لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بي ایل اې د ګوادر پر پرل کانټیننټل هوټل د برید ذمه واري پر غاړه اخیستې


د بلوچستان په ګوادر کې پر پرل کانټيننټل هوټل شوي بريد کې د هوټل دوه ساتونکي وژل شوي او د دغه بريد پړه بلوچ بيلتون غوشتونکې ډلې بي اېل اې پر غاړه اخيستې ده.

د بلوچستان ايالت د داخله چارو وزير ضيا لانګو وي او ای ډيوه ته وويل چې د ګوادرپرل کانټينټل هوټل په ودانۍ کې امنيت خوندي ساتونکو سرتيرو درې بريد ګر وژلي او د هوټل په ودانۍ کېميشت ټول خلک يې خوندي له هوټله ويستلي.
ښاغلي لانګو زياته کړې د بريد ګرو له لوري په بريد کي د هوټل دوه کاروکونکي وژل شوي چي د هغو جسدونه ځايي روغتون ته رسول شوي.
د ایالت د کورنیو چارو وزیر زياته کړې د بريد ګرو له بريد سره سم په هوټل کې د بيړنې حالت ګهنټۍ ووهل شوې او په هوټل کې موجودځايېاو غير ملکې خلک يې ژغورلي. هغه دا څرګنده نه کړه چې د برید په وخت په هوټل کې خارجیان څو او شمیره يې څومره وه.

وړاندې د دغې د پاکستان د پوځ وياند ميجر جنرل آصف غفور د ټويټر له لارې په خپل بيان کې ويلي چې درې سخت دريځو وسلوالو د ګوادرپرل کانټيننټل هوټل ته د ننوتلو هڅه کړې چې د هوټل پر دروازه ولاړ سيکورټي ګارډ د وسلوالو مخنيوی کړی. خو د وسلوالو د ډزو په نتيجه کې سيکيورټي ګارډز ووژل شوه.

د پوځ وياند زياته کړې چې د سرتيرو له لوري وسلوال بريد ګر د هوټل د اول چت په زينو يا سېړيو کي ودرولي وو او د هغو پر ضد يې اپريشن ته دوام ورکړی.
بيلتون غوښتونکې بلوڅ ډلې بلوچستان لېبریشن آرمي (بي اېل اې) د بريد پړه پر غاړه اخېستې، د ډلې وياند جيئند بلوچ رسنيو ته په ليژل شوي خپل پيغام کي ليکلي، د مجيد بريګيډ په نامه ازادي غوشتونکې څانګې څلورغړو د ګوادر پر پرل کانټيننټل هوټل بريد کړی او دعوه يې کړې چې د بريد پر وخت په هوټل کې د چين اونورو هیوادونو پانګونکي ( سرمايه کار ) موجود وو.

د ګوادر په دغه پیژندلي هوټل بريد په پاکستان کې په خواله رسنيو یا ټولنیزو رسنیو هم پوښتنې راپورته کړې.
د پاکستان وتلي خبريال سيد طلعت حيسن په خپل يوه ټويټ کې ليکلي چې ٫٫ هر چاته معلومه ده چې دګوادر پرل کاننټيننټل هوټل د ترهګرو ښکار هدف وو، د ترهګرو و هوټل ته ورننوتل او بريد کول د ناکامه امنيت ساتلو ښکاره مثال دی.٬٬

خبريل ضياالرحمان په خپل ټويټ کې ليکلي چې تيره مياشت په ياد هوټل کي پاته شوی وو، ياد هوټل په سخت سېکيورټې زون کې دی، ښاغلي سوال پورته کړی چې بريد ګر څنګه دغه هوټل ته په رسيدو کې بريالي شوي؟

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضيا لانګو په وينا دا له نه ده څرګنده چي بريد ګر له کومې لارې او څنګه ياد هوټل ته رسيدلې. هغه وويل چې بلوچستان ته د ځانمرګي بريدګرو د ننوتولو اطلاع وه خو په ګوادر کې پر ياد هوټل د بريد هيڅ اطلاع نه وه.
ګوادر د پاکستان او د چين د اقتصادي رهداري مرکز دی. د ګوادر له لارې پاکستان وچين ته او چين و پاکستان او د ايشيا ونورو ملکونو ته خپل بيلا بيل سامانونه ليژي.
تر دې لمخه هم بي ايل اې د وسلوالو او ځانمرګو بريدنو پړه وخت ناوخته پر غاړه اخيستې، چې د بلوچستان په دالبندين سيمه کي د چين د انجينيرانو پر بس، په کراچۍ که د چين پر کونسل ګرۍ ځانمرګي بريدونه، د روان کال په اپريل مياشت کي د ګوادر په تحصيل اورماړه کې له مسافر بسونو څخه د پاکستان د کوسټ ګاړد او د نيوي څورلس سرتيري راښکته کړي او له پيژندګلو ورستو يې په ډزو وژلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG