لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سپریم کورټ په پخواني مشر الزام پورې شوی چې نوازشریف ته یې د انتخاباتو نه مخکې د ضمانت مخالفت کړی و


نواز شريف او مريم نواز
نواز شريف او مريم نواز

د ګلګت بلتستان پخواني مشر قاضي رانا محمد شمیم ویلی د پاکستان سپریم کورټ پخواني مشر قاضي ثاقب نثار زېلي عدالتونو ته امر کړی و چې د کال 2018 د انتخاباتو نه وړاندې دې پخوانی وزیراعظم نواز شریف او دهغه لور مریم نواز دې په ضمانت د زندان نه ازاده نکړي.

نواز شریف او مریم نواز دغه وخت د احتساب په یوه مقدمه په قید کې وو.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه رانا محمد شمیم ورته د خپل خبرې تصدیق کړی او د سپریم کورټ پخواني مشر ثاقب نثار هم د اردو څانګې ته ویلي د ښاغلي شمیم دعوه د حقیقت سره تعلق نه لري.

رانا محمد شمیم

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه رانا شمیم ویلي د ثاقب نثار په اړه د هغه بیان په سر ورته د اسلام اباد هايي کورټ د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښ کېدو امر کړی دی. اسلام اباد هايي کورټ صحافي انصار عباسي، عامر غوري او د جنګ، دي نیوز او جیو ټي وي مالک مېرشکیل الرحمان هم طلب کړی دی.

ثاقب نثار
ثاقب نثار

د ثاقب نثار په اړه د راناشمیم د خبرو لومړی خبر د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې شایع کړی و او ویلي یې وو چې راناشمیم دغه خبرې په یو حلفیه بیان کې کړي دي.

د وایس اف امریکا اردو څانګې سره خبرو کې رانا محمد شمیم په خپل حلفیه بیان کې د ذکر شوي مبینه واقعې په اړه وویل جسټس ثاقب نثار د 27 کسانو ترڅنګ ګلګت بلتستان ته ورغلی وو چې پکې د هغه نژدې عزیزان او دوه کاروباري تنان شامل وو.

رانا محمد شمیم وویل یوه ورځ په باغ کې ناست وو چې د ښاغلي شمیم په قول جسټس ثاقب نثار لومړی د سپریم کورټ رجسټرار او بیا یې یو جج ته په ټېلې فون وویل پکار نه ده چې نواز شریف او مریم نواز د 2018 د انتخاباتو نه مخکې د قید نه بهر را ووځي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه په خپل حلفیه بیان کې رانا محمد شمیم وویل کله چې ثاقت نثار په ټیلې فون د بل اړخ نه د تسلۍ وړ ځواب ترلاسه کړو نو د چایو بله پایله یې وغوښتله.

د وي او ای د اردو څانګې ترمخه د رانا محمد شمیم نه پوښتنه وشوه چی ایا هغه د ثاقب نثار نه پوښتنه کړې وه چې هغه داسې ولې کوي نو د رانا محمد شمیم په قول ثاقب نثار وویل ته (رانا محمد شمیم) داسې وګڼه چې تا هېڅ نه دي اورېدلي.

د کال 2018 د جولای په 25 نېټه شویو انتخاباتو کې د عمران خان تحریک انصاف پارټۍ په پارلېمنټ کې اکثر سیټونه وګټل‌ او عمران خان وزیراعظم منتخب شو.

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه رانا شمیم وویل چې د وفات کېدو نه یوه میاشت مخکې ورته مېرمن د ثاقب نثار د واقعې په اړه ویلي وو چې د "ستا" (رانا شمیم) په مخکې دا زیاتی شوی دی. رانا شمیم وویل هغه اوس د خپل ضمیر نه بار کوزول غواړي.

رانا شمیم وویل هېڅ لالچ نه لري، عدالت ته هم تللی شي او حقیقت به وايي.

د ثاقب نثار دریځ

د وي او ای د اردو څانګې ترمخه د سپریم کورټ پخواني مشر جج د څانګې سره خبرو کې د رانا محمد شمیم څرګدونې رد کړې او ویې وېل چې دې د حقییقت سره هیح تعلق نشته.

ثاقب نثار وویل "د چا په مقصد خو ځان نشم خبرولی، زه بې وقوف نه یم" او دا رنګ خبرې یې چېرته د عدالت په بنده کوټه کې نه دي کړي نو د نورو په مخکې به یې څنګه کوي.

ثاقب نثار زیاته کړه چې رانا شمیم یا خو چاته ته د ګټه رسولو دپاره دغه بیان ورکی او یې څه عهده پکار ده او د دې دپاره تیار کوي. ثاقب نثار وویل راناشمیم ګڼي چې د هغه په ځینو کېسونو د ثاقب نثار د منفي رای له امله حکومت هغه ته په ملازمت کې توسیع نه ده ورکړې.

رانا شمیم
رانا شمیم

د نوازشریف د ګوند دریځ

د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر اؤ پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د یو خبري کانفرنس په وخت غوښتنه وکړه چې د رانا شمیم د خبرې دې مکمل تحقیات وشي ځکه چې د هغه په قول دا د یو متخب وزیراعظم نه بلکې په انتخابي عمل د فشار آچولو معامله ده.

شاهد خاقان عباسي وایي که چېرې یو چیف جسټس دغه کار کړی وي نو بیا د انصاف طمع د چا نه ساتلی شي او دغه معامله دې پارلیمان کې را پورته کړی شي ځکه که چېرې ېو منتخب وزیراعظم ته سزا ورکړی کیږي نو یو جج ته ولې نا؟

شاهد خاقان عباسي وایي د یو قاضي حلف نامې نه اوس څرګند شول پاکستان کې غیر جمهوري طاقتونه په سیاست کې په ښکاره مداخلت کوي.

د څېړوونکو نظر

خاقان عباسي
خاقان عباسي

خبریال محمود جان بابر واي چې د غیر جمهوري طاقتونو په سیاست کې د مداخلت خبره وړاندې به دې سیاسي ګوندونو کولا خو چې اوس یو جج دا خبره کوي نو اولس به هم اوس د سیاسي ګوندونو په دغه دریځ باور اوکړي چې پاکستان کې غیرجمهوري طاقتوونه د خپلې خوښې حکومتونه جوړوي، اؤ حکومتونه ختموي.

مریم نواز هم په ښکاره ویلي وو چې د استخباراتي ادارې آي اېس آي پخواني مشر لیفټینټ جنرل فیض حمید به ددوي ګوند پرضد د عدالتونو استمال کولو اؤ قاضیانو کور ته به خپله تللو چې نواز شریف اؤ مریم نواز ته دې ضمانت ورنهکړي.

د حکومت دریځ

د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د ګلګت بلتستان پخواني مشر قاضي په بیان حیرانتیه څرګند کړې ده اؤ ویلي یې دي څنګه ېو مشر قاضي د بل قاضي په موجودګۍ کې د چا خلاف د دغه شان کارواې امر کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG