د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال سيد عاصم منير امريکا ته دخپل سفر په مهال دملګرو ملتونو د عمومي سکتر انتونيو گوتريس سره ليدلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (آی ایس پي آر) له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوټریس په دې لېدنه کې د نړۍ د سولې او ثبات لپاره د پاکستان د پوځ او قانون نافذونکو ادارو د همکارۍ ستاینه کړې ده.
په دغه کتنه کې دپوځ سرلښکر جنرال سید عاصم منیر دملګروملتونو دسازمان هڅو ته د پاکستان د کوټلي ملاتړ هوډ تکرار کړی دی.
د پوځ بیان کې ویل شوي چې جنرال عاصم منیر د کشمیر او غزې د حالاتو په اړه هم خبرې وکړې او وې ویل تر څو چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د قراردادونو او د کشمیریانو د هیلو سره سم د کشمیر د اوږدې لانجې سوله ایز حل ونه موندل شی په جنوبی اسیا کښې سوله ناشونې ده.
د آی ایس پي ار له مخې ،د پوځ سرلښکر د جمو او کشمیر د حیثیت بدلولو لپاره د هند یو اړخیزه هڅې هم وغندلې او وی ویل چې د هند دا "یو اړخیز او غیرقانوني" اقدام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له قراردادونو سرغړونه ده.
د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال سید عاصم منیر د فلسطین د مسلې په اړه د پاکستان د دریځ تکرارولو په ترڅ کې وویل چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي باید په غزه کې د اسرایل د جګړې د سمدستي پای ته رسولو لپاره نړیواله ټولنه متحرکه کړي ترڅو د انساني غمیزې مخه ونیول شي.
هغه وویل چې د دې ستونزې دوامداره حل دوه ریاستي هواری دی.
د آي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر د بې ګناه فلسطينيانو په حالت د اندېښنې څرګندونه وكړه .
د پاکستان پوځي مشر په 12م دسمبر د امریکا په سفر واشنګټن ته رسیدلی ؤ اؤ پخپل دې سفر کې د امریکې د لوړ پوړو حکومتي اؤ پوځي مشرانو سره لېدنې کړې دي.
امریکا ته د جنرال منیر د سفر په جریان کې دپاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې په ډېره اسماعیل خان، ټانک او خېبر کې وسله والو، د یو ځانمرګي برید په ګډون پينځه ترهګریز بریدونه کړي دي.
د حکومتي او پوځي شمېرو تر مخه، په دغو حملو کې د ملېشا پوځ او پولیسو 30 عسکر وژل شوي دي. او 30و نه زیات "ترهګر" هم پکې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ او حکومت د تیرو شلو کلونو راهسې د ناامنۍ پرضد په یوه نه ختمېدونکي جګړه بوخت دی او دعوه کوي چې د عملیاتو پرمهال یې ستر بریاليتوبونه تر لاسه کړي.
خو د امنیتي ځواکونو د بریالیتوب د دعوؤ سره سم وخت په وخت د ترهګرو تنظیمونو لخوا په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه هم کیږي چې په دې بریدونو کې دعامو خلکو تر څنګ به سوؤنو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
Forum