لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا افغان صدر په طالبانو د ولسي فشار په لړ کې لکه د پي ټي ايم پاڅون غواړي؟


د اتوار، یکشنبې، په ورځ د پکتیا ولایت مرکز گردیز کې اشرف غني د امنیتي چارواکو، د قومي مشرانو او د یني علماو په غونډه کې غوښتنه وکړه چې ولس دې د سولې په بهیر فشار راوړي
د اتوار، یکشنبې، په ورځ د پکتیا ولایت مرکز گردیز کې اشرف غني د امنیتي چارواکو، د قومي مشرانو او د یني علماو په غونډه کې غوښتنه وکړه چې ولس دې د سولې په بهیر فشار راوړي

د افغانستان صدر اشرف غني یو وارې بیا په ولس غږ کړی چې په طالبانو دې فشار زیات کړي چې سولي ته اماده شي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د پکتیا ولایت مرکز گردیز کې اشرف غني د امنیتي چارواکو، د قومي مشرانو او د یني علماو په غونډه کې غوښتنه وکړه چې ولس دې د سولې په بهیر فشار راوړي.

افغان صدر وویل "پس له دې نه چې هرڅوک وینه تویوي، د خدای مخالفت کوي، د ولس مخالفت کوي اوله تاسوهریو نه غواړوم چې ولسي فشار پرسوله راوړئ."

افغان صدر د دې نه وړاندې هم په هېواد کې د امن او طالبانو ته د سولې د وړاندیز په لړ کې د ولسي فشار خبره کړې ده.

آیا افغان صدر په طالبانو د ولسي فشار مثال په پښتون ژغورنې غورځنگ کې ویني؟

څېړونکي گڼي چې د پښتون ژغورنې غورځنگ د پاکستان د پښتنو په سیمو کې د تېرې لسېزې نه د زیات وخت حالاتو زیږولی دی. د تندروۍ، تشدد، ناامنۍ او د بې کورۍ دغه حالاتو د پښتنو د ژوند هر اړخ متاثر کړی دی.

د وسله والو خلاف د پاکستان جنگ زیاتره د پښتنو او په خصوصي توگه په قبایلي سیمو کې کولی شي. د دې دلاسه په لکونو پښتانه بې کوره شوي، کورونه، پولې پټې، روزگار او اقتصاد یې زیانمن شوی، ټولنیزه اډاڼه یې تباه شوي او په پاکستان کې پښتنو ته د بل هرقام نه زیاته مرگ ژوبله ور اوړیدلې ده.

د پاکستان د سرحد، ډیورنډ کرښې، پورې غاړه په افغانستان کې هم زیاته ناامني او جنگونه د پښتنو په سیمو کې دي. د طالبانو زیات فعالیتونه د افغانستان په جنوبي او ختیځو برخو کې لیدل کیږي چې مثالونه یې لکه د ننگرهار، هلمند، کندهار، زابل او غزني په رنگ ولایتونو کې لیدل کیږي.

څیړونکی خادم حسین د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې ایکسپریس ټرېبیون کې لیکي چې د پښتون ژغورنې غورځنگ د راپورته کیدو دوه بنیادي وجې دي، یوه وجه د پښتنو اجتماعي "درد" او بل د ریاست هغه بیانیه ده چې تیرو څو لسیزو راهېسې يې "پرتشدد تندورۍ او د جنگ اقتصاد" ته وده ورکړې ده.

د پي ټي ایم په بنیادي غوښتنو کې په قبایلي سیمو کې د امنیتي ځواکونو د چېک پوسټونو لرې کول، د قبایلي ولس دپاره د "وطن کارډ" نومې د شناخت ځانگړی ثبوت ختمول او د بې درکه کسانو لټون شامل وو.

د تحریک مشر منظور پشتین د اتوار، یکشنبې، په ورځ د وی او ای ډیوه سره مرکه کې وویل د تحریک د لاریونونو او غوښتنو په ترڅ کې ځینې امنیتي چېک پوسټونه ختم کړی شوي دي، په زیاتره قبایلي سیمو کې د وطن کارډ شرط ختم کړی شوی دی او تر ٢٥٠ پورې بې درکه کسان، چې گمان کیدو د پاکستاني امنیتي ادارو په ولکه کې وو، کورونو ته ستانه شوي دي.

څېړونکې وايي پي ټي ایم تر دا وخت پرامنه تحریک پاتې شوی دی او ښاغلی پشتین وايي دوی د پاکستان د پوځ، آئین او د حکومت مخالف نه دي خو د پښتنو د قانوني حقونو دپاره پورته کړی خپل غږ به نه خاموشه کوي.

آیا افغان صدر هم غواړي چې څه رنگ د پښتون ژغورنې غورځنگ د پاکستاني ادارو د چلند په اړه خپل اواز پورته کړی دی، افغانان دې هم دغه رنگ غږ د طالبانو لړ کې پورته کړي چې سولې ته غاړه کېږدي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG