لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

03:19 5.5.2020


د پاکستان مرکزي حکومت لخوا خپرو شوو معلوماتو تر مخه د اپرېل میاشتې اخیرۍ نېټې (۳۰) په ګرد پاکستان کې کرونا وایرس ۴۴۴ طبي‌ کارکونکې اغیزمن کړي. په دغو کې د داکټرانو په ګډون په هسپتالونو کې کارکونکي عملې غړي هم شام دي.

د مرکزي حکومت له خوا خپرو شوو دغه معلوماتو تر مخه په متاثره خلکو کې لویه شمیره په خېبر پښتونخوا کې ده.‌ چرته چې ۱۰۳ هغه کسان کرونا ناروغه کړی چې په هسپتالو کې کارکوي او یا ډاکټران دي.‌

د خېبر پښتونخوا وروسته د ابادۍ په لحاظ تر ټولو لوې صوبې پنجاب کې دغه شمیره ۱۰۲، په سند ایالت کې ۸۶ او په بلوچستان، اسلام اباد، ګلګټ بلتستان او ازاد کشمیر کې ۹۰ طبي کارکونکي کرونا وایرس وهلي.

د مرکزی حکومت د رپورټ ترمخه په ګرد هیواد کې۲۱۶ ډاکټران، ۶۷ نرسانې او ۱۶۱ د صحت نوره عمله یا کارکوونکي شامل دي.

د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې د کرونا وايرس ناروغانو لپاره ځانګړي روغتون یاپوليس سروسز هسپتال ویاند ډاکټر اورنګزیب افریدي وي او ای ډیوه ته ویلي، یواځې د دغه هسپتال پینځه کارکونکي د کرونا وايرس ښکار شوي چې له امله یې په پاتې کارکونکو د کار باریا بوج زیات شوی.

پاکستان کې د خېبرپښتونخوا په شمول د نورو صوبو ډاکټران او نوره طبي عمله د صوبايي‌ او مرکزي حکومته ګیله کوي چې دوي ته حفاظتي سامان په وخت نه دی ورکړل شوی.‌

وي او ای ډیوه سره د خبرو اترو په وخت د ډاکټرانو د ایالتي تنظيم غړی ډاکټر کاشف ویلي، د طبي عملې د کرونا وایرس ښکار کېدل نه یواځې د طبي‌ عملې، د ناروغانو او روغو خلکو لپاره هم د خطرې خبره ده.

ډاکټر کاشف زیاته کړې چې دې حالاتو کې به نه یواځې په هسپتالونو کې په کارکونکو بوج زیات شي، هسپتال ته راتلونکي خلکو ته د کرونا وایرس د انتقال سبب هم ګرځیدلی شي.‌ نوموړي د حکومت نه په سمدستي توګه غوښي چې جدي ګامونه پورته کړي او کرونا وایرس نور د خوریدو مخه ونیول شي.

03:16 5.5.2020

پاکستان کې بېلا بېل مطبوعاتي رپورټونه وايي کرونا وايرس په هيواد کې د يو کروړ نه زيات خلک بې روزګاره کړي، او که په دې رنځ قابو ونه موندل شوه نو دا شمېره به د څلور کروړه نه هم زياتېږي.

د پاکستان د جامو جوړولو يا ټېکسټايل د سازمان ال پاکستان ټېکسټايل اېسوسي اېشن مرستيال مشر شېرزاده خان وايي کرونا وايرس او لاک ډاون په کروړونو کورنۍ د لوږې او غربت سره مخ کړي دي.

نوموړي وي او ای ډيوه ته وويل د يو کروړ پينځويشت لکو نه زيات مزدورانو ته د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې تنخواګانې ورکړل شوي او بيا کمپنيو له کارونو لرې کړي.

په پاکستان کې ګيلاني ريسرچ فاؤنډېشن په خپله يوه څېړنه کې ويلي د کرونا وايرس له امله په هېواد کې د ۸۴ فيصده خلکو امدن کم شوی، ۶۸ فيصده خلکو ويلي روزګار يې ختم شوی او ۱۴فيصده خلک وايي کارونه يې ودرېدلي دي.

هم دا راز د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ د وزارت له خوا جاري شوي رپورټ کې ويل شوي د کرونا وايرس له امله د يو کروړ ۸۰ لکه خلکو روزګار د خطر سره مخ شوی.

د ياد وزارت مرکزي وزير اسدعمر ويلي په يوه مياشت کې د پاکستان امدن ۱۱۹ اربه روپۍ کم شوی دی.

د اقتصادو ماهر وکيل رحمان وايي کرونا وبا د نړۍ په رنګ د پاکستان اقتصاد هم اغېزمن کړی دی او دا به په راتلونکي وخت کې په بې روزګارۍ او غربت کې د نور زياتوالي سبب جوړېږې.

په پاکستان کې د کرونا وبا وروستو مرکزي بېنک د سود په شرح کې کمی راوستی دی او د کارخانه دارو لپاره يې د قرضو اعلان هم کړی.

بل اړخ ته د حکومت له خوا د احساس پروګرام لاندې د بې وسه او غريبانانو خلکو لپاره د نقدو مرستو لړۍ هم روانه ده.

د اقتصادو ماهرين وايي د کرونا وايرس وروستو پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف، نړيوال بېنک او ايشيايي پرمختيايي بېنک نه درې اعشاريه درې اربه ډالره مرستو ترلاسه کولو کې کامياب شوی.

د دې ترڅنګ اي اېم اېف ته د قرضو واپسي هم د يو کال لپاره ځنډول شوې ده. ماهرين وايي په نړيوال مارکيټ کې د تېلو نرخونو د کمېدو وروستو د پاکستان درامدي بل به هم راکم شي او په ملکي اقتصاد به مثبت اثر پرېوځي.

06:22 4.5.2020

په روس کې د کروناوایرس د نویو پېښو ریکارډ ټینګ شو

د روس په سینټ پيټرزبرګ ښار کې د هغو طبي کارکنانو د یاد څلی چې په کروناوایرس مړه شوي دي
د روس په سینټ پيټرزبرګ ښار کې د هغو طبي کارکنانو د یاد څلی چې په کروناوایرس مړه شوي دي

د روس حکومت د اتوار/یکشنبې په ماښام اعلان وکړ چې په یو شپه و ورځ کې د کروناوایرس ۱۰۶۳۳ نوې پېښې ثبتې کړي چې د کروناوایرس د عالمي وبا د پیل راهیسي، دا په روس کې د کروناوایرس د ورځنیو کېسونو تر ټولو غټه شمېره ده.

تر اوسه پورې په روس کې د کروناوایرس د تایید شویو کېسونو ټولټال شمېر قریب یو لک و پنځه دېرش زرو ته رسیږي. په هغه ملک کې د دې مرض له امله د مړیو تعداد هم په زیاتېدو دی او یوازې د اتوار په ورځ ۵۸ نور کسان د کروناوایرس په مرض مړه شول، او په دې توګه په روس کې د کروناوایرس د لاسه د مرګونو ټول شمېر ۱۲۸۰ ته وخوت.

د روس سرکاري خبري ایجنسۍ، تاس، ویلي چې تر اوسه یو څلویښت لکه د کروناوایرس ټسټونه په هغه ملک کې ترسره شوي دي. د روس د وزیراعظم میخاییل میشوڅین د کرونا ټېسټ هم مثبت راختلی دی.

16:01 25.4.2020

د امریکا جانزهاپکنز د طب یونیورسټۍ د تازه شمېرو له مخې تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې 34 لکه 48 زره 57 کسان په کرونا وایرس اخته دي او دوه لکه 44 زره 229 کسان یې وژلي دي. تراوسه په ګرده نړۍ کې تر یوولس لکه 812 زیات کسان بیرته ترې رغېدلی دي.

په امریکا کې تر ټولې نړۍ زیات خلک اغېزمن دي، چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر یې یوولس لکه 33 زره 69 او د مړیو شمېر یې 66 زره 385 ته رسېدلی دی. تراوسه په امریکا کې تر یو لک 66 زره 385 زیات کسان بیرته ترې روغ شوي دي.

په اټلي کې تر اوسه دوه لکه پنځه زره 463 کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي، او 27 زره 967 تنه یې وژلي دي. په دغه هیواد کې تر اوسه 75 زره 945 زیات کسان بیرته روغ شوي دي.

په سپېن (هسپانیه) کې تر اوسه دوه لکه 13 زره 435 کسانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی دی، او 24 زره 543 کسان یې مړه کړي دي. تر اوسه په سپېن کې یو لک 12 زره 355 کسان د کرونا وایرس نه بیرته روغ شوي‌ دي.

په فرانس کې تر اوسه یو لک 67 زره 299 کسان په کرونا وایرس اخته دي او 24 زره 410 کسان ترې مړه شوي دي. تر اوسه په فرانس کې 50 زره 380 کسان بیرته ترې روغ شوي دي.

په برتانیا کې تر اوسه یو لک 72 زره 481 کسان په کرونا وایرس اخته دي او26 زره 842 کسان یې مړه کړي دي. تر اوسه په برتانیا کې 861 کسان د کرونا وایرس نه بیرته روغ شوي‌ دي.

په جرمني کې تر اوسه یو لک 63 زره تنه په کرونا وایرس اخته شوي او شپږ زره 623 تنه ترې مړه شوي دي او شاوخوا یو لک او 26 زره 900 تنه بیرته ترې روغ شوي دي.

په روس کې تر اوسه یو لک 14 زره تنه په کرونا وایرس اخته شوي او یوولس سوه 69 تنه ترې مړه شوي دي. په روس کې تر اوسه دغه رنځ نه 13 زره 220 تنه بیرته روغ شوي دي.

په ایران کې تر اوسه شاوخوا 94 زره 640 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او شپږ زره 28 تنه ترې مړه شوي دي. په ایران کې تر اوسه د 75 زره 103 تنه د کرونا وایرس نه بیرته روغ شوي‌ دي.

چین چېرته چې دغه ناروغي په ووهان ښار کې پیدا شوې وه، تر اوسه د کرونا وایرس نه 83 زره او 956 تنه اغېزمن شوي او څلور زره 637 تنه ترې مړه شوي دي. تر اوسه په چین کې 78 زره 523 تنه بیرته ترې روغ شوي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG