فرانس او هند د دؤو ایټمي بجلې گرونو جوړولو د پاره معاهده کړه ده. په هند کې جوړیدونکې بجلې گرونونو باندې به ٩.٥ بلینه ډالره خرڅ کولی شي.
د بجلې گرونو د پاره معاهده د گل په ورځ د هند سرښار نوي دلې کې د فرانس صدر نکولس سارکوزي او د هند وزیراعظم من موهن سنگ لاس لیک کړې ده.
اروینا نومې فرانسوي کمپني به په هند کې د بجلۍ پیدا کولو د پاره ایټمي بټۍ جوړوي.
نکولس سارکوزي د هند په څلور ورځني سفر دی او هڅه کوي چې د خپل هیواد د پاره اقتصادي گټې ترلاسه کړی شي.
فرانس هند سره د عسکرې معاهدو د پاره هم کوششونه کوي.
د هند په سفر نکولس سارکوزي سره تر ٥٠ ؤ پورې کاروباري شخصیات او د کابینې غړې موجود دي. د هند د سفر په مهال فرانسوي صدر به د هند کاروباري مرکز ممبۍ دوره هم کوي. نکولس سارکوزي د خالي په ورځ د خالي په ورځ د هند بنگلور ښار نه شورو کړه. بنگلور د هند د ټیکنالوجۍ مرکز گڼلی کیږي.