لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا او ایران ترمنځ زیاتیدونکي تاوتریخوالي د تیلو او سرو زرو بیې لوړې کړي


S

د امریکا او ایران ترمنځ زیاتیدونکي تاوتریخوالې له کبله د تیلو او د سرو زرو بیې/قېمتونه هم لوړې شوي دي.

د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په امر د ایران د سپاه پاسداران مشر جنرل قاسم سلیماني په بغداد کې وژل کیدو وروسته د تیلو او د سرو زرو بیې لوړې شوي او د ونډو بازار / سټاک مارکیټ کې سټاکونه راټیټ شوي دي.

د جمعې په ورځ د خام تیلو د یو بیرل بیه شاوخوا 70امریکایي ډالرو ته لوړه شوې ده.


هم د جمعې په ورځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې تولې (12 گرامه) سرو زرو قېمت کې د 1350 روپې اضافه شوې ده.

د پاکستان په سند ایالت کې د زرگرانو د اتحادیه ترمخه په پاکستان کې د سرو زرو بیو کې لوړوالی په نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو بیو کې د لوړوالي له کبله شوې ده.

دوي ویلي چې په نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو د یو اونس (31.10 گرامه) جوړیږي قېمت کې29امریکایي ډالر اضافه شوې ده.

په پاکستان کې د جمعې په ورځ د یوې تولې سرو زرو بیه 87،350 روپې ته رسیدلې و.

د واشنگټن او تهران ترمنځ تاوتریخوالېوروسته له هغه زیات شو چې د امریکا د دفاع وزارت پنټاگون وویل چې ولسمشر ټرمپ په امر یی د بغداد په هوایي ډگر/ ائیرپورټ کې د ایران سپاه پاسداران مهم کمانډر جنرل قاسم سلیماني او د هغه مرستیال په هوايي برید کې له منځه یوړل.

ایراني چارواکو په عراق کې دجنرل قاسم سلیماني په وژنه سخت غبرگون ښودلی او د امریکا نه یې د غچ اخیستو گواښ کړی دی.

XS
SM
MD
LG