د فرانس تنزیه مجلې چارلي هېبډو په ېبرس کې د پخواني دفتر سره نژدې په دوو کسانو د چاړه حمله کوونکي پاکستاني ظهیر حسن محمو سره د تعلق په لړ کې څلور نور پاکستانیان ګرفتار کړی شوي دي.
د سپټمبر په ۲۵ نېټه شوي د ظهیر حسن محمود په حمله کې دوه کسان زخمیان شوي وو. هغه د حملې وروسته ګرفتار شوی دی.
ای اېف پي خبري اداره د خبري رپورټونو له قوله وايي چې د سپټمبر د حملې په لړ کې څلور تازه ګرفتارۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ وشوې.
په نیول شویو کسانو کې په یو د ترهګرۍ په سازش کې د برخې اخیستلو الزام لګول شوی دی.
په څلورو واړو شک کېږي چې ورته نه یوازې دا معلومه وه چې ظهیرحسن محمود به حمله کوي بلکې د له پېریېزین نومې اخبار د رپورټ ترمخه په مبینه توګه یې د هغه حوصله افزايي هم کوله.
ای اېف پي وايي محمود ويلي هغه په چارلي هېبډو د حملې اراده وه ځکه چې مجلې د پېغمبر اسلام خاکې شایع کړې وې.
د څلورو پاکستانیانو د ګرفتارۍ نه دوه ورځې وړاندې د فرانس یو عدالت په کال ۲۰۱۵ کې د چارلي هېبډو په دفتر د حملې په لړ کې سزاګانې واورولې. په حمله کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ زخمیان شوي وو.
د عدالت د فېصلې نه وړاندې چارلې هېبډو دغه خاکې بیا شایع کړې وې چې له امله یې په یو شمېر اسلامي ملکونو کې مظاهرې وشوې.
د اکتوبر په میاشت کې د چیچنیا یو کډوال د پېرس سره نژدې د سکول د یو استاذ سر غوڅ کړو. ای اېف پي وايي وژل شوي استاذ شاګردانو ته د چارلي هېبډو خاکې ښودلې وې.