د لندن د یوې طبي ادارې «لندن سکول آف هایجین اینډ ټراپیکل مېډیسن» د څېړونکو یوه تازه تجزیه د پنجشنبې- زیارت په ورځ په لانسیټ طبي جرنل کې خپره شوې او د هغې له مخې په غزه کې د حماس د وسلوالو خلاف د اسرایل په جګړه کې د وژل شویو شمېر تر رسمي شمېرو ډېر زیات دی.
د دې تجزیې د اندازو له مخې د 2023م د اکتوبر او 2024م کال د جون میاشتو تر منځ په غزه کې د تشدد په پېښو کې تر 64,000 زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې دا شمېر د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت تر شمېر شاوخوا 41 فیصده کم دی. په دې موده کې د وژل شویو رسمي شمېر 37,877 ښوول شوی دی.
په دې رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په سلو کې 59 وژل شوي کسان ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان دي چې وایي دا له نورو اټکلونو سره برابر دي، خو دا یې نه دي ویلي چې په وژل شویو کسانو کې څومره د حماس وسلوال دي.
د ملګرو ملتونو په یوه جلا تجزیاتي رپوټ کې معلومه شوې چې د 2023م له نومبر بیا د 2024م تر اپریل میاشتې پورې په 8,000 تایید شویو وژل شويو کسانو کې 44 فیصده ماشومان او 26 فیصده ښځې وې.
د لندن دې څېړنیزې طبي ادارې پخپل تجزیاتي رپوټ کې یو ساینسي تکنیک کارولی چې په بنیاد یې درو بېلو سرچینو یو د بل حواله ورکړې او دې نتیجې ته رسیدلي چې د سرچینو تر منځ څومره لږ مطابقت وي هغومره امکان لري د ډېرو کسانو مړینه ریکارډ شوې نه ده.
په تجزیه کې د معلوماتو لومړۍ سرچینه د فلسطین د روغتیا وزارت له خوا په روغتونونو او مرده خانو کې د پېژندل شویو کسانو د مړیو فهرست وو.
دویمه سرچینه هغه انلاین سروې وه چې د روغتیا وزارت خپره کړې او له خلکو یې غوښتي چې د خپلو وژل شویو خپلوانو په اړه معلومات ورکړي.
دریمه سرچینه د وژل شویو کسانو هغه فهرستونه دي چې پر سوشل مېډیا فېسبوک او انسټګرام باندې خپاره شوي دي.
په دې تجزیه کې هغه فلسطینیان نه دي شامل کړی شوي چې په داسې توګه مړه شوي چې له جګړې سره یې تړاو نه وو.
د لندن د څېړنیزې طبي ادارې د تجزیاتي رپوټ شریکه لیکواله زینه جمال الدین وایي، "د مړینو شمېر کېدای شي لوړ شي که موږ علاج ته د نه رسایي، د زړه دورې، ساري ناروغۍ، د زېږون په وخت د مور پاملرنه، په مناسبه توګه د ماشوم زېږون ته د میندواره ښځو نه رسایي او داسې نور پکې شامل کړو".
په رپوټ کې بې درکه شوي خلک هم نه دي شامل کړی شوي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر اوچا اټکل کوي چې شاوخوا 10,000 فلسطینیان تر ړنګو کنډوالو لاندې ورک دي او ګومان کیږي چې مړه شوي دي.
په لندن کې د اسرایل سفارت وي او اې ته وویل، څنګه چې مخکې هم بیا بیا ثابته شوې، هغه معلومات چې له غزې ترلاسه کیږي باور پرې نه شي کېدی او نه هم د لانسیټ ادارې د اسرایل ضد تعصب تاریخ له پامه غورځول کېدی شي:
"موږ غوښتنه کوو د اسرایل په اړه د غلطو معلوماتو دوامداره خپرېدل دې ودرول شي. دا ډول فعالیت یواځې حماس ته خدمت کول او غیرذمه دارانه دی او په خطرناک ډول د یهودانو ضد نفرت په زیاتولو کې مرسته کوي".
په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وایي، له څه باندې یو کال راهیسې د اسرایل د روانو پوځي عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه لږ تر لږه 45,805 فلسطینیان وژل شوي او 108,856 نور ټپیان شوي دي. 2.3 میلینه خلک بې ځایه شوي دي.
دا جګړه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه هغه وخت پیل شو چې د حماس په مشرۍ وسلوالو پر اسرایل په برید کې 1,200 کسان ووژل شول او شاوخوا 250 نور یې یرغمل کړل، چې لا هم شاوخوا سل تنه په غزه کې دي او ویل کېږي چې ډېر یې وژل شوي دي.
Forum