د پاکستاني پوځ لوړپوړي چارواکي وائي چې په ناقراره قبائيلي پټۍ کې دتندلارو دبريدونو دچټکتيا بنيادي وجه دنيټو او افغان پوځونو لخوا پخپلو حدودو کې دپولې غيرموثره څارنه ده.
دچارواکو په وينا تيره ورځ دخيبرپښتونخوا په بره دير سيمه کې په يوه سرحدي چوکۍ خونړي بريد کې ککړ په سلگونو جنگيالي دافغانستان څخه راغلي وؤ چې دامنيتي ځواکونو سره دنښتو په مهال په اسانۍ سره واپس لاړل.
امريکا او ائتلافي پوځونه يې داوږدې مودې څخه تور لگوي چې دپاکستان قبائيلي سيمو او په ځانگړې توگه شمالي وزيرستان مې موجود تندلاري افغانستان کې دطالبانو سره په گډه دامريکائي ځواکونو بريدونه ترسره کوي او دغه کارروايۍ په دغه جنگ ځپلي هيواد کې دامن او سلامتۍ بين المللي هڅو ته زيان رسوي.
خو په اوسنيو ورځو کې په دغه وضعيت کې په ظاهره يوه ډرامائي بدلون راغلى او اوس دپاکستاني چارواکو لخوا پرله پسې تورونه لگول کيږي چې افغان او ائتلافي ځواکونه دخپل لوري دپولې موثره څارنه نۀ کوي چې دهغې څخه دگټې په اخستو تندلاري دپاکستان په سرحدي سيمو کې اولسي او پوځي هدفونه په نخښه کوي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس وائي چې څو کاله وړاندې دافغانستان په کونړ او نورستان ولايتونو کې دنيټو ځواکونو سرحدي چوکۍ جوړې کړې وې چې پرې بريدونو کې ککړو تندلارو دپاکستان باجوړ او ورسره پيوست دپاکستان قبائيلي سيمې کارولې.
وائس اف امريکا سره خبرو کې جنرل اطهر عباس ادعا وکړه چې دکاميابو عملياتو ترسره کولو سره دباجوړ او مومند ايجنسيو اکثرو سيمو څخه دتندلارو ځالې ختمې کړل شوي دي چې ورسره دپولې دواړو غاړو ته دوضعيت په مستحکم کيدو کې مدد ترلاسه شو.
خودپوځي وياند په وينا پاکستانى په دې خبره دپوهيدو څخه عاجزه دى چې ائتلا في ځواکونو دافغانستان په کونړ او نورستان ولايتونو کې سرحدي چوکۍ ولې خالې کړي دي؟
هغه وويل پاکستان ته وئيل کيږي چې شمالي وزيرستان کې دې عمليات وکړل شي ځکه چې دغه سيمه په افغانستان کې ناقرارۍ ته هوا ورکوي خو حقيقت ددې برعکس دى.
" مونږ گڼو چې دتندلاريتوب او ترهه گرۍ تر ټولو ستره سرچينه شمالي وزيرستان کې نۀ بلکې افغانستان کې ده"
جنرل اطهر عباس ومنله چې دوزيرستان په سيمه کې دتندلارو ځينې ځالې موجودې دي خو دپوځي وياند په وينا دا وئيل چې گنې په دغه سيمه کې موجود جنگيالي په اصل کې دافغانستان دديرشو څخه زياتو ولايتونو کې بې ثباتي پيدا کوي بې اساسه خبره او مبالغه ارائي ده.
جنرل عباس ددې تورونو يو ځل بيا ترديد وکړو چې شمالي وزيرستان کې دموجوحقاني نيټ ورک او ځينو تندلارو تنظيمونو په ضد کارروائيو کې پاکستانى پوځ په دوه مخيزه پاليسۍ عمل کوي او وې وئيل چې په دې کې هيڅ صداقت نشته او دا باالکل يو غلط تور دى.
جنرل اطهر عباس وائي چې کوم تن هم دپاکستان درياست په ضد وسله پورته کړې نو په ضد يې پوځ په حرکت کې راځي او دپوځ واضحه مينډيټ په هره سيمه کې دحکومت عملداري پځايې کول دي.
دپاکستاني پوځ وياند دا هم وويل چې دمحدودو وسيلو باوجود دپاکستان پوځ په قبائيلي سيمو کې کامياب عمليات کوي، خو په دغو کارروائيو کې هغوي ته دډير احتياط څخه کار اخستل وي چې دغه دکم رفتارۍ يوه لويه وجه ده.
" مونږ پخپله خاوره کارروايۍ کوؤ او زمونږ مقصد وژل يا نيول نۀ بلکې درياست عملداري قائمول دي ، دفاټا داوؤ څخه دشپږو ايجنسيو اکثرو سيمو څخه مو تندلاري پاک کړي خو دپوځي عملياتو دغوڅې کاميابۍ لپاره دمقامي خلکو ملاتړ ډير ضروري دى"
جنرل عباس :د جنگيالو د بريدونو وجه دافغانستان د لوري دپولې غيرموثره څارنه ده