لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گېلاني وائي تر اوسه د نېټو سپلائي په اړه فېصله شوې نه ده


ېلاني زیاته کړه چې صدر اصف علی زراداري ته په شکاگو غونډه کې د گډون بلنه د کوم شرط نه بغیر ورکړې شوې ده
ېلاني زیاته کړه چې صدر اصف علی زراداري ته په شکاگو غونډه کې د گډون بلنه د کوم شرط نه بغیر ورکړې شوې ده

د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گېلاني وئیلي دي چې هېواد یې تراوسه افغانستان کې موجود نېټو ځواکونو لپاره د رسد لار د پرانستلو فېصله کړې نه ده.
ښاغلي گېلاني په اسلام باد کې خبریالانو سره د خبرو په وخت ووئیل چې څنگه د مختلفو وزارتونو او چارواکو ترمنځ د لارې پرانستلو پرسر خبرې اترې سر ته ورسي نو فېصله به وکړې شي.
نوموړي وویل چې په دغه لړ کې یې متلقه وزارتونه او محکمو ته پروسه زر ترزره سر ته رسولو وینا کړې ده.
گېلاني زیاته کړه چې صدر اصف علی زراداري ته په شکاگو غونډه کې د گډون بلنه د کوم شرط نه بغیر ورکړې شوې ده.
د پاکستان د بهرنو چارو وزارت هم د زیارت په ورځ وئیلي دي چې د نېټو ځواکونو لپاره د رسد لارې پرانستلو فېصله به د هېواد قامی گټې پام کې لرلو سره کولې شي.
د بهرنو چارو وزارت ویاند معضم علی خان وئیلي چې پاکستان امریکا سره د ټولو مسلو هوارې لپاره په خبرو کې بوخت دې. نوموړي وینا وه چې حکومت به د پارلېمان لخوا وړاندې شفارشونو باندې عمل کوي.
تير کال دنومبر په مياشت کې دافغان پولې ترڅنگ دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په سلاله نومې امنيتي پوسته د نيټو هوائي بريد کې د24ؤ پاکستاني پوځيانو دوژل کيدو دپيښې وروسته پاکستان احتجاجاً دبلوچستان شمسي ائيربيس امريکا څخه خالي کړى ؤ، دافغانستان په مستقبل تير کال ددسمبر په مياشت کې دجرمني په بون ښار کې ترسره شوې نړيواله غونډه کې يې د گډون څخه بائيکاټ کړى ؤ او په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو دسامان درسد لپاره يې تر دې مهاله خپلې ځمکنۍ لارې تړلي دي.
دپاکستان پارليمان دقامي سلامتۍ دپارليماني کميټۍ لخوا دوړاندې کړل شوؤ يو شمير سفارشونو منظوري ورکړې چې دغو بريدونو کې په حکومت غږ شوى چې په سلاله بريد دې د امريکا نه غيرمشروط بخښنه غوښتنه وکړي او امریکا دې په پاکستان کې ډرون بریدونه ودروي. امریکا او نېټو ځواکونه وایي چې د سلاله پېښه کې کاروائي دوي ځواکونو په خپله دفاع کې کړې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG