لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

 غني خان : شاعر، نثر نګار، انځور گر، مجسمه ساز او سیاست دان (1914 – مارچ 15 1996)

پښتانه پوهان متفق دي چې غني خان یواځې د نوم غني نه بلکې د هغه هنر او شخصيت دواړه غني وو. غني خان دشاعرۍ نه پرته نثر نګار، انځور گر، مجسمه ساز او سیاست دان هم وو.

د پوهانو په اند غني خان د سياسي او عملي ژوند اثر د خپل پلار خداي خدمتګار باچا خان نه اخستې ؤ.

دغني خان څلورویشتم تلين نن په مارچ 15 په پاکستان او افغانستان کې لمنانځل کیږي.

نن د باچاخان ټرسټ د سېوري لاندې په باچاخان مرکز پېښور کې په غني خان یوه دستوره کې د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان، د غني خان لمسي مشال خان، نوموړي سياستدان او د غني خان نزدې ملګري هاشم بابر، نوموړي شاعر پروفېسر ډاکټر اباسين يوسفزي، پروفېسر ډاکټر احمد علي عاجز او د غني خان مئينانو ګډون وکړو۔

د پیښور څخه خبریال محمد عمران وي او ای ډیوه ته وویل د غني مېلې په نوم راجوړې يوره ورځنۍ دستوره کې په وړومبي ځل "د غني رنګونه" په نوم د پېنټنګ يوه مقابله يا سيالي هم وشوه چې پکې د خېبرپښتونخوا د بېلا بېلا آرټ سکولونو 16 زده کوونکو برخه واخسته۔

د پېنټنګ يوه مقابله يا سيالي وشوه چې پکې د خېبرپښتونخوا د بېلا بېلا آرټ سکولونو 16 زده کوونکو برخه واخسته۔ وړومبی پوزيشن د عبدالولي خان پوهنتون پښتونخوا کالج آف آرټس عامر، دوېم هم د ياد کالج زده کوونکي عاصم او درېم پوزيشن د خانه فرهنګ پېغلې لالي ظرف شاه وګټو۔
د پېنټنګ يوه مقابله يا سيالي وشوه چې پکې د خېبرپښتونخوا د بېلا بېلا آرټ سکولونو 16 زده کوونکو برخه واخسته۔ وړومبی پوزيشن د عبدالولي خان پوهنتون پښتونخوا کالج آف آرټس عامر، دوېم هم د ياد کالج زده کوونکي عاصم او درېم پوزيشن د خانه فرهنګ پېغلې لالي ظرف شاه وګټو۔

نن د ډیوه په خپرونه کې ډاکټر زبیر حسرت وویل غني خان د شلمې پېړۍ د پښتو د نظم یو ډیر لویې شاعر ؤ-

شاعری یې د خپل دور د روایتي انداز نه بیله په جدیدو لارو کړې- په نظم کې یې په عصري سیاسي، مذهبي او غیر منطقي روایتي رویو په ډاډ زړه نيوکې کړي.

د هغه په شاعرۍ کې علامتي انداز نه پرته په حقيقي انداز کې د پښتنی ټولنې د اصلاح هڅه شوې.

د غني خان نظم چرگ

خوراک کوی د سپي او مسلې د ملایانو

بانګونه د بلال او لنګولی د چنګڼیانو

پرتوګ دی یاره نه شته خو شمله نیغه د خان

شل ښځې دی ساتلې خو سحر واېي اذان

په جنګ کې بهادر او مستانه لکه چنګیز

په مینه کې بی شرمه بی پروا لکه انګریز

وربوز دې د قاضي دی طبیعت دی د هټلر

آواز دی د پخڼو دی او انداز د منسټر

انجام دی ای مجنونه د ډیران

یو ورځ به وروستی بانګ اوکړی

ډوډۍ به اوکړي خان

د ډیوه په يوه خپرونه کې کوربه بهروز خان ته ​ډاکټر وقار علی شاه واي غني خان د پښتنو په مزاج پوهه و او د پښتنو د وطن او تاريخ نه خبر و ځکه يې چې کوم نظمونه په هغه وخت کې ليکلي نو نن هم سل په سله د حالاتو سره سم او د خپلې خاورې په رنگ او وږمو کې انغښتي دي لکه د مثال په توگه د غني خان دا دوه ترانې چې پښتنو ته يادې دي او نن هم پرې د زړه مينه ماتوي.

ای زما وطنه د لعلونو خزانې زما

ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما

او يا بيا دا چې

خوږ دی ماته ملک زما خوږ تر کل جهان

زه به ځم په جنگ د قام زه چې شمه ځوان.

غني خان لومړۍ ذدکړې د پېښور د ميشن سکول نه کړې وې بیا د انجمن اصلاح افاغنه د انتظام لاندې مدرسې پيل شوې نو هلته داخل شو.

غني خان په هند، امریکا او یورپ کې هم ذدکړې کړې وې. غني خان انځور گري او مجسمه سازي د رابندر نات ټېگور په سکول شانتي نکيتن کې ذده کړي وو.

غني خان په کال 1945 کې د هند د پارلمان غړی ټاکل شوې ؤ.

غني خان د پاکستان د حکومت قېد په بند کې "د پنجرې چغار" کتاب لیکلی ؤ.

دغه کتاب "د غني کليات" کښې هم شامل دى۔

هغه د پښتون زلمی په نوم وسله وال تحريک جوړ کړې ؤ.

غني خان د باچا خان مشر ځوی او د اتمانزو د خان بهرام خان نمسی ؤ.

غني خان په 1914 کې زیږیدلې او په 1996مارچ 15 په حق رسیدلې ؤ.

غني خان په يو شعر کې وايي​

د سيند د سپينو شگو نه مې جوړ كړو يو محل

دې ټول خرگي جهان ورته حيران حيران كتل

قالين مې په كې خور كړو د سرو پاڼو د گلاب

ووچت يې دېوالونه د سازونو د رباب

يوازې زه بادشاه ومه په سر مې تاج د غم

په خوا كې مې دلبره وه موسكۍ سترگې پر نم

See all News Updates of the Day

پاکستانی خبریال د ریاستي ادارو خلاف د غلطو خبرونو د خبرولو په الزام نیول شوی

په وروستيو کلونو کې په فعالانو او صحافیانو د حکومت او د امنیتي ادارو په حملو کې اضافه شوې ده چې له امله يې د تنقید او اختلاف دپاره ساهه کمه شوې ده

په اسلام اباد کې مېشته د ټېلې وېژن د پروګرام کوربه چې په مامورینو د تنقید دپاره مشهور دی ریاستي ادارو په اړه په سوشل میډیا د غلطو خبرونو د خپرولو په الزام د پاکستان امنیتي ادارو ګرفتار کړی دی.

د خالد جمیل د ګرفتارۍ تصدیق د جمعې په ورځ د هغه کورنۍ او هغه ټېلې وېژن چېنل وکړو چې هغه ورسره کار کوي.

ای بي اېن ټېلې وېژن په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل جمیل د زیارت، پنجشنبې، په شپه وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای ونیولو.

د جمیل کورنۍ وویل هغه د کورنه د شپې ناوخته د چاپې په مهال نیول شوی دی. په سوشل میډیا د هغه تصویر خپور شوی چې جمیل په کې د پولیس په ولکه کې لیدل کېږي.

د جمعې په ورځ د اسلام اباد یو عدالت اېف ايي ای ته اجازت ورکړو چې دوه ورځې دې د جمیل تفتیش وکړي.
صحافتي ټولنې د جمیل د ګرفتارۍ غندنه کړې.

پاکستان د ډیر وخت راهسې د خبریالانو دپاره محفوظ ملک نه ګڼل کېږي.

په 2020 کې پاکستان د کمېټي ټو پروټېکټ جرنسلسټس په هغه فهرست په نهمه درجه و چې په دنیا کې په هغو ملکونو نظر ساتي چې په خبریالانو حمله کوونکي د سزا سره نه مخامخ کېږي.

په وروستيو کلونو کې په فعالانو او صحافیانو د حکومت او د امنیتي ادارو په حملو کې اضافه شوې ده چې له امله يې د تنقید او اختلاف دپاره ساهه کمه شوې ده.

په پوځ تنقید کوونکي د دړکو، ویرول کېدو، د بغاوت د الزاماتو او د ګرفتاریو سره مخامخ کېدلی شي.

کاکړ: د افغانستان اړخ نه د ترهګرو حملو غندنه کوو او د حملو د مخنیوي لپاره به ګامونه اخلو

د پاکستان موقتي وزیراعظم انوارالحق کاکړ د تحریک طالبان پاکستان، داعش او نورو ترهګر ډلو لخوا د افغانستان اړخ نه پاکستان کې د ترهګر حملو غندنه کړې ویلي یې دي هېواد یې د ترهګر حملو مخنیوي لپاره ضروري ګامونه پورته کوي.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وېنا په وخت وېلي انوارالحق کاکړ ویلي اسلام اباد د ترهګر حملو مخنیوي لپاره د کابل نه مرسته او همکاري غوښتي دي.

ښاغلي کاکړ وېلي افغانستان کې امن د پاکستان د امن لپاره ضروري دی. نوموړي ووېل:

”مونږ افغانستان کې د بې وزله خلکو سره د بشري مرستو جاري ساتلو مرسته کوو چرته چې جینکۍ او ښځې ترټولو زیات د خطرو سره مخ دي. “

د هند سره اړیکي او د ترهګرۍ مخنیوی لپاره ګامونه

د پاکستان وزیراعظم ووېل پاکستان د هند په شمول د ټولو ګاونډي ملکونو سره ښې اړیکې غواړي خو زیاته کړې هند دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو لاندې د کشمیر د ستونزې یو حل راوباسي.

نوموړي ووېل دوي له د کوم فرق بغېر د”هندوتوا تندلارو“ په شمول د هرقسم ترهګرۍ مخنیوی پکار دی. ښاغلي کاکړ د ترهګرۍ د بنیادي علتونو مخنیوي لپاره غږ وکړو چې پکې د نوموړي په وېنا غربت، بې انصافۍ، بهرنی تسلط یا قبضې شاملې دي.

نوموړي ووېل نړۍ د تاریخ په یو نازک موړ ولاړه ده چې پکې د یوکراېن د جګړې په شمول په 50 ځایونو کې لانجې روانې دي. ښاغلي کاکړ ووېل نړۍ د جنګونو بوج برداشت کولی نه شي ځکه چې د نړۍ د یو شمېر نورو چېلنجونو سره مخ ده چې پکې ګراني پرله پسې په زیاتېدو ده او کرونا وبا نړيوال اقتصاد اغېزمند کړی.

اقتصاد، موسمي بدلون او نړیوالې ژمنې

د پاکستان وزیراعظم ووېل حکومت یې د اقتصاد په ځاې کولو، کرنسۍ او زرمبادله ذخیرو کې استحکام راوستو، کورني او بهرني آمدن او سرمایه کارۍ زیاتولو لپاره په خپلو وعدو ولاړ دی.

انوارالحق کاکړ ووېل دوي د نړۍ مالداره ملکونو لخوا د موسمي بدلون د مخنیوي لپاره د کال په سر د 100 ارب ډالره کړو ژمنو پوره کولو تمه لري چې پکې د نوموړي په وېنا باید نیمه برخه مرستې په غریب ملکونو د موسمي بدلون له کبله شوو نقصانونو باندې خرڅ کړی شي.

نوموړي ووېل د نړۍ مالداره ملکونو لخوا د زیارت- پنجشنبې په ورځ د دوامداره ترقیاتي مقصدونو لپاره کړې لويې ژمنې دې عملي کړی شي او زیاته یې کړه پاکستان د هغه ملکونو نه دی چې د موسمي بدلون نه ترټولو زیات اغېزمن شوی دی.

پاکستاني وزیراعظم ووېل د تېر کال د بارانونو له کبله د پاکستان د زمکې درېمه برخه په سېلابي اوبو کې ډوبه شوې وه چې پکې لږ تر لږه 1700 کسان مړه شوي وو، د اته میلین نه زیات خلک یې بې کوره کړي وو او د ملک اقتصاد ته یې د 30 ارب ډالر نه زیات نقصان رسولی وو.

نوموړي د سېلابونو تباهۍ نه واپس راوتو او بیا ابادۍ لپاره د نړیوالو ملکونو لخوا پاکستان سره د 10.5 ارب ډالرو د ژمنو مننه کړې ده.

څېړونکي: د پاکستان د نېب اداره د بډو رشوتونو د ختمولو پر ځای په سیاستوالو پسې لګېدلې ده

د پاکستان په سياسي او د احتساب ادارې په چارو نظر لرونکي وايي وخت راغلی چې د بډو رشوتونو د څار او مخنيوي اداره نېب ختمه کړی شي، ځکه چې د دوی په فکر دا اداره په پاکستان کې د اقتصادي او سیاسي ناارامۍ سبب ګرځي.

د پاکستان سپريم کورټ د احتساب په قوانينو کې د پي ډي ايم د تېر مرکزي حکومت بدلونونه د ستمبر په 15مه په داسې وخت منسوخ کړي چې انتخابي کمېشن په دې هيواد کې د انتخاباتو لپاره د راتلونکې جنورۍ مياشتې اخري هفته ټاکلې ده.

د سپريم کورټ تېر مشر قاضي عمر عطا بنديال د تېرې جمعې په ورځ د احتساب د قانون زياتره مادې رد کړې او هغه ټولې مقدمې یې بحال کړې کومې چې له بدلونونو وړاندې په نېب کې روانې وې.

د احتساب د ادارې په چارو نظر لرونکي نېب یوه بې ګټې اداره بولي. د دې ادارې یو پخوانی پراسیکیوټر عمران شفيق وي او اې ډیوه ته وویل، د ده په نظر د نېب اداره د پاکستان په خزانې بوج ده:

"نېب د کرپشن ختمولو پر ځای په پاکستان کې عدم استحکام پیدا کړی دی او ورسره يې اقتصاد هم د بې ثباتۍ سره مخ کړی دی او تر ټولو غټه خبره دا ده چې دا اداره په دې هيواد کې د سياسي وفاداریو په بدلولو کې هم ککړه پاتې شوې ده".

د احتساب په قوانينو کې د راوستل شوو بدلونونو لاقانونه ګرځول کېدو وروسته د پاکستان د شپږو پخوانیو وزيراعظمانو او صدر خلاف به د نېب قضيې بيا پرانستل شي، چې پکې آصف علي زرداري، نواز شريف، شهباز شريف، يوسف رضا ګیلاني ، شاهد خاقان عباسي، راجه پرويز اشرف او شوکت عزيز شامل دي.

په نېب کې د سياستدانانو خلاف د تېرو شلو کالو راهیسې د مقدمو څارونکي وايي ګومان دی چې دا قانون به لکه د تېر په څېر بيا د سياسي وفاداریو د بدلولو لپاره وکارول شي.

د پاکستان د اقتصادي او د نېب د چارو خبريال وقاص عظيم وایي، د نېب او پاکستاني سياستمدارانو ترمنځ تعلق لکه د پيشو او مږې جوړ شوی دی. عظیم وي او اې ډیوه ته وویل، دا اداره په سياستمدارانو پسې لګېدلې ده خو وایي د بډو رشوتونو په مخنيوي کې ناکامه شوې ده:

"اوس خو خلک دا هم وايي چې د نېب د مقدمو له کبله د پاکستان اقتصاد هم ځپل کيږي او که چېرې د نېب په ذريعه سياسي انجنېرنګ نه کيږي نو زه باوري يم چې معيشت به وده وکړي".

په دې اړه وي او اې ډیوه د نېب ادارې له ویاند سره د خبرو هڅه وکړه خو بریالۍ نه شوه.

د پاکستان سپريم کورټ په خپله فېصله کې د 50 کروړو څخه زياتې مقدمې د احتساب د دايره کار څخه خارج کوونکې ماده هم لاقانونه ګرزولې ده.

قانون پوهان وايي، د سپريم کورټ دې فېصلې ته هم په سپريم کورټ کې بيا کتنه کېدې شي. د هایکورټ وکیل ایډوکېټ اسد خان وایي، دې فېصلې ته به د بياکتنې دپاره په سپريم کورټ کې مضبوط بنيادونه پکار وي. اسد خان وي او اې ډیوه ته وویل:

"د دې سره سره به عدالت ته دا هم ويل وي چې په تېره کاروايي کې به دا قانوني نکات په پام کې ساتل وي، ځکه چې دا نکتې په تېره فېصله کي له پامه غورځول شوې دي نو ځکه دې ته دې بيا کتنه وشي، خو زما په فکر داسې مقدمو کې د بيا کتنې امکانات ډېر کم دي".

که يوې خوا ته د سپريم کورټ په دې فېصلې د تحريک انصاف غري خوشحاله ښکاري نو بلې خوا ته مسلم ليګ «ن» دا يوه لانجمنه فېصله بللې او بلاول بهټو زرداري ويلي دا پرېکړه د هغه لپاره د امکانه بهر نه وه.

د پي ډي ايم د پخواني حکومت راوستل شوي نېب تراميم پخواني وزيراعظم عمران خان په سپريم کورټ کې چېلنج کړي وو چې اوس پخپله د بډو رشوتونو په مقدمه کې په اټک جېل کې بنديوان پروت دی.

څېړونکو پاکستان کې د انتخاباتو په اعلان اییني پوښتنې راولاړې کړې دي

\

د اييني او سياسي چارو پوهان وايي، که څه هم د پاکستان د انتخابي کمیشن لخوا د راتلونکي کال 2024م د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د عامو انتخاباتو کولو له اعلان سره د ټاکنو د کېدو یا نه کېدو په اړه شکونه یو څه ختم کړې دي خو بيا هم د انتخاباتو د نېټې سره تړلې اييني پوښتنې لا پاتې دي.

په پاکستان کې د عامو انتخاباتو د کېدو په اړه شکونه پرون د زيارت په ورځ هغه مهال راکم شول کله چې انتخاباتي کمېشن د کال 2024م جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د ټول ټاکنو اعلان وکړو.

په پاکستان کې د کال 2018م د عامو انتخاباتو په نتیجه کې د جوړې شوې قامي اسمبلۍ موده د 2018م کال د اګست د 13مې نېټې څخه پېل شوې وه او د هغې 5 کلن معياد د 2023م کال اګست په 12مه نېټه سرته رسېدو خو پخواني وزیر اعظم شهباز شريف قامي اسمبلي د ټاکل شوې مودې نه وړاندې د اګست په 9مه ماته کړې وه.

د پاکستان د دستور په 52 ماده کې د قامي اسمبلۍ موده 5 کاله ټاکل شوې ده او د ايين د 224 الف مادې لاندې وېل شوي که قامي اسمبلي د خپل ټاکلي معياد څخه وړاندې ماته کړی شي نو عامې ټاکنې په 90 ورځو کې دننه کول لازم وي.

د اييني چارو ماهرين وايي که اسمبلۍ خپله دستوري موده پوره کوي نو بيا د هغې ورځې وروسته په 60 ورځو کې دننه انتخابات کول پکار دي او که چېرې اسمبلي د وخت څه مخکې تحلیل کړی شي نو ټاکنې په 90 ورځو کې دننه کول وي.

د اییني چارو کار پوهه شېر امان خان وایي، په ايين کې د نوي ورځو دننه د انتخاباتو کولو وخت ورکړی شوی دی او د دستور 224 ماده هم وايي چي انتخابات په 90 ورځو کې دننه کېدل پکار دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د رڼو او بې پلوه ټاکنې مقصد هم دا وي چې د انتخاباتو نيټه واضحه وي.

"زما په اند دا بيا يو مبهم صورتحال جوړ شوی دی او د انتخاباتو د کمېشن دا اعلان به په عدالت کې چېلنج کېږي"

پاکستان تحریک انصاف ګوند د جنورۍ په میاشت کې د عامو انتخاباتو کولو په اړه د انتخاباتو د کمېشن اعلامیه په عدالت کې چېلنج کړې ده او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د کور کمېټۍ غړی شعېب شاهين وايي د مشترکه مفاداتو د کونسل په وروستۍ غونډه کې د نوې سر شمېرنې د نتىجو اعلانول او د کونسل جوړښت غېر اييني وو.

وي او ای ډیوه ته ښاغلي شعېب شاهين ویلي،په دې اړه د دستور 224 ماده ډېره واضحه ده او هغه وايي که څه هم وجه وي خو عام انتخابات د 90 ورځو څخه نه شي ورستو کېدای.

د نوموړي په وینا د جنورۍ په میاشت کې د عامو انتخاباتو په اړه د انتخابي کمېشن اعلان په خپله غېر اييني دې ولې چې په هغې هم کره نېټه نه ده ښودل شوې او بله دا چې د قامي اسمبلۍ د ټاکنو تاریخ ورکول د صدر ذمه واري ده او هغه د 6م نومبر نېټه له وړاندې ورکړې ده نو ځکه د انتخاباتو شېډول هم په 90 ورځو دننه راتلل ضروري دي.

هغه وایي که چرې دا نېټه له دې مخکې ځي نو دا به غېر دستوري ګام وي او پاکستان تحریک انصاف له وړاندې نه د مشترکه مفاداتو د کونسل پرېکړه ستره محکمه کې چېلنج کړې ده.

د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند مشر احسن اقبال تېره ورځ د جيو نيوز سره خبرو کې وېلي د الیکشن کمېشن د انتخاباتو له اعلان سره باید چې اوس بې يقيني ختمه شي او خلک دې د انتخاباتو تېاري پېل کړي.

د ستمبر په 3مه نېټه د پاکستان د بشري حقونو د څار غېر دولتي خپلواکه کمېشن هم ملک کې د انتخاباتو په اړه په غېر باوري حالاتو اندېښنه څرګنده کړې وه او د انتخابي کمیشن څخه یې په سمدستي توګه د انتخاباتو د مهال وېش اعلانولو غوښتنه کړې وه.

د سياسي او عدالتي چارو شنونکي وايي د سپريم کورټ د پخواني مشر قاضي عمر عطا بنديال هغه فېصلې هم شکونه پېدا کړي وو چې پکې د احتساب په قانون کې د پي ډي اېم حکومت بدلونونه کالعدم ګرځول شوې وو.

دسیاسي چارو کار پوهه اؤ وتلی خبریال مطیع الله جان وایي وي او ای ډیوه ته ویلي انتخابي کمشن د سياسي ډلو د شکونو ختمولو لپاره په ظاهره د انتخاباتو د نېټې په اړه دا مبهم اعلان کړی دی ځکه چې انتخاباتي کمېشن د اسمبليو د تحلیل کېدو وروسته په 90 ورځو کې دننه د ټاکنو د نېټې ورکولو پابند دې.

د پاکستان د اطلاعاتو نګران وفاقي وزیر مرتضا سولنګي پرون د زيارت په ورځ خبري غونډې ته وېلي وؤ د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې به د ايين مطابق انتخابات کېږي او دا خبر د هغو خلكو لپاره مايوسۍ وړ دی چې د نګران حکومت د مودې د اوږدېدو اوازې خوروي.

لاهور: په سکه لور د جنسي تېري په جرم کې عدالت پلار ته د تېزندۍ سزا اورولې ده

د لاهور یوې ځایي محکمې پخپله سکه لور د جنسي تیري په جرم کې د محمد رفیق په نوم یو تن ته د تېزندۍ سزا اورولې ده.

د پنجاب د لاهور ښار په اوسیدونکي محمد رفیق تور لګیدلی ؤ چې هغه پخپله 14 کلنه سکه لور جنسي تېری کړی ؤ چې وروسته بیا په کال 2019م کې د لاهور ستوکتله پولیس تاڼه کې د هغه پرضد مقدمه درج کړل شوې وه اؤ پولیسو هغه په دغه جرم کې نیولی ؤ.

د محمد رفیق په نوم د دغه تن پرضد د لاهور په سیشن عدالت کې مقدمه روانه وه چې نن د جمعې په ورځ ایډیشنل سیشن جج میا شاهد جواد په نوموړي تن د جرم ثابېتېدو له امله هغه ته د تېزندۍ سزا اؤ د لسو لکو روپو جرمانه اورولې ده.

پاکستاني رسنۍ وایي چې د مجرم پرضد لږ تر لږه 11 ګواهانو په محکمه کې ګواهي کړې وه چې پخپله ماشومه لور یې جنسي تېری کړی دی.

عدالت هغه ته د تېزندۍ د سزا اورولو په فیصله کې ویلي چې یو پلار مدام د اولاد محافظ ګڼل کیږي اؤ که چرې د هغه لور څوک بهرنی تن تنګوي نو هغه خپل پلار، خپل محافظ ګڼي اؤ‌ ګیله ورته کوي خو په دې کیس کې یو سکه پلار په خپلې لور د جنسي تیري کولو سره د هغې شخصیت، روح اؤ بدن تباه کړی دی.

تر دې وړاندې پروسکال د جولایي په میاشت کې د خېبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې هم یو ځایي محکمې د سلطان محمود په نوم یو تن ته پخپله 14 کلنه د جنسي تیري په جرم کې د تېزندۍ سزا اورولې وه.

همدا شان په جون کال 2021م کې د پنجاب یو ځایي عدالت د شیخو پوره په قانونګو سیمه کې یو پلار ته پخپله 13 کلنه لور د جنسي تیري په جرم کې د مرګ سزا اورولې وه.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG