لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سرتیرو له داعش سره په تړاو یوه فرانسوۍ ښځه نیولې ده


افغان سرتیرو له داعش سره په تړاو یوه فرانسوۍ ښځه نیولې ده

افغان امنیتي ځواکونو یوه فرانسوۍ ښځه نیولې چې د ادعاو له مخې یې له داعش ترهګرې ډلې سره تړاو درلود.

د افغانستان د دفاع وزارت په یو ټویټ کې د جمعې په ورځ ویلي دي، چې یاده ښځه د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش په وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوېده.

دفاع وزارت ددغې فرانسوۍ مېرمنې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تېره ورځ په واشنګټن کې د سولې په انسټېټیوټ کې د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو شمېر زیات شوی.

اتمر وویل، چې څلور ډوله ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري چې نړیوالې، سیمه ییزې، پاکستانۍ او افغانې ډلې دي – خو هغه د دوې د شمیر په اړه څه ونه ویل.

داعش د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې له پاکستان سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه ډیر فعال دی او تر اوسه پورې یې پېژندل شوي مشران هم د پاکستان اوسېدونکي دي خو په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر شمالي او جنوبي ولایتونو کې هم راڅرګند شويدي.

داعش او طالبان د هغو ۲۴ ټرهګرو ډلو څخه یواځې دوه ډلې دي چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په وینا په افغانستان کې فعالیت کوي.

افغان او امریکايي چارواکو تل دا ویلي دي چې د طالبانو پټنځایونه او د روزنې مرکزونه په پاکستان کې دي خو پاکستان دا ادعاوې نه مني.

له بلې خوا په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن له رسنیو سره په یوې تازه مرکه کې په روسیې تور لګولی چې طالبانو ته وسلې ورکوي.

روسیې تر دې مخکې دا منلې ده چې له طالبانو سره اړیکي لري خو دا ردوي چې ګواکې هغوی ته وسلې او یا پيسې ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG