لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په دوه شوا روزو کې په هدفي پېښو کې څلور تنه وژل شوي


د ناامنۍ پرضد د شمالي وزیرستان د اتمانرو قامي جرګې احتجاجي پرلت دوام لري  چې پکې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنې کیږي او د حکومت سره یې د سیاسي ګوندونو په منځګړیتوب خبرې پېل کړي دي
د ناامنۍ پرضد د شمالي وزیرستان د اتمانرو قامي جرګې احتجاجي پرلت دوام لري  چې پکې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنې کیږي او د حکومت سره یې د سیاسي ګوندونو په منځګړیتوب خبرې پېل کړي دي

په شمالي وزیرستان کې په تيرو 48 ساعتونو کې په بېلابيلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي دي او د سيمې خلک وايي په علاقه کې يې د هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې ده. تازه پېښه په میرانشاه کې شوې او يو مزدور پکې وژل شوی دی.

د میرانشاه تاڼې چارواکي وایي دا پېښه پرون ماښام شوې چې پکې یو تن په ډزو وژل شوی دی.

د دوی په وینا د وژل شوي تن پېژندګلو نو شیروالله په نوم شوې چې د میر علي عیدک سیمې اوسیدونکی وو او په میرانشاه سیمه کې په موټر سایکل رکشه کې کباړ راغونډولو.

هغوی وویل کورنۍ په چا دعویداري نه ده کړې او پولیس ته يې ويلي چې د چا سره کومه شخصي دښمني نه لري او د نامالومه کسانو پرضد یې مفدمه درج کړې ده.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د وسله پرضد په کال 2014م کې ضرب عضب عملیات کړي چې په پایله کې يې پوځي چارواکو د وسله والو او د ناامنۍ نه پاکه وبلله.

د عملياتو ضرب عضب نه ورسته خلک په دوام داره توګه په سيمه کې د امن برقرار ساتلو غوښتنه کوي. د دوی په وینا تر ضرب عضب عملیاتو وروسته 530 ځایي کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د ناامنۍ پرضد د شمالي وزیرستان د اتمانرو قامي جرګې احتجاجي پرلت دوام لري چې پکې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنې کیږي او د حکومت سره یې د سیاسي ګوندونو په منځګړیتوب خبرې پېل کړي دي.

د اتمانزو جرګې مشر ډاکټر ګل علم وایي حکومت ته يې د 38 غوښتنو یوه اعلامیه وړاندې کړې چې پکې یو غوښتنه دا شوې چې حکومت به د هدفي پېښو مقدمه د نامالومه کسانو پرضد نه درج کوي او په فوري توګه به کسان مالوموي او قانوني چلند به ورسره کوي.

هغه وویل ټولې غوښتنې د امن سره تړلې دي او حکومت یې مني خو دوی ته وویل کیږي چې د وسله والو سره جرګې وکړي یا یې پرضد لښکر جوړ کړي یا بیا په علاقه کې د وسله والو د موجودیت امنیتي ځواکونو ته په ګوته کوي حکومت به يې پرضد کاروایي کوي.

ګل علم زياته کړه دا علاقې په صوبه کې شاملې کړل شوي او دا د امنیتي ادارو کار دی او که د امن دا غوښتنې نه منل کیږي دوی بیا د احتجاجونو لړۍ غځوي.

دا هدفي وژنې په داسې حال کې شوې چې د جمعې په ورځ (29م اکتوبر ) د پېښور کور کمانډر لیفټیننټ جنرل حسن اظهر حیات د شمالي وزیرستان سفر کړی وو او په اته کلن ضرب عضب عملیاتو د اطمینان څرګندونه کړې وه.

په شمالي وزیرستان کې د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایي پرله پسې ترسره کېدونکو هدفي وژنو د سیمې خلک دسختې ویرې سره مخ کړي دي.

وي او اې ډیوه په دې اړه د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان سره د رابطې هڅه کړې خو هغه وویل په غونډه کې دې بیا ځواب کوي خو تر دې مهال یې ځواب نه دی کړی.

د جولایۍ په میاشت کې د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي يوې خبري غونډې ته ویلي وو سږ کال تر دې دمه 63 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې زیاتره دا پېښې په میرعلي سب ډویژن کې شوي دي.

د علاقې پولیس او د پاکستان پوځ وایي هره پېښه د هدفي وژنو نه وي بلکې په سیمه کې زیاتره مهال خلک یو بل په شخصي دښمنیو کې سره ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي.

د جمعې په ورځ (29م اکتوبر ) د پېښور کور کمانډر لیفټیننټ جنرل حسن اظهر حیات د شمالي وزیرستان سفر کړی وو او په اته کلن ضرب عضب عملیاتو د اطمینان څرګندونه یې وکړه.

په شمالي وزیرستان کې د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایي پرله پسې ترسره کېدونکو هدفي وژنو د سیمې خلک دسختې ویرې سره مخ کړي.

وي او ای ډیوه په دې اړه د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان سره د رابطې هڅه کړې خو هغه وویل په غونډه کې دې بیا ځواب کوي خو تر دې مهال یې ځواب وه نه کړو.

د جولایۍ په میاشت کې د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي خبري غونډې ته ویلي وو سږ کال تر دې دمه 63 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې زیاتره دا پېښې په میرعلي سب ډویژن کې شوي دي.

د علاقې پولیس او د پاکستان پوځ وایي هره پیښه د هدفي وژنو نه وي بلکې په سیمه کې زیاتره مهال خلک یو بل په شخصي دښمنیو کې سره ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG