د فرانس تنزیه مجلي شارلي ایبډو هغه خاکه نگار چې د مجلې د سر پاڼې دپاره يي د پیغمبر اسلام خاکې جوړې کړې وې، وايي د کار د زیاتوالي او مجله کې د کارونکو د کمي په وجه کار پریښدي.
خاکه نگار رینالډ لوزئیر چې په پیشه ورانه توگه د لوز په نوم هم یادیږي د کار پریښودو خبره د فرانس لیبریشن (ازادي) ورځپاڼې د ته نهې یا سه شنبې په ورځ کړې ده.
سږ کال د جنورۍ په میاشت کې په شارلي ایبډو د وسله والو د حملې ورسته، لوز ویلي د نورو خاکه نگارانو د نیشت والي په وجه يي سر پاڼې دپاره گنې خاکې جوړې کړې دي.
د جنورۍ د میاشت په اوومه نیټه پیرس کې د مجلي په مرکزي دفتر د خونړۍ حملې ورسته هم لوز مجلي د وړمبي مخ دپاره خاکې تیارې کړې وې. دوه سخت دریزه مسلمانانو وسله والو د مجلې په دفتر یرغل وکړو او ١٢ کسان يي په ډزو ووژل چې پکې خاکه نگاران او د عملې نور غړي شامل وو.
د حملې ورسته لوز او د مجلې ځېنې نور کارونکې د پولیس د حفاظت د لاندې اوسیږي.
پیرس کې د جنورۍ حمله د شارلي ایبډو د دفتره نه شورو شوه او د یهودیانو په یو دکان ختمه شوه. په مجموعي توگه پیښه کې ٢٠ کسان ووژل شو چې حمله کونکې پکې هم شامل وو.