د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دزيارت په ورځ وئيلي دي پاکستان او برتانيه دترهگرۍ او تندلاريتوب په ضد په گډه جگړه کوي او په دغه اړه به مرسته نوره هم سيوا کوي.
دبرتانيې داخلې سکترې تهيريسا مائي سره په لندن کې دهغه په هوټل کې دخبرو په مهال وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل دکورنو جوړيدونکو بمونو دگواښ ختمولو لپاره هم دواړه هيوادونه پخپل مينځ کې مدد کوي.
په دغه موقعه د پاکستان خارجه وزيره حنا رباني کهر او دکورنو چارو وزير رحمان ملک هم موجود وؤ.
رحمان ملک پخلى کړى چې دخبرو اترو په مهال دکورني ساخت دجوړيدونکوچاؤديدونکو موادو په معامله خبرې اترې شوي.
وروستو دبرطانيې داخله سکتر يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل وزيراعظم يوسف رضا گيلاني، داخله وزير رحمان ملک او دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر سره يې ډيرې گټورې خبرې کړي دي.
هغې وويل چې ددواړو هيوادونو ترمينځ مضبوطې اړيکې موجودې دي او دتندلاريتوب او ترهه گرۍ دمخنيوي په اړه به په گډه کار کوي.
دخبرو اترو په مهال دپاکستان له لوري دطالب علمانو لپاره په ځانگړې توگه دويزې معامله هم راپورته کړى شوه او ورته ووئيل شول چې دويزې طريقه کار ښه شوى او اوس به په سملاسي توگه هم ويزې ترلاسه کيدى شي، پاکستان وويل چې په ځينو څانگو کې دښه والي باوجود اوس هم دغور قابل ځنډ موجود دى او طالب علمان ستونزې لري دکومو چې اصلاح ضروري دي.
داخله وزيرې مائي پاکستان ته دخپل اوسني سفر يادونه هم وکړه چرته چې هغې دنادرا او دنشه اي موادو دمخنيوي دچارواکو سره ليدنه کړې او دهغوي دکار ستائينه يې کړې وه.
هغې وويل چې گڼ شمير پاکستانيان دبرطانوي پارليمنټ غړي دي او دغه پاکستانيان ددواړو هيوادونو دحکومتونو او اولسونو ترمينځ دفاصلو په کمولو کې مدد کوي.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وائي چې ددواړو هيوادونو ترمينځ ژورې او تل پاتې اړيکې شته چې ددې پرمختگ به جاري وي.
وزيراعظم گيلاني وایي پاکستان او برتانيه به د ترهگرۍ پرضد مرسته پراخوي
1