لاس رسیدونکی لینک

 
ايي اېل او: په نړیواله کچه د خراب اقتصاد له امله بې روزګاري زیاته شوې
تازه خبر

ايي اېل او: په نړیواله کچه د خراب اقتصاد له امله بې روزګاري زیاته شوې


د کار روزګار دپاره د ايي اېل او ډریکټرې مېنوېلا ټومی وویل د روزګار معیار او مقدار دواړه به خرابېږي، د کار حالات به خرابېږي او معاشونه به کمېږي
د کار روزګار دپاره د ايي اېل او ډریکټرې مېنوېلا ټومی وویل د روزګار معیار او مقدار دواړه به خرابېږي، د کار حالات به خرابېږي او معاشونه به کمېږي

انټرنېشنل لېبر ارګنایزېشن، ايي اېل او، خبرداری کړی چې په نړیواله کچه په اقتصادي ترقۍ کې د سست روۍ له امله په مېلینونو خواريکښ به مجبور وي چې په کم امدن غیر معیاري روزګارونو ته لاس واچوي.

د کال ۲۰۲۳ په مهال د کار روزګار د صورتحال په د ورلډ اېمپلوېمنټ اېڼد سوشل اوټ لوک ټرېنډز په عنوان رپورټ کې د ايي اېل او اندازه ده چې په نیړمال کچه به د بې روزګارو خلکو شمېره ۲۰۸ مېلین کسانو ته ورسېږي. ادارې د کال ۲۰۲۴ دپاره هم دغه شان اټکل کړی دی.

د کار روزګار دپاره د ايي اېل او ډریکټرې مېنوېلا ټومی وویل د روزګار معیار او مقدار دواړه به خرابېږي، د کار حالات به خرابېږي او معاشونه به کمېږي.

ټومی وویل د کم او د منځني امدن ملکونو خواريکښ به تر ټولو زیات متاثر کېږي. هغې وویل د کرونا وایرس او په اقتصادي ترقۍ کې د کمي له امله په نړیواله کچه غربت زیاتېدلی شي.

د ايي اېل او په رپورټ کې وېل شوي چې د ګرانۍ له امله به غربت او د امیر او غریب ترمنځ فرق زیات شي. رپورټ دا خبره هم په پام کې نیولي چې د دنیا په کچه دوه بېلین خلک په غیر رسمي اقتصاد کې کار کوي چې زیاته شرح يې په پرمخته تللي ملکونو کې ده.

ټومی وویل د کال ۱۹۷۰ نه پس په لومړي ځل اقتصادي جمود معاشي پېداوار او د کار روزګار صورتحال د بحالۍ مخه نېسي.

هغې وویل په اوکراین کې جنګ، په نړیواله کچه تاوتریخوالی، د طلب او رسد په نظام کې خنډان، افراط زر، په مالي تګلارو کې سختیانې او په مجموعي توګه غیر یقیني د کار روزګار دپاره ښه علامات نه ګڼل کېږي.

د ايي اېل او رپورټ وايي د ۱۵ کلونو نه تر د ۲۴ کلونو عمر پورې خلک ملازمت په ترلاسه کولو کې د سختو مشکلاتو سره مخامخ کېږي.

رپورټ وايي د سړو په مقابله ښځې ملازمت په ترلاسه کولو کې د زیات مشکلاتو سره مخامخ دي.

یادونه: د دې خبري جنیوا نه د وي او ای خبریالې لیزا شلاین د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG