لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

10:02 26.3.2020

پاکستان کې د کرونا وهلو شمېره د ۱۰۰۰ نه سېوا شوې

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۱۰۲۲ ته رسېدلې خو ځايي ميډيا دا شمېرې ۱۰۷۸ ښايي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې د کرونا وايرس له امله اته کسان مړه شوي او په کرونا وهلو پاتې نورو کې ويل شوي د پينځه کسانو روغتيايي حالت خطرناک دی.

په تازه شمېرو کې په سند صوبه کې د کرونا شمېره ۴۱۳، پنجاب کې ۳۱۰، بلوچستان کې ۱۱۷، خېبرپښتونخوا کې ۸۰، ګلګت بلتستان کې ۸۱ او اسلام اباد کې ۲۰ تنه په کرونا وايرس اخته شوي دي.

ويل شوي په پاکستان کې ۲۱تنه چې کرونا وايرس وهلي صحتمند شوي دي.

د امریکا جان هاپکینز یونیورسټۍ د کرونا وایرس په اړه د معلوماتو او تحقیق مرکز د تازه شمیرو تر مخه دا وخت په ټوله نړۍ کې څلور لاکه ۷۱ زره ۵۱۸ کسان په کرونا وايرس اخته دي.

په نړۍ کې ۲۱ زره ۲۹۳ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي او یو لاک ۱۴ زره ۴۴۴ ترې صحتمند شوي هم دي.

کرونا تر ټولو زیات مړي په اټلي کې وکړه چې شمېره يې ۷۵۰۰ نه سېوا شوې ده.

23:16 25.3.2020

لیونل مېسي د کروناوایرس سره د مبارزه دپاره د پېسو مرسته وکړه

لیونل مېسي د بارسلونا فوټبال کلپ مشهور فوټبالر دی
لیونل مېسي د بارسلونا فوټبال کلپ مشهور فوټبالر دی

د بارسلونا فوټبال کلب مشهوره ارجنټایني لوبغاړي لیونل مېسي، کروناوایرس سره د مبارزې دپاره په ارجنټاین او اسپانیه کې له دوو هسپتالونو سره یو میلین یورو پېسې مرستې وکړې.

دغه دوه هسپتالونه، یو یې د ارجنټاین په هغه ښار کې دی چې لیونل مېسي په کې زېږېدلی، او بل یې د اسپانیې په بارسلونا ښار کې دی.

اسپانیه له اېټلي وروسته، په یورپ کې د کرونا وایرس له امله تر ټولو ډېر ځپل شوی ملک دی. ارجنټاین چې په جنوبي امریکا کې پروت دی، هم تر اوسه قریب څلور سوه د کرونا وایرس کېسونه مخې ته راغلي او اوه تنه هم پکې مړه شوي دي.

23:09 25.3.2020

په فرانس کې د کرونا وایرس د خورېدو له وجهې، د کن په نوم د فلمونو د مشهور فېستیوال شاندار محل هم د بې کوره کسانو په استوګنځي بدل شو.

په فرانس کې د اجباري قرنطینې نه وروسته، ځایي چارواکو اکثره عامه ځایونه د اړمنو او بې کوره کسانو په اختیار کې ورکړل چې هغوی د لارو کوڅو پر سر تیت نه وي او د کرونا وایرس یې ونه نیسي.

د فلمونو کن فیسیتوال شاندار محل کې بې کوره کسان دېره شوي
د فلمونو کن فیسیتوال شاندار محل کې بې کوره کسان دېره شوي
17:43 25.3.2020

په پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه د مړو شمیر اته کسانو ته ورسېد او په دې وایرس د اخته خلکو شمیر د ۱۰۰۰ نه زیات شوی دی.

د وي او ای د اردو څانګه وايي په پاکستان کې د کرونا دلاسه ساه ورکونکي یوه مېرمن ده چې د اسلام اباد سره نژدې د راولپنډۍ ښار په یو هسپتال یا روغتون کې مړه شوه.

د دې نه وړاندې د کرونا وایرس دلاسه په پاکستان کې د اووه کسانو مرګونه رپورټ شوي وو.

په پاکستان کې د کرونا وایرس ځپلو خلکو شمیر لږ تر لږه ۱۰۰۰ ته رسېدلی دی.

نور کتل

XS
SM
MD
LG