستان صدر او پوځي مشر پرویز مشرف د بېنظیر د قتل تور د پاکستاني طالبانو په پخواني مشر بیت الله محسود لګولی و خو بیت الله محسود ددې تردید کړې وو.

قانون نافد کوونکو ادارو د بېنظیر د قتل په تور څلور تنان هم نیولې وو خو تراوسه په هغوي جرم نه دی ثابت شوی او د بې نظیر بهټو د وژنې قضیه اوس هم په لاهور هايي کورټ کې لا دوام لري او څه فېصله یې نه ده شوي.

کال 2007 د ترهګرۍ په دغه پېښې کې د بېنظیر بهټو ترڅنګ شل نور کسان هم و‌‌ژل شوې وو اؤ وړاندې نه جدول شوې انتخابات هم دې وژنې نه پس د څه مودې د پاره ځنډول شوې وو.

څوارلس کاله د تېرېدو نه پس هم د بېنظیر قاتلان معلوم نه شول اؤ په دې څوارلس کالو کې خپله د بېنظیر بهټو د پاکستان پیپلز ګوند حکومت هم تېر شوی دی.

قانون پوهه علي احمد کرد وي او ای ډیوه ته وایي لکه د نورو ملکونو په شان په پاکستان کې هم د سیاسي مشرانو د وژل کېدو پېښې شوي دي چې پکې د پاکستان د وړمبی وزیراعظم لیاقت علي خان قتل شامل دی. ښاغلي کرد د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي‌ بهټو د تېزندي کېدو ذکر هم وکړو.

علي احمد کرد وویل چې د بېنظیر بهټو د وژل کېدو وروسته د پېښې ځای ومینځل شو. هغه وویل دا ګام ثبوتونو د ختمولو دپاره اخیستل شوی و.

د خیبر پښتونخوا پولیسو پخوانې مشر احسان غني وایې د بېنظیر بهټو په شان قتل یواځې په پاکستان کې نه په نورو هیوادونو کې هم شوي دي اؤ د دې مثال دوي د امریکې صدر جان ایف کینډې د وژنې ورکوي چې په کال نونسسوه درې شپیته کې ووژل شو خو تراوسه معلومه نه شوه چې په قتل کې یې څوک ککړ وو؟

احسان غني هم وایې د دوي د معلوماتو ترمخه پولیسو ته پوځ ویلي وو چې بېنظیر بهټو چې کوم ځای کې وژل شوې وه هغه دې سمدستې وومینځي.

احسان غني په دې هم تنقید کوي چې د بېنظیر بهټو د وژنې نه پس چې کومه کمیټي د تحقیقاتو د پاره جوړ کړی شوه مشر یې د پوځ یو بریګيدیر وګمارل شو او د احسان غني په قول د یو پوځي کار جنګ کول وي هغه به تحقیقات څنګه کوي؟

د پاکستان وړمبی وزیراعظم لیاقت علي‌خان په کال 1951 کې هم د روالپنډۍ په لیاقت باغ کې ووژل شو.

وروسته په کال 1968 کې د خیبر پښتونخوا پخواني وزیرډاکټر خان صیب د وژنې نه پس پاکستان کې ېو شمیر سیاست مداران وژل شوې دي چې پکښې چوهدري ظهور الهي، جنرل فضل الحق، مولانا طارق اعظم،بشر احمد بلور، هارون بلور، صدیق خان کانجو، غلام حیدر واین، اسفندیار زیب اؤ د بېنظیر مشر ورور مرتضې بهټو پشمول یو شمیر نور سیاست مداران هم شامل دي.

دغه شام په پرویز مشرف، اسفندیار ولي‌خان، آفتاب شیرپاو، امیر مقام، مولانا فضل الرحمان هم بریدونه شوې دي خو دوي پکې محفوظه پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG