په دنیا کې د کرونا وایرس له امله د خلکو د مرګونو شمیر ۴۷۸۲۸۹ ته ورسیدو او د وایرس د مریضانو او مرګونو د شمېرو په لحاظ لاطېني امریکا د کروناوایرس مرکز ګنل کېږي.
د امریکې د جانزې هاپکنزې د طب یونیورسټۍ د شمیرو ترمخه په نړیواله کچه دا وخت د کرونا د مریضانو شمیر ۹۲۹۵۳۶۵ ته رسېدلی دی.
په امریکا کې د کرونا وایرس د مرګونو تعداد ۱۲۱۲۷۹ ته رسېدلی دی، د جانز هاپکنز شمیرې ښايي.
په لاطیني امریکا کې د کرونا وایرس وایرس له امله د خلکو د مرګونو شمیر د یو لاک نه پورته شوی دی او دغه سیمه دا وخت د وایرس مرکز ګڼل کیږي.
د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د لاطیني امریکې ملک برازیل کې د کرونا وایرس تر ټولو زیات کېسونه دي چې شمېر یې ۱۱۴۵۹۰۶ دی. په برازیل کې ۵۲۶۴۵ کسان د وایرس نه مړي شوي دي چې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه د امریکې پسې په دویمه درجه زیات کېسونه دي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ په برازیل کې په تېرو ۲۴ ګنټو کې ۳۹۴۳۶ نوي ناروغۍ او ۱۳۰۰ مرګونه رپورټ شول.
په نړیواله کچه د کرونا وایرس له امله د مړه شویو خلکو شمېر ۴۲۳۰۰۰ ته او په امریکا کې دغه تعداد ۱۱۴۴۴۶ ته ورسیدو.
د امریکې جانزهاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس د مریضانو شمیر ۷۵۸۹۸۳۸ دی.
هندوستان د جمعې په ورځ د کرونا وایرس ۱۱۰۰۰نوي کېسونه رپورټ کړل چې په ملک کې په ۲۴ ګنټو کې د ناروغۍ تر ټولو زیاته شمېره ده.
پاکستان د جمعې په ورځ ۶۳۹۷ کېسونه رپورټ کړل او ماهرین وايي په ملک کې وایرس د تېرې میاشت راهسې خپور شوی کله چې وزیراعظم عمران خان په ملک د وایرس د مخنیوي په خاطر لاک ډاون لېرې کړو.
په هندوستان کې د کرونا نوي پېښې په داسې حال کې رپورټ شوي دي چې په ملک کې دوکانونه، مالونه، کارخانې او د عبادت ځایونه د دوو میاشتو د بند وروسته بیا پرانیستل شوي دي خو د زیات خطر په ځایونو کې بندیزونه پرځای دي.
د کرونا وایرس د تازه پېښو وروسته هندوستان د دنیا څلورم ملک شو چې د ناروغۍ زیاتې شمېرې لري. دا وخت په امریکا تر ټولو زیات د کرونا وایرس پېښې لري، ورپسې برازیل او بیا روس دی.
د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه هندوستان کې د کرونا وایرس مجموعې شمېرې ۲۹۷۵۳۵ دي او په نړیواله کچه دغه تعداد اووه اشاره پنځه مېلین ته رسېدلی دی.
د امریکې د کرونا وایرس شمېر د دوه مېلین نه زیات دی. په برازیل کې ۸۰۰۰۰۰ او روس کې ۵۱۰۰۰۰ دی.
امريکا د کرونا وایرس د دنیا تر ټولو زیات مرګونه لري چې تعداد یې ۱۱۳۸۰۰ دی. په نړیواله کچه دغه شمېر ۴۲۲۰۰۰ دی.
د امریکې په اوریګن ریاست کې د کرونا وایرس د کېسونو زیاتېدو له امله حکومت د کاروبارونو د بیا پرانستل وځنډول. په ریاست کې د وایرس ۱۷۷ نوي کېسونه او دوه مرګونه رپورټ شول.
چین د جمعې په ورځ د کرونا وایرس اووه نوي کېسونه رپورټ کړل چې يو پکې په سرښار بيجنګ کې وچې په تېرو څو هفتو کې په ښار کې د وایرس لومړۍ پېښه وه. د چارواکو په وینا د کرونا نور کېسونه هغه کسان وو چې د خارج نه ملک ته ستانه شوي دي.
او یو امریکنۍ کمپنۍ ویلي اینده میاشت به په پراخه کچه د کرونا وایرس د ممکنه وېکسین ازموینې شروع کړي. موډرنه نومې کمپني د امریکې د نېشنل انسټېټیوټس اف هېلت سره په شریکه په دغه وېکسین کار کوي. کمپني وايي په ۳۰۰۰۰ رضاکارانو په ازموینې شروع کوي.
د صحت نړیوالې ادارې د اندازو تر مخه دا مهال لاتیني امریکا د کرونا وبا نوی مرکز ګرځیدلی چرې چې په نژدیو ورځو کې د کرونا اغیزمنو شمیره د یو میلین یا لس لکو نه سېوا او مرګونه د ۷۰ زرو نه زیات شوي.
په لاتیني امریکا کې بیا ټولو زیات اغیزمن هیواد برازیل دی چې د مرګونو او ناروغانو په حساب په امریکا پسې په دویم نمبر دی. د برازیل وروسته پیرو کې د اغیزمنو خلکو شمیره د دوه لکه نه زیاته شوې. چلي بیا په دریم نمبر او میکسیکو په څلورم نمبر دی.
د امریکا جان هاپکنز یونیورسټۍ د کرونا مرکز د شمیروتر مخه په ګرده نړۍ کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمیره ۷۳ لکه او ۶۰ زرو نه زیاته شوې او په ګرده نړۍ کې د دغې وبا نه د مرګونو شمیره ۴۱۶۲۰۱ ده.
په امریکا کې د کرونا وایرسه د ناروغو شوو تنانو شمیره په رسمي توګه د ۲ میلینه یا شلو لکو نه زیاته شوه.
د امریکا جان هاپکنیز پوهنتون په ویب پاڼه خپرو شوو شمیرو تر مخه نن د زیارت یا پنجشنبې د ورځې د سهر پورې په امریکا کې د کرونا ناروغانو شمیره شل لکه ۴۶۴ ته ورسیدله او د یاد وایرسه ۱ لک ۱۲ زره او ۹۲۴ تنه مړه شوي دي.
د کرونا وبا د لاسه د مرګونو او ناروغانو په حساب امریکا په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیاته اغیزمنه شوې.
په امریکا کې بیا په ۲۱ ایالتونو کې په روانه اونۍ کې د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې رپورټ شوي. په دغو کې د امریکا ختیځ او سویل ختیځ ایالتونو لکه ایریزونا، نیو میکسیکو،ټیکساس او یوټا شامل دي. د کرونا اغیزمنو شمیره وروسته د هغې پورته شوې چې په نژدیو وروځو کې به دغه ایالتونو کې د کرونا خوریدو مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونو کې روانه اونۍ نرمي راوستل شوې وه، په دغو کې په میموریل ډی د نرمۍ اعلان هم وو کوم چې په امریکا کې د ګرمۍ د چهټیانو شورو ګڼل کیږي.
د امریکا په کېلیفورنیا ایالت کې بیا د کرونا ناروغۍ زیاتیدونکې شمیرو د صحت ځايي چارواکي په دې مجبوره کړل چې دغلته هرکال د اکتوبر په میاشت کې کیدونکي دوه مشهورې ځايي د موسیقۍ میله یا دستور وځنډوي. دغه دواړه دستورې په شورو کې د اپریل په میاشت کې اعلان شوې وې خو بیا د کرونا وبا خوریدو وروسته دغه دواړه د اکتوبر میاشتې پورې ځنډول شوې وې.
امریکايي چارواکو دا اندېښنې هم څرګند کړي چې په نژدیو ورځو کې په امریکا کې د یو تور پوستي امریکايي جورج فلوېډ د پولیسو په ولقه کې د وژل کیدو وروسته شورو شوې مظاهرې د کرونا وبا یوې بلې چپې یا زیاتوالي سبب ګرځیدلی شي. د دغه مظاهرو په ویډیو ګانو کې ښودل شوي چې مظاهرچیان اوګه به اوګه په مظاهرو کې ګډون کوي که څه هم ګڼو پکې بیا ماسکونه هم په مخ کړي.