لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پښتنو ځوان کول غني خان پېژني؟

update

د پښتو ژبې وتلي شاعر او دانشور غني خان د نن نه ١٠٥ کاله وړاندې په ١٥م مارچ کال ١٩١۴م کې د پښتونخوا د هشتنغر سيمې د پښتنو سياسي لارښود باچا خان په کور کې سترگې وغړولې خو ژوند يې د خانۍ او نوابۍ نه و بلکې په خپله ملنگۍ کې مست و.

ډاکټر وقار علی شاه وايي افسوس دی چې غني خان لا پښتنو پېژندلی نه دی او څومره څه چې په غني خان ليکلي شوي او ويلي شوي دا ډېر کم دي. هغه واېي

وجه يې دا هم ده چې پښتانه بچي د خپلو اتلانو نه ځکه بې خبره دي چې د نصاب په کتابونو کې يې ذکر نشته. خو ډاکټر وقار علی شاه وايي خوش بينه يم چې د پښتنو نوی نسل ورځ تر بله د غني خان نه ځان خبروي او د هغه د ژوند په گڼو اړخونو ځان نور هم پوهول غواړي

ډاکټر وقار علی شاه د باچا خان په سياسي او سماجي تحريک خدايي خدمتگار د پي ايچ ډي سند لري او د غني خان په ژوند او د پښتنو سره د هغه په مينه او فکر د يو مستند کتاب ليکلو تابيا يې هم کړې ده چې د ډاکټر صيب په وينا، ډېره برخه يې په ليکلې بڼه پوره شوې خو د ژوند د ډېرو مصروفيتونو له کبله د کتاب پوره کېدل او چاپ کول لا پاتې دي.

د غني خان د گڼ اړخيز شخصيت ادبي برخه:

ډاکټر وقار علی شاه وايي غني خان د پښتنو په مزاج پوهه و او د پښتنو د وطن او تاريخ نه خبر و ځکه يې چې کوم نظمونه په هغه وخت کې ليکلي نو نن هم سل په سله د حالاتو سره سم او د خپلې خاورې په رنگ او وږمو کې انغښتي دي لکه د مثال په توگه د غني خان دا دوه ترانې چې پښتنو ته يادې دي او نن هم پرې د زړه مينه ماتوي.

ای زما وطنه د لعلونو خزانې زما

ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما

او يا بيا دا چې

خوږ دی ماته ملک زما خوږ تر کل جهان

زه به ځم په جنگ د قام زه چې شمه ځوان.

او دا خيالونه يې د خاورې سره مينه او خپلوالي ښايي. د غني خان د شاعرۍ بل کمال دا دی چې په انساني فطرت کې بدلېدونکی خاصيت يې د لوېديز د ځينو فلاسفرانو په شان په داسې رنگ کې بيان کړی چې تر پېړيو پېړيو به خپل ارزښت ولري. لکه يو ځای وايي!

مينه مينه په خله وايم

مينه نه لرم حيوان يم

يوه مکه د مسلمان وي

د کافر يو بت خانه

هره ورځ زه بدلومه

نوې نوې ميخانه

چې مې کومه مخه مخ وي

زه ويم دا زما ليلا

کله لاړ شمه جومات ته

په سجده په زارۍ پرېوځم

شل سجدې مې کړي نه وي

بيا د چا په يارۍ پريوځم

غني خان او د پښتنو سياست:

لکه څنگه چې د غني خان د شعر و شاعرۍ، انځور گرۍ او مجسمه سازۍ نه ښکاره ده چې د غني خان د سياسي او عملي ژوند اتل بل څوک نه بلکې خپل پلار باچا خان دی. ډاکټر وقار علی شاه وايي چې د غني خان سره يې ډېری ناستې او مرکې شوي دي او د هغې په بنياد په ډاډ ويلی شي چې باچا خان يې ايډيل و.

غني خان په کال ١٩۴٥ کې د هند د پارلمان غړی وټاکل شو او ډاکټر وقار علی شاه وايي د غني خان وينا ته به پاخه پاخه سياستمداران ناست وو او ډېر په غور به يې د هغه تقريرونه به يې اورېدل.

غني خان د هند د ويش په ورځو کې د پښتنو ځلمو لپاره د پښتون ځلمی په نوم وسله وال تحريک جوړ کړو او دا ځکه چې د مسلم ليگ خلک کله د ډاکټر خان صيب د حکومت په سياسي توگه په ړنگولو ونه توانېدل نو په پېښور کې يې د هندوانو او سيکهانو په کورونو حملې پيل کړې او ځای په ځای يې د دغه اقليتونو غړي په چړو چاکوانو وهل شورو کړل. ډاکټر وقار علی شاه وايي د هغوی د حفاظت د پاره يې ډېرې لږې مودې له دغه تنظيم جوړ کړی و او دا هم په داسې حال کې چې باچا خان په کلکته کې و او پنجاب او د هغه وخت صوبه سرحد ته يې په تلو بندېز لږېدلی و.

غني خان د خپل پلار په سياسي مبارزه باندې په خپلو شعرونو کې بلها ذکر کړی او پوره پوره نظمونه يې هم پرې ليکلي لکه د مثال په توگه د باچا خان خطونو ته منظوم جواب ويل او يا بيا د مردان مارچ هغه مشهور نظم چې وايي

جنگ له دی منصور روان توپ او نه تفنگ لري،

نه د تورو پړق لري نه زغرو شرنگ لري

د غني خان د انځور گرۍ او مجسمه سازۍ سره شوق د رابندر نات ټېگور په سکول شانتي نکيتن کې پيدا شو خو شاعري يې په خپل فطرت کې د ماشومتوب له وخته وه. او سياست يې د پلار نه په ميراث کې وموندلو ځکه چې باچا خان د پښتنو په حالت ډېر ژور نظر لرلو او ځکه يې خپل بچي هم د پښتنو په غلامۍ، د انگرېز په زور ظلم او په خپلو سياسي او اقتصادي ازاديو پوهول.

غني خان او هندي روشن:

غني خان لکه د خپلو شعرونو په شان په عملي ژوند کې هم مينه او رومان کړی و. د هغه رومان د هغه ښځه روشن بي بي وه چې په مذهبي توگه اور پرسته وه خو انساني مينه پولې او بندونه نه مني.

ډاکټر وقار علی شاه وايي د غني خان دوه شوقونه ډېر ښکاره وو يو په ښکار ډېر مين و او بل يې اسونه خوښېدل. د اسونو سره شوق يې د شانتي نکېتن په وختونو کې کم شو او د ښکار نه يې زړه هله بد شو چې په هند کې يې يوه خالداره يا سپاټېډ هوسۍ اويشتله او په ډېر رعب يې خپلې په مينه کړې ميرمن ته په پښو کې واچوله.

ډاکټر صيب وايي دا قيصه ورته غني خان کوله او ويل يې چې روشن چې مړه هوسۍ وليدله نو په حيرانتيا يې پوښتنه وکړه چې دا څه دي؟ وايي غني ويل چې ما ورته ويل دا مې تاله هوسۍ ويشتلې ده نو دا خبره په روشن دومره بده ولږېدله چې په غصه کې پاسېده او دا يې وويل چې هغه به هم انساني زړه لري چې داسې ښايسته څيز د خوراک لپاره وژني.

ډاکټر صيب وايي غني خان ورته ويل چې په ډېرو زارو منتونو يې روشن پخلا کړه خو دا لوظ يې هم وکړو چې بيا به کله ښکار ونه کړي او زياته يې کړه چې څوک داسې د رحم ډک زړه لري نو دا څنگه ممکن ده چې غني خان دې څوک داسې تشري‍ح کړي چې هغه د باچا خان د عدم تشدد خلاف و؟

بله دا چې ډاکټر وقار علی شاه د دې دريز سره هم اتفاق نه کوي چې گني غني خان يو مجذوب و بلکې هغه د ژوند او مستۍ نه داسې ډک و لکه څنگه چې يې د کلام نه ښکاره ده. ډاکټر شاه وايي هغه تر مرگه د ژوندي زړه خاوند و ځکه خو وايي:

چغې وهي اجل ملا، ته اورې او که نه اورې

تشې خاورې نه دي، غني څنگه به شي خاورې

د غني خان ماشوموالی او زدکړیې:

غني خان د پښتنو د ستر بابا باچا خان مشر ځوی او د اتمانزو د غټ خان بهرام خان نمسی و. غني خان لا شپږ کلن شوی نه و چې مور يې مړه شوه او لږه موده پس يې نيا هم د دې دنيا کوچ وکړو چې د غني خان په ژوند يې ژور خاپونه پرېښودل.

ډاکټر سيد وقار علی شاه وايی د غني خان ژوند د يو نازولي او په مينه موړ ماشوم په رنگ نه و ځکه چې مور ترې ډېره په ورکوټوالي جدا شوه او هم دغه وجه وه چې د غني خان د خپلې مور سره بې مثاله مينه پيدا شوه او په مور ليکلی نظم يې د دغه احساس يوه بېلگه ده.

غني خان د پېښور د ميشن سکول نه تعليم پيل کړو خو چې کله د انجمن اصلاح افاغنه د انتظام لاندې ازادې مدرسې جوړېدل پيل شوې او لمړی سکول په اتمانزو کې جوړ شو نو ولي خان يې لمړی طالب العلم و چې وروسته يې غني خان هم د پېښور نه بيرته راوستلو او په ازاد سکول کې يې د ولي خان او خپلې خور مهرتاجه بي بي سره داخل کړو.

ډاکټر وقار علی شاه وايي باچا خان او خدايي خدمتگاران داسې سپين سپېڅلي خلک وو چې اول به يې يو کار پخپله کولو نو هله به يې نورو ته ويل چې اوس يې تاسو هم وکړئ او هم دغه وجه وه چې د ازاد سکولونو سره د خلکو مينه جوړېده او خلکو پرې باور لرلو

XS
SM
MD
LG