لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین د بېلټ اېنډ روډ منصوبې په مقابله کې د جي سېون ملکونه نوي منصوبه شروع کوي


د جي سېون تنظیم د غړو ملکونو مشران
د جي سېون تنظیم د غړو ملکونو مشران

د نړۍ ۷ شتمنه هیوادونو هدف ټاکلی دی چې ۶۰۰ اربه ډالره به د چین بیلټ اینډ روډ منصوبې په مقابله کې راجمع کوي.

د نړۍ ۷ شتمنو هیوادونو د اتوار په ورځ غونډه کې ژمنه کړې چې راتلونکو پېنځو کالو کې به د شخصي او سرکاري فنډونو لپاره دغه پیسې راغونډوي چې ترقي پذیر هیوادونو کې پرې سړکونه او ودانۍ برابر کړي چې د چین د کربونو ډالرو په مصرف د بیلټ اینډ روډ منصوبې مخه ونیسي.

د امریکا صدر جوبايډن او د نړۍ ۷ شتمنه هیوادونو مشرانو د نوي نوم (پارټنرشپ فار ګلوبل انفراسټرکچر اینډ انویسمنټ) سره ددې اعلان د جرمني په سویلي ښار شلاس ایلماؤ کې د کلیزې غونډې په وخت کړی دی.

صدربايډن ویلي امریکا به دغه مد کې ۲۰۰ اربه ډالره ورکوي چې د پینځه کالو موده کې فیدرلي فنډونه شخصي سرمایه کارۍ د لارې وروسته پاتې او د منځني امدن هیوادونو کې به پرې منصوبې سرته رسولو کې مرسته کوي کوم چې به د چاپیریال بدلون سره سره نړیوال صحت، صنفي مساوات او ډیجیټل انفراسټرکچر کې بهتري راولي.

زه تاسو ته دا خبره سپینه کوم دا کوم امداد یا خیرات نه دی. دا یو سرمایه کاري ده د کومې چې به هر یو ته ګټه وي.

ښاغلي بايډن زیاته کړه دا به هیوادونو ته ښکار کړي چې جمهوري هیوادونو سره ودریدل څومره غټې ګټي لري؛
د امریکا صدرجوبايډن وویل په سوونو اربه ډالره په دې لړ کې د هراړخیزه کاروبار کونکو ترقي پذیر بنکونو، پرمخ تلونکو اقتصادي ادارو، خپلواکه مالي فنډونو او دغسې نورو څخه هم راتللی شي.

د اروپايي هیوادونو د کمیشن رئيسي اورسله ونډر لیین غونډې ته وویل اروپايي هیوادونه به هم دغه موده کې ۳۰۰ اربه یوروز د چین بیلټ اینډ روډ او روډ انیشیټیو متبادل منصوبې لپاره راجمع کوي.د چین صدر شي جي پينګ کال ۲۰۱۳ کې ددغه منصوبو پرانسته کړې وه.

د اټلي، کینډه او جاپان مشرانو هم غونډې ته وینا کې خپلې منصوبې وړاندې کړې په کومو کې چې د ځینو اعلانات د وړاندې نه شوي دي.

د فرانس صدر ایمانول مکران او د برطانیي وزیراعظم بوریس جانس په غونډه کې برخه نه ده اخستې خو د دغه دواړه هیوادونو نور استازي په غونډه کې شامل وو.

د چین د سرمایه کارۍ منصوبه کې په نزدې سلو هیوادونو کې د پرمختګ او نور پروګرامونه شامل دي چې د اسیا نه اروپا ته د رېښمو یا د سېلک روډ نومې پخوانۍ تجارتي لار په نوي طرز بیا ودانه کړي.

د امریکا سپینې ماڼۍ چارواکي وايي په دغه منصوبه کې د پرمخ تلونکو هیوادونو لپاره ګټه ډیره لږه ده.

د امریکا صدر جوبایډن د امریکا په مرسته جوړ ځینو منصوبو ته ایشاره اوکړه چې پکې په انګوله کې د دوه ارب ډالرو په لګخت جوړ د سولر منصوبې ذکر اوشو کوم چې د امریکا اقتصادي چارو وزارت په مرسته جوړ شوی، د امریکا د صادراتو او وارداتو بینک، د افریقه ګلوبل شیفر په نوم د امریکا ادارې او د سن افریقه په نوم د امریکا پروجیکټ یادونه وشوه
د ۷ شتمنه هیوادونو سره په ګډه واشنګټن به ۳۳ لکه ډالره په سینګال ډکار کې یوې ادارې ته ورکوي چې هیواد کې په صنعتي کچ باندې د واکسینو جوړولو فابریکه ده،دا به بلاخیر د کرونا او نور واکسینو جوړول هم شورو کړي

د امریکا نړیوال پرمختګ لپاره جوړه اداره(یوایس ایډ) هم کلکه ژمنه لري چې د ۵ کالو موده کې به دوئ ۵۰ ملیونه ډالره ماشومانو ته د مرعاتو فنډ لپاره نړیوال بینک ته ورکوي.

دامریکا یو غیردولتي ادارې ګلوبل سټيزن نائب رئيسې فریډریک روډر وئیلي پرمخ تلونکو هیوادونو کې د ۷ شتمنه هیوادونو لخوه د سرمایه کارۍ دا ژمنې به یوه ښه شورو وي او په نړیوال کچ به یو غټ پرمختګ رامینځ ته کړي.

دې زیاته کړه دا پیسې د ۷ شتمنه هیوادونو د مجموعي امدن 0.32 ٪ جوړیږي او پرمختګ لپاره د مرستو 0.7 ٪ دي
خو دې زیاته کړه چې د پرمخ تلونکو هیوادونو د اقتصاد مستقل بهتر کولو بغیر د نړئ اقتصاد نه شي ښه کیداۍ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG