لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان جزوي جمهوري ازادي لري، افغانستان او سعودي عرب یې نه لري


"فریډم هاوس" یا د ازادۍ کور نومې اداره وايي په نړي واله کچه د صحافت د ازادۍ او د انتخاباتو په رنگ جمهوري اصول پرله پسې په ١٢م کال هم په زوال دي
"فریډم هاوس" یا د ازادۍ کور نومې اداره وايي په نړي واله کچه د صحافت د ازادۍ او د انتخاباتو په رنگ جمهوري اصول پرله پسې په ١٢م کال هم په زوال دي

د امریکې د څېړنې یوې غیر دولتي ادارې "فریډم هاوس" حمهوري، صحافت او د شهري ازادیو په اړه خپل کلیز رپورټ کې ویلي دي چې پاکستان په جزوي توگه ازادي لري خو افغانستان او سعودي عرب دغه ډول ازادۍ نه لري او ددغه ازادیو شرح ډیره ټیټه ده.

د کال ٢٠١٧ م دپاره ادارې د گل، دوشنبې، په ورځ خپل رپورټ خپور کړو. رپورټ وايي د انډونیشیا نه علاوه زیاتره مسلمان هېوادونه جمهوري، شهري او د صحافت ازادي نه لري.

په رپورټ کې د افغانستان او دپاکستان د صورتحال هم جاج اخیستل شوی دی.

اداره وايي د سیاسي حقونو په لحاظ د افغانستان درجه بندي څه قدرې ښه شوي ده او هېواد د شپږمې درجې نه پنځمې درجې ته پورته شوی دی. یاده دې وي چې د ادارې د طریقه کار مطابق اوومه درجه تر ټولو خرابه او وړمبۍ درجه تر ټولو بهتره ده.

اداره وايي په افغانستان کې په سیاسي هلو ځلو کې د حزب اختلاف برخه اخیستل زیات شوي او حکومت شفافیت په راوستلو کې هم څه نه څه پرمختگ کړی دی. د عمومي ازادۍ په لحاظ افغانستان په پنځه اشاریه پنځمه درجه دی.

افغانستان د سیاسي ازادۍ په لحاظ په پنځمه او د شهري ازادۍ په لحاظ په شپږمه درجه ولاړ دی.

د انساني حقونو تنظیمونه وايي په داسې حال کې چې په افغانستان کې جنگونه دوام لري، ملکي خلک د تلفاتو سره مخامخ کیږي او په جنگ کې ښکېلې وسله والې ډلې دغه اړخ ډېر په پام کې نه نیسي.

څېړونکې وايي په هیواد کې د نشۍ توکو قاچاق دوام لري او په حکومت د ادارې فساد یا د بډو رشوتونو له کبله عام اولس د خپلو مسایلو په حل کې د مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

د عمومي ازادۍ په لحاظ پاکستان د څلور اشاریه پنځه په درجه ولاړ دی. خو د سیاسي ازادۍ په لحاظ پاکستان د یو نه تر د اووه په پیمانه په څلورمه درجه او د شهري حقونو په لحاظ د په پنځمه درجه ولاړ دی.

د انساني حقونو کارکونکي وايي په پاکستان تندروه وسله والې ډلې د مذهبي اقیلتونو لپاره خطرات راولاړ کړې دي چې په نتیجه کې اقلیتونه په ازادۍ خپل مذهبي دستورې او عبادتونه سر ته نشي رسولی.

د شهري حقونو او د صحافت د ازادۍ په لحاظ هم څیړونکي وايي په پاکستان کې حالات خراب شوي دي. د صحافت د ازادۍ دپاره کارکونکي ادارې وايي گڼ شمیر هغه صحافیان چې د امنیتي ادارو په روش یې تنقید کو، حملې پرې شوي دي.

"فریډم هاوس" یا د ازادۍ کور نومې اداره وايي په نړي واله کچه د صحافت د ازادۍ او د انتخاباتو په رنگ جمهوري اصول پرله پسې په ١٢م کال هم په زوال دي.

د فریډم هاوس نومې څېړنې ادارې د کال ٢٠١٧ م په اړه خپل رپورټ کې وویل د نړۍ د ١٩٥ هېوادونو څخه د راټول شوو مالوماتو څیړنه یې کړې ده چې ښايي په اکثریتي هېوادونو کې د جمهوري او د صحافت د ازادۍ حالات د بهتر کېدو په ځای نور هم خراب شوي دي.

اداره وايي د جمهوري او د شهري حقونو په لحاظ ٨٨ هېوادونه ازاد، ٥٨ هېوادونه په جزوي توگه ازاد او ۴٩ هېوادونه ازاد نه وو.

ادارې د هېوادونو د ازادۍ درجه بندي د اووه نه تر د یوې شمیرې په پیمانه کړې ده. که د یو هېواد درجه یوه وي نو مطلب یې دی چې دغه هېواد زیاته ازادي لري. اووه او یا ددې سرې نژدې شمېره په یو هېواد کې د ازادۍ ټیټه کچه په ډاگه کوي.

د جمهوري او شهري ازادیو په لحاظ سعودي عرب، صومالیه، سوډان، شام، ترکمنستان، ازبکستان او شمالي کوریا په بدترینو هېوادونو کې شامل وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG