لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني او عمران خان په خپلو کې د اړیکو د ښه کولو ژمنه کړې


واشنګټن: د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دا منلې ده چې د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو او په سیمه کې د سولې، ثبات، او نیکمرغۍ لپاره به په خپلو کې د ملګرتیا او همکارۍ یو نوی باب پرانېزي.

د غه خبره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د دفتر لخوا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو خپور شوي بیان کې راغلي ده.

دا خبرې په داسې حال کې شوي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یو رسمي دوه ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته تللی او هلته یې د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د ګڼو لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره لیدلي دي.

په بیان کې وړاندې راغلي دي، چې دواړو لوریو د سیاست، سوداګرۍ، اقتصاد، امنیت او د افغانستان د سولې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په زیاتېدو باندې خبرې کړې دي.

ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر اشرف غني به له اسلام اباد څخه د خپل دغه دریم سفر په ترڅ کې د افغان او پاکستاني سوداګرو یوې غونډې ته وینا هم وکړي. ښاغلی غني تر دې مخکې په ۲۰۱۴ کال کې اسلام ته تللی و.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د افغان حکومت لخوا د هغو ادعاو له امله اړیکې خرابې شوي دي چې د پاکستان پوځ طالبانو ته پنا ورکړې خو پاکستان ته دا تورونه ردوي او زیاتوي چې د افغانستان استخباراتي ادارې هغو ترهګرو ته ځای ورکوي څوک چې د پاکستان د دولت په وړاندې بریدونه کوي.

د پاکستان د پوځ پر ضد د افغان حکومت ادعاوې، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ګډون د ګڼو امریکايي پوځي او سیاسي مشرانو لخوا هم تایید شوې خو د افغانستان د حکومت پرضد د پاکستاني ادعاو تایید تر اوسه د هېڅ کوم نړیوال پوځي او سیاسي مشر لخوا نه ده شوې.

د امریکایي ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په لومړۍ نېټه یې په خپل یوه ټویټ کې ویلي وو، چې پاکستان ته یې د ترهګرۍ په ضد مبارزې لپاره په تېرو ۱۵ کلونو کې ۳۳ اربه ډالره ورکړل، خو له پاکستانه یې بې له درواغو او ټګۍ هیڅ تر لاسه نه کړل.

د امریکې په شمول أفغانستان، هند او ځینې نور هېوادونه تل پاکستان ته ګوته نیسي، چې وایي ترهګرو ته یې پناه ورکړې، خو پاکستاني چارواکو دا تورونه تل رد کړي او وایي چې پاکستان د ترهګرۍ پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د ونې په پاڼو د انځورونو جوړول یا لیف ارټ هنر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG