لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې چاودنې دوه کسان وژلي او 12 نور یې زخمیان کړي دي


ای اېف پي خبري اداره وايي په دې تصویر کې لیدل کېږي چې یو چارواکي د زیارت،، پنجشنبې، په ورځ په دشت برچي دې چاودنې د ځای کتنه کوي
ای اېف پي خبري اداره وايي په دې تصویر کې لیدل کېږي چې یو چارواکي د زیارت،، پنجشنبې، په ورځ په دشت برچي دې چاودنې د ځای کتنه کوي

د افغانستان سرښار کابل کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ چاودنې دوه کسان ووژل او 12 نور زخمیان کړل، د یوې هفتې نه په کم وخت کې په کابل کې دا دریمه چاودنه وه.

د کابل د پولیس ترجمان خالد ځدران وویل د ګرېنېډ یا د لاسې بم چاودنه د کابل په دشت برچي علاقه کې د یو تجارتي مرکز نه بهر وشوه. په دشت برچي کې اکثریت د افغانستان د هزاره ټولنې د شیعه مسلک خلکو دی.

ځدران ای اېف پي خبري ادارې ته وویل ابتدايي معلومات څرګندوي چې دوه ملکي کسان په چاودنه کې وژل شوي او 12 نور زخمیان شوي دي.

اېمرجنسي نومې د اټلي امدادي ادارې چې په کابل کې یو هسپتال چلوي، وویل په چاودنه کې د زخمي شویو 13 کسانو درملنه کوي چې دوه ماشومان هم په کې شامل دي.

د خالي، شنبې، په ورځ په کابل کې د یو بس پورې تړل شوي بم چاودنه کې پینځه کسان ووژل شوو او 15 نور کسان زخمیان شول. داعش د حملې ذمه واري ومنله.

څو ورځو وروسته په کابل کې بلې چاودنې درې کسان ووژل شوو. داعش د دغې چاودنې مسولیت هم ومنلو.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش خراسان ډلې د افغانستان د ځینو نورو سیمو په شمول د کابل په دشت برچي د ګڼ شمېر حملو ذمه واري منلې ده. د نومبر په میاشت کې د کابل په دشت برچي کې چاودنې اووه کسان ووژل.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG