لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یرغمالانو د ازادۍ دپاره په حکومت د فشار په لړ کې په اسرایل کې عام کاربندیز وشو


د هېسټاډرېټ نومې ټريډ یونین یا د کارکوونکو د اتحاديي مشر ارنن بارډېوډ د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د حماس د ولکې نه یرغمالانو د ازادولو دپاره معاهده د ټولو نه زیات اهم کار دی
د هېسټاډرېټ نومې ټريډ یونین یا د کارکوونکو د اتحاديي مشر ارنن بارډېوډ د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د حماس د ولکې نه یرغمالانو د ازادولو دپاره معاهده د ټولو نه زیات اهم کار دی

د حماس د ولکې نه د اسرایلي یرغمالانو د ازادۍ دپاره په حکومت د افشار اچولو په غرض په اسرایل کې د ګل، دوشنبې، په ورځ عام کار بندېز و، د بېنکونو، هسپتالونو او د ملک د ټولو نه د لوی هواي اډي او د ولسي ټرانسپورټ چارې د ګډوډۍ ښکار وي او د اسرایلي کارکوونکو مرکزي اتحاديي غوښتنه کوله چې د یرغمالانو د ازادۍ دپاره دې حکومت د حماس سره ډز بندي وکړي.

د هېسټاډرېټ نومې ټريډ یونین یا د کارکوونکو د اتحاديي مشر ارنن بارډېوډ د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د حماس د ولکې نه یرغمالانو د ازادولو دپاره معاهده د ټولو نه زیات اهم کار دی.

هغه وویل تر اوسه پورې يې د ذمه وارۍ نه کار اخیستی دی خو اوس محسوسوي چې په ارام نه شي کښېناستلی او "مونږ د خپلو پچو چغې د پامه نشو غورځولی چې د غزه په څمڅو کې قتل کېږي، د دې تصور هم نه شي کېدلی."

په اسرایل کې کاربندېز نه څو ورځې مخکې په غزه کې د شپږو یرغمالانو مړي موندل شوي دي. وېل کېږي چې وسله والو دغه یرغمالان هغه وخت په غزه کې په ډزو وويشتل چې اسرایلي ځواکونه ور نږدې کېدل.

د اسرایل خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د جسدونو معاینه څرګندوي چې په یرغمالانو د نږدې نه ډزې شوي او د معاينې نه ۴۸ نه تر ۷۲ ګنټو پورې مخکې وخت کې وژل شوي وو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د هړتال نه مخکې د اتوار په شپه په زرګونو خلکو مظاهرې وکړې او مطالبه يې کوله چې اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن دې د ډز بندۍ معاهده ومني.

په یروشلم کې په زرګونو خلک د نېټن یاهو د دفتر نه بهر جمع شوي او په تل ابیب کې د یرغمالانو خپلوانو علامتي تابوتونه پورته کړي وو. یولس میاشتې مخکې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې دا د ټولو نه لویه مظاهره ګڼل کېږي.

اسرایلي پوځ چې د یرغمالانو مړي وموندل نو نېټن یاهو د اتوار، يکشنبې، په ورځ لوظ وکړو چې د حماس خلاف جنګ به نور هم سختوي. هغه په یو بیان کې وویل هغه څوک چې یرغمالان وژني د ډز بندۍ معاهد نه غواړي.

د حماس مشران په مخاطب کولو نېټن یاهو وویل "مونږ به د ستاستو تعقب کوو، مونږ به مو رانیسوو او مونږ به حساب کتاب برابروو."

نېټن یاهو په حماس د اتوار، يکشنبې، په ورځ د مقبوضه وېسټ په هېبرون ښار کې د هغه حملې الزام هم ولګولو چې درې پولیس افسران په کې ووژل شوو. حماس د حملې ذمه واري نه ده منلې خو دا يې د "مزاحمت" د اتلانو اپرېشن وبللو.

بلخوا، د غزه په مختلفو ځایونو کې د انساني خواښوږۍ په بنیاد په جنګ کې وقفه شروع شوې چې دا ډول په غزه کې د لسو کلونو نو د کم عمر تر ۶۴۰۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین ورکړی شي. په تېرو ۲۵ کلونو په وړمبي ځل په غزه کې د پولیو ناروغي موندل شوي ده.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی او د غزه د صحت وزارت وايي په سیمه کې تر د ۴۱۰۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

اسرایلي پوځ وايي په دغه شمېره کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
اسرایل وايي ۱۰۱ اسرایلي او غېر ملکي یرغمالان په غزه کې دي چې په دریو کې یوه برخه يې وژل شوی او د نورو سرنوېشت نه دی معلوم.

د حماس لوړ رتبه چارواکو ویلي د وروستیو یرغمالانو د وژل کېدو سبب د ډز بندۍ معاهده د دستخط کولو نه د اسرایل انکار دی.

د حماس ترجمان سامي ابو زهري وویل روېټرز نېټن یاهو د اسرایلي قېدیانو د وژنې ذمه وار دی. هغه وویل اسرایلیان دې د نېټن یاهو او د معاهدې څخه یوه لاره غوره کړي.

حماس وړاندېز کړی چې ډز بندۍ، غزه نه د اسرایلي ځواکونو د انخلا او د فلسطیني قېدیانو د ازادۍ په بدل کې به یرغمالان خوشي کړي.

د امریکې صدر جوبایډن چې د یرغمالانو په معامله نظر ساتي، وویل یو امریکايي هم په هغه یرغمالانو کې شامل دی چې مړي یې په غزه کې موندل شوي دي او هغه پې خفګان او د غصې اظهار وکړو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG