لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

20:31 4.6.2020

د امریکا نیویارک ټاېمز د یو رپورټ تر مخه د صدر ټرمپ‌انتظامې د کرونا وایرس پرضد ویکسین جوړولو لپاره پینځه کمپنۍ خوښې کړي. په دغو کې د ماسيچیوسټ ماډېرنا،‌ د اکسفورډ یونیورسټې سره تړلې اداره آسټرا زینکا او د دوایانو جوړولو لوې کمپنۍ لکه جانسن اېنډ جانسن، مرک او فاېزر شاملې دي. نیویارک اخبار د یو حکومتي چارواکو لخوا ویلي چې سپنه ماڼۍ به د دغه فیصلې اعلان په راروانو څو اونیو کې وکړي.

بلخوا د امریکا مینیسوټا یونیورسټۍ د یوې تازه څیړنې تر مخه هاېډروکلوروکین،‌ هغه دوايي چې صدر ټرمپ‌ ورته د کرونا پرضد علاج وايي‌ روغ کسان کرونا وایرس لګیدو ته نه اسانوي. د نیو انګلېنډ جرنل یا طبي‌ مجلې تر مخه دغه دوايي اوس د پخوا په شان موثره نه ده پاتې. دغه دوايي د ملیریا د علاج لپاره کارول کیږي او امریکايي‌ صدر ادعا کړې وه چې د کرونا وایرس پرضد کار کوي او هغه پخپله هم کارولې ده. خو ځیني ډاکټرانو ویلي وو چې د کرونا لپاره د دغه دوایي کارول خطرناکې نتیجې لري. لکه د زړه مسلې او حال دا مرګونه تر هم کیدلی شي. د صحت نړیوالې ادارې د کرونا ناروغانو لپاره د دغه دوایۍ کارول او په دغې دوا تجربې کول بند کړي دي. او په فرانس کې بیا په دغه دوایۍ بندیز هم لګول شوی دی.

20:29 4.6.2020

په امریکا کې د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز یا سي‌ ډي سي تر مخه د اپریل په میاشت کې چې کله کرونا وبا په انتهايي حالت کې وه په امریکا کې د هسپتالونو اېمرجنسي رومز یا د بیړني مرستو لپاره ورتګ ته د غیر کرونا ناروغانو شمیره ډیره کمه شوې وه.

دغه ادارې تیره ورځ په خپره شوې یوه څیړنه کې زیاته کړې چې دغه شمیره بیا د ۱۴ کالو نه کم او د لږ زیات عمر ماشومانو،‌ ښځو او د امریکا شمال ختیځو سېمو کې سېوا وه. د مرکز تر مخه د سینې درد، د زړه دورې او د هغه ماشومانو چې د ساه لنډي مسله لری د هغو هسپتالونو ته راتګ کې ډیر کمی لیدل شوی.

په ګرده نړۍ کې د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا کې دي چرته چې د ۱۸ لکو نه زیات خلک ناروغه او ۱ لک ۷ زره او ۱۷۵ کسان تر اوسه د کرونا نه مړه شوي دي.

19:10 2.6.2020

په نیوزي لېنډ کې په تېرو ۱۱ ورخو کې د کرونا وایرس نوی تصدیق شوی کېس نه دی رپورټ شوی او ممکنه ده چې اینده هفته کې په سماجي واټن او د خلکو په یو ځای کېدو پابندۍ ختمې کړي.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس دلاسه د خلکو د مړینې شمیر ۳۷۶۱۷۷ او په امریکا کې ۱۰۵۱۴۷ ته ورسېدو.

د نیوزي لېڼد وزیراعظمې جسیڼدا ارډین د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د کرونا وایرس د مخنیوي په اړه بیړني او سختو ګامونو کامیابي ترلاسه کړې ده.

په نیوزي لېنډ کې د تېرو شپږو هفتو راهسې سخت لاک ډاون پرځای و او په تېرو ۱۱ ورځو کې یې د وایرس نوی تصديق شوی کېس نه دی رپورټ کړی.

جسیڼدا ارډېن وویل نیوزي لېڼد به د دنیا لومړی ملک وي چې ژوند به پکې د معمول کچې ته راشي.

د فرانس په سرښار پېرس کې رېسټورانټونو، بارونو او کېفو کې خلکو ته بهر کې کښېناستو اجازت ورکړی شو.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل جنوبي او مرکزي امریکا د کرونا وایرس د خپرېدو انتهايي سنګین مرکز بللی دی.

د ډبلیو اېچ او د بیړني پروګرام مشر مایک راین وویل په برازیل، کولمبیا، پېروو، چلي، مېکسیکو او بولیویا کې د کرونا وایرس ډیر کېسونه رپورټ کېږي.

د مېکسیکو د صحت وزارت ویلي په ملک کې د کرونا وایرس د مرګونو شمېر د ۱۰۰۰۰ نه زیات شوی.

په امریکا کې د کرونا وایرس له امله د زیات عمر کسانو په مرکزونو کې ۲۶۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

22:21 1.6.2020

په نړیواله کچه د کرونا وایرس دلاسه د خلکو د مرګونو شمېر ۳۷۲۷۵۲ او په امریکا کې دغه شمېر ۱۰۴۴۵۰ ته ورسېدو او په افغانستان کې د کرونا وایرس په پېښو کې ۶۸۴ فیصد اضافه شوي ده.

د انټرنېشنل رېسکیو کمېټي نومې امدادي ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په افغانستان کې د کرونا وایرس دغه زیاتوالی د می په میاشت کې ولیدل شو او د ټېسټونو د انتهايي کمي له امله د په هېواد کې د وایرس د نا روغانو شمېر ډیر زیات کېدلی شي.

د وي او ای د اشنا څانګې ترمخه د افغانستان روغتیا وزارت ویلي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۴۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي چې له امله یې په افغانستان کې د کرونا مريضانو شمېر ۱۵۷۵۰ ته رسیدلی دی.

د رپورټ ترمخه د روغتیا وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا د ۱۱۶۸ مشکوکو نمونو معاینات شوي چې ۵۴۵ یې مثبت ثابت شوي دي.\اکستان کې دتیر یو شواروز په مهال په کرونا وایرس۷۷ نور کسان مړه شوي چې دې کې ۲۰ کسان یوازې دخیبر پښتونخوا صوبې سره تړاؤ لري.

په کرونا وایرس دڅار دمرکز اؤ د روغتیا محکمې دچارواکو دشمیرو له مخې تر اوسه په دغه هیواد کې د کرونا وایرس له امله ۱۵۲۰کسان مړه شوي اؤ ۷۱۱۰۱ نور په دې وایرس ککړ دي.

په کرونا د څار مرکز شمیرې ښایي چې په یو شواروز کې دپاکستان دننه د کرونا وایرس ۲۸۰۰نوې پېښې ثبت شوي دي

بلخوا د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه په دنیا کې د کرونا وایرس د مرګونو شمېر ۳۷۲۷۵۲ او په امریکا کې دغه شمېر ۱۰۴۴۵۰ ته ورسېدو.

نور کتل

XS
SM
MD
LG