د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دپاکستان دازادۍ د63مې کليزې په موقع قام ته پخپله وينا کې وئيلي دي په پاکستان کې دسيلاپ ځپلو لکونو کسانو دبحالۍ ستونزه پيښه ده او ددغه قدرتي افت مقابله يواځې په سرکاري وسيلو نۀ شي کيدلى.
ښاغلي گيلاني قام ته دازادۍ دورځې مبارکي ورکړه او وې ويل د مرکزي حکومت کار يواځې صوبائي حکومتونو ته لارښوونه کول دي.
وزيراعظم وويل دسيلاب له امله دهيواد په زياترو برخو کې تباهي رامينځته شوې ده او دسيلاب ځپلو خلکو راويستل ددوي لومړۍ ترجيح ده.
هغه وويل په هيواد کې دسيلاب دتباهيو په نظر کې نيولو سره دروژه ماتي او اختر په ټولو سرکاري دستورو قدغن ايښودل شوى دى.
وزيراعظم دسيلاب له امله د مړو شوؤ کسانو شميره د1300ؤ څخه سيوا وښودله او وې ويل د1600ؤ څخه زيات کسان ژوبل دي .
دهغه وينا وه داغيزمنو شوؤ کسانو شميره ددوؤ کروړو څخه زياته ده.
هغه وويل تر دې مهاله دسيلاب له امله داوؤ زرو څخه زيات کورونه هم تباه شوي دي.
ښاغلي گيلاني وويل دا مهال دسيلاب او ترهه گرۍ له امله ملکي معيشت سخت اغيزمن شوى دى.
وزيراعظم وويل په سيلابي اوبو کې دگيرو کسانو لپاره 57 هيلي کاپټرې او د900ؤ څخه زياتې کشتۍ کار کوي.
دهغه وينا وه هيواد دا وخت د انرژۍ دبحران سره هم مخ دى او دسيلاب ځپلو دبحالۍ لپاره ټولې وسيلې پکار راولو.
وزيراعظم زياته کړه دسيلاب له امله په لکونو خلک بې کوره شوي او حکومت په سيلابي اوبو کې گير خواؤشا څلور لکه کسان محفوظو ځائيونو ته رسولي دي.
وزيراعظم وويل دکوم هيواد دخوشحالۍ او پرمختيا راز په دې کې وي چې وگړو ته يې يو رقم دوگړتوب حقونه ترلاسه وي او ځکه ددوي جمهوري حکومت ښځو ته ديو شان حقونو دورکړې لپاره هڅې کوي.
دهغه وينا وه بشري قوت زمونږ دهيواد لپاره تر ټولو لويې دولت دى خو دتعليم کمى ددغه دولت څخه دپوره گټې اخستو په لاره کې خنډ دى.
هغه وويل مونږ دخپلې کابينې دوزيرانو په تنخاگانو کې کمى کړى.
نوموړي وويل په جمهوري حکومت کې دميډيا کردار زيات مهم وي او زمونږ ميډيا دا مهال دبدلون دعمل څخه تيريږي.
وزيراعظم وويل زمونږ حکومت دقومي پرمختيا او پياوړتيا لپاره په ميډيا دڅه رقم قدغن ايښودو ملاتړ نۀ کوي.
دهغه وينا وه پاکستان امريکا سره خپلو اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي او دامريکا سره دانرژۍ دڅانگې په شمول په گڼو نورو څانگو کې هم همکاري مخ په وړاندې روانه ده.
گيلاني : د سيلاب له امله د اغيزمنو شميره دوؤ کروړو نه زياته ده