د امريکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه د کرونا وایرس له امله په نړیواله کچه ۶۳۸۲۳۸ کسان مړه شوي دي او ۱۵۶۶۵۳۵۰ کسان دې وایرس ناروغه کړي دي.
هندوستان د جمعې په ورځ په ۲۴ ګنټو کې کرونا تر ټولو زیات کېسونه رپورټ کړل چې تعداد یې ۴۹۳۱۰ و. په هندوستان کې د کرونا وایرس نه ۷۴۰ مړه شوي دي.
په امریکا کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر د څلور مېلین خلکو نه زیات شوی دی او په کېلیفورنیا، فلوریډا او ټېکسس ریاستونو په مجموعي توګه د کرونا ۵۰۰ نوي مرکونه رپورټ شوي دي. په دغو ریاستونو کې وایرس بیا په چټکیتیا خپریږي.
په امریکا کې د یو نه بل ته خپرېدونکو ناروغو د مخنیوي ماهر ډاکټر اېنتوني فاوچي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره مرکه کې خبرداری وکړو چې هغه ریاستونه چې د کرونا وایرس پکې مخ په خپرېدو باید په چټکتیا په مکمل توګه هرڅه پرانه نځي.
د کرونا وایرس له امله ماهرین وايي د امریکې اقتصاد ته زیان رسېدلی دی او د محنت وزارت وویل تېره هفته د بې روزګارۍ په مهال حکومت نه د مالي امداد دپاره د خلکو په خواستونو کې اضافه ولیدل شوه، چې ښايي بې روزګاري زیاته شوه.
وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل تېره هفته یو اشاریه څلور مېلین کسانو د بې روزګارۍ خواستونه وکړل چې د تېرو ۱۵ هفتو د کمي رجحان یې ختم کړو. په کانګر س د واکمن ريپبلیکن او د حزب اختلاف ډېموکریټک پارټۍ غړي ولس سره د مالي مرستو په اړه په بېلا بېلو منصوبو غور کوي
د امریکا جان هاپکنز پوهنتون شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وایرس نه د اغیرمن شوو خلکو شمېره درې میلینه اووه لکه او 62 زره نه زیاته شوې، او تر دې دمه یو لکه 40 زره نه زیات خلک مړه شوي دي. د اتوار یا یکشنبې په ورځ امریکا کې د کرونا وایرس 52 زره نوي قضیو رپوټ مخې ته راغلې دی او 343 کسان مړه شوي دي.
برازیل چې د کرونا وایرس قضیو د مخې په نړې کې دویم ځاې لري د اتوار په ورځ 1300 نوي قضیې رپوټ شوې دي. په برازیل کې کرونا وایرس نه تراوسه 79,488 کسان مړه شوي دي او دوه میلینه نه ډیر خلک اغیزمنه دي.
د اتوار یا یکشنبې په ورځ په هند کې کرونا څخه په نړۍ کې د ټولو زیات 675 کسان مړه شوي دي او د 40 زره نه زیات نوي کیسونه رپوټ شوي دي.
په سویلي افریقا کې 13 زره نوي پېښې رپوټ کیدو وروسته په دغه هېواد کې د کرونا وایرس څخه د اغیزمن شوو خلکو شمېره درې لکه 64 زره نه اوښتې دی.
د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د کرونا وايرس څخه په نړۍ کې د مړينو شمېره شپږ لکه 1927 ته ورسېده، او د اغېزمنو شمېره د يو کروړ، 40 لکه او 60 زرو نه سېوا شوې ده.
د پوهنتون د شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې په نړۍ کې د دوه نيم لکه پورې نورو کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.
امريکا اوس هم په سر کې ده چرته چې کرونا وايرس د نړۍ تر ټولو زياتو خلکو ته پورې شوي او مړينې يې کړي دي.
د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په امریکا کې تراوسه پورې په 36 لکه، 47زره او 237 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.
کرونا وايرس په امریکا کې يو لک 39 زره225 کسان مړه کړي دي.
په دوېم نمبر برازيل کې په دوه لکه 46زره 328 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او 77زره 851 يې مړه کړي دي.
په برازيل پسې په درېم نمبر هند دی چې پکې په يږو لک 3832 کسانو کې د کرونا پخلی شوی خو په درېم نمبر زيات مړي بيا برتانيه کې شوي او کرونا وايرس په برتانيه کې 45زره318 کسان مړه کړي دي.
په پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېره دوه لکه، 61زره 917 ته رسېدلې ده.
د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا وايرس نه د تازه 47 کسان د مړه کېدو سره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړو ټوله شمېره 5522 ته رسېدلې ده.
سرکاري شمېرې ښايي دا وخت هم په ملک کې د 1604 کسانو روغتيايي حالت خطرناک دی.
د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په افغانستان کې په 35زره229 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او په دغه هېواد کې يې 1147 کسان مړه کړي دي.
امریکا کې په تېرو 24 ساعتونو کې د کرونا وایرس ریکارډ 63 زره قضیې رپوټ شوې دي. د جانز هاپکنز پوهنتون ترمخه په امریکا کې تراوسه د کرونا وایرس څخه درې میلینه یو لک او 18 زره نه زیات کسان اغیزمن شوي او 133,291 یو لک 33 زره نه ریات مړه شوي هم دي.
د امریکا نه پس په نړۍ کې کرونا وایرس نه برازیل د ټولو زیات ځپل شوی هېواد دی. په برازیل کې په تېرو 24 ساعتونو کې 42 زره نوي کیسونه رپوټ شوي دي. په برازیل کې تر دې دمه د کرونا وایرس نه 69,184 خلک مړه شوي دي او یو میلین او اووه لکه 55 زره نه زیات کسان په اخته شوي دي.
هندوستان د هغو هېوادونو په لېسټ کې دریم ځای لري چې د وژونکې ناروغۍ لخوا اغیزمن شوي دي ، د زیارت په ورځ په هند کې 26،000 قضیې ثبت شوې دي. په هند کې تر دې دمه د کرونا وایرس څخه د اغیزمنو خلکو شمېره 793,802 ده او 21,604 خلک مړه شوي دي.
د زیارت په ورځ په مېکسیکو کې هم د یوې ورځې ریکارډ پیښې هم رپورټ شوې دي.
د بولیویا د مواقتي صدر د کرونا وایرس ټېسټ مثبت راغلی دی.
هانګ کانګ د کرونا وایرس د خپریدو د مخنیوي دپاره د سکولونو د تړلو اعلان کړی دی.
په تیرو 24 ساعتونو کې په پاکستان کې د 75 د مړینې او 2751 نوې پیښو رپوټ ورکړل شوی دی.
په پاکستان کې د مړینو ټولټال شمیره له پنځو زرو څخه اوښتې ده، په دغه هېواد کې د حکومتي شمیرو ترمخه دوه 43 زره کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.
په اففانستان کې په تیرو 24 ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس 286 مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې د کرونا وایرس مثبتو پېښو شمېر 34194 ته پورته شوو.