لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان لاره پرانستل شوېده


Ghulam khan border
Ghulam khan border

د شمالی وزیرستان پولېټېکل انتظامیې وي او اې ډیوه ته په یوې رالېږلې خبر پاڼه کې ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان لاره د سوداګرو لپاره په تجربوي توګه پرانستل شوې ده.

په خبر کې وړاندې راغلي دي ددغې لارې له پرانستلو سره لومړۍ چوپه سوداګریز توکي افغانستان ته ولېږدول شول.

د غلام خان لاره په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ پوځي عملیاتو له وخته تړل شوې وه.

پاکستاني چارواکي وايي، د غلام خان لارې پرانستل د دواړو هېوادونو په ګټه دي او د سوداګرو لپاره یو ګټور ګام دی. ځايي سوداګرو د اوږدو مودې راهیسې له حکومت څخه د دې لارې د پرانستلو غوښتنه کوله.

د غلام خان لاره د چمن او تورخم وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دریمه لویه لاره ده.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسي تاوتریخوالي وروسته د تېرو څو کلونو راهیسې، سوداګري ډېره اغېزمنه شوې او پاکستاني چارواکي وايي، چې دوه اړخیزه سوداګري په سلو کې پنځوس راکمه شوېده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر زبېرموتي والا وايي "د پاکستان او افغانستان سوداګري نيمه کمه شوې ده او په تېر دوه کالونو کې د ۲.۷اربه ډالرو څخه ۱.۲ ډالرو ته راټيټه شوې ده".

پښتانه سوداګر وايي، ددغې لارې د تړل کېدو له امله ټول سوداګریز تاوان یواځې دوی ته رسېدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG