لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پیغمبر اسلام (ص) کارټون ته د الاظهر عبرگون


فرانس کې په جوماتونو او د یهودیانو په عبادتخانو امنیتي اقدامات سخت کړی شوي دي
فرانس کې په جوماتونو او د یهودیانو په عبادتخانو امنیتي اقدامات سخت کړی شوي دي

د فرانس شارلي ابډو مجلې خپل نوي اشاعت کې د پیغمبر اسلام (ص) خاکه بیا شائع کړې ده او مصر کې د سني اسلام تر ټولو لوې تعلیمي مرکز جامعه الاظهر د مجلې غندنه کړې ده او په مسلمانانو يي غږ کړی چې د نړۍ امن تباه کونکو نه د ځان لرې وساتي.

بلخوا یمن کې د القاعده څانگې د فرانس سرښار پیرس کې په شارلې ابډو نومې مجلې یوه هفته وړاندې د خونړۍ ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

د چارشنبې یا شورو په ورځ شارلي ابډو د نوي مجلي په مخ باندې د پیغمبر اسلام خاکه چاپ شوي ده. په عامه توگه د مجلې د عام چاپ شمیره ٦٠٠٠٠ وي خو د فرانس خبري ادارې ویلي مجله به د نوي شمیرې ٥٠ لکه جلدونه چاپ کوي.

د مجلي مدیر ویلي د مجلې د ورستی اشاعت به تر دواو هفتو پورې خرڅولی شي او په انټرنیټ به په انگریزۍ، سپینش، عربي او فرچ ژبو کې لوستل کیدی شي.

شارلي ابډو په سیاسي، مذهبي او نورو سنجیده موضوعاتو طنزیه کارټونونه یا خاکې جوړولو دپاره شهرت لري.

فرانسوي چارواکو او خپله شارلي ابډو د اسلام په هکله د خاکو شائع دفاع کړې وايي دا يي جمهوري او د بیان د زاداۍ حق دی.

تیره هفته دواو مسلمان رڼو شریف او سید کواچائي پیرس کې د شارلي ابډو په دفتر حمله وکړه او ١٢ کسان یي وژل. ورسته پولیس دواړه حمله کونکې هم ووژل.

حمله کونکې نعرې پورته کولې چې د پیغمبراسلام انتقام يي واخستو.

د شورو یا جارشنبې په ورځ یمن کې د القاعده یو مشر نصر الانسي په وډیو بیان کې په شارلي ابډو د حملې ذمه واري په غاړه واخیسته. د ټیوټر دلارې خوره شوي وډیو کې نصرالانسي په غرب د حملو دپاره د وسله والو په صفونو کې د اتحاد غوښتنه وکړه. هغه وویل حمله يي د پیغمبر (ص) انتقام دپاره کړې ده.

مصر کې د اسلامي نړۍ تر ټولو لوې تعلیمي ادارې جامعه الاظهر غږ کړی چې شارلي ابډو لخوا چاپ شوي خاکې دې نظر انداز کړی شي.

خپل یو بیان کې الاظهر ویلي د خاکو ردونه کوي. بیان وايي د پیغمبر اسلام عفو او انسانیت دومره لوړ دی چې د تهزیب او شائتگۍ نه خالي ورته هیڅ زرر نشې رسولی. الاظهر وویل مسلمانان هر هغه څه رد کړي چې د نړۍ امن ته ترې نقصان رسیدی شي.

ترکې پولیس د جمهوریت نومې ورځپاڼې شا او خوا حفاظتي اقدامات سخت کړې دي. ورځپاڼې په خپلو څلورو پاڼو د شارلی ابډو ځېنې خاکې او اداریي بیا شائع کړې دي.

په شارلي ابډو د حملې ورسته د پیرس د یهودیانو په یو دکان د یو مسلمان حمله کونکې په ډزو څلور کسان ووژل شوي وو. حمله کونکی احمدی کولیبالي پولیس ووژلو.

پیرس کې وژل شووی د څلورو واړو یهودیانو جنازې نن یروشلم کې ادا کړی شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG